To start downloading books

Please sign in or create an account.

Salman Jabbar 4 years ago 1,490
ښاغلے ملک میمون خان اُتمانخېل

ښاغلے ملک میمون خان اُتمانخېل

د ملک میمون خان اُتمانخېل د زیګون کره نېټه معلومه نۀ ده خو د مشرانو د وېنا تر مخه د ملک میمون خان ټول عمر 90 یعني لس کم سل کلونه وۀ چونکې د ملک میمون خان د وفات نېټه نولس سوه نهه نوي یعني 1999 معلومه ده نو د دغه شمېرې تر مخه یې د زېګون نېټه نولس سوه نهه 1909 معلومیږي. ملک میمون خان په مهمند ایجنسۍ تحصيل امبار اتمانخېل د کمانګرې په سیمه د سیفورخان په کور کښې زېګېدلے وۀ ۔ په قبیله اتمانخېل کښې بوډي خېل (بُټخېل) وۀ او په بوډي خېل کښې یې تړون د عمر خېل د څانګې بني خېل سره وۀ. ملک میمون خان دَ امبار په خاوره دَ نامې جامې شخصیت تېر شوے، یو هوښیار، زیرک او حاضرجوابه سړے وۀ په امبار کښې تر نن وخته پورې خلک دَ میمون خان خبرې او نقلونه د خپلو حجرو په مجلسونو کښې بیانوي. ملک صېب ډېر مېلمه دوست او مینه ناک انسان وۀ، په ځوانۍ کښې یې ډېر په ایماندارۍ تجارت کولو په دغه وجه یې په خپله علاقه کښې ډېر شهرت ومندۀ. ملک صیب دَ امبار دَ اُتمانخېلو قامي مشر هم وۀ دَ علاقې د خلکو روغې جوړې به یې دَ الله دَ رضا دَ پاره کولې، دَ رشوت او بډو نه یې سخت نفرت کولو، په جرګه کښې به یې دَ مظلوم ملګرتیا کوله او دَ خلکو روغو جوړو دَ پاره به دَ امبار نه دَ باجوړ مختلفو علاقو لکه ماموندو ،علیزو شموزو، ارنګ، برنګ او ماندلو وغېره ته هم تلو. دَ دې نه علاوه په مهمند ایجنسۍ کښې به یې هم په مختلفو سیمو کښې دَ خلکو روغې جوړې کؤلې ملک میمون خان یو غازي او مجاهد شخصیت وۀ۔ د کال نولس سوه دېرشم دَ اپریل په میاشت کښې انګریزانو دَ صوبه سرحد دَ پیښور ښار په قصه خوانۍ کښې په پښتون اولس زور زیاتے راواخستۀ نو دَ مهمندو، اُتمان خیلو، صافو او ماموندو غازیان هم راپاسیدل، دَ خپلو وروڼو په ننګ ورغلل او په شبقدر سبحان خوړ صاحب ګل شهید یې ورته مورچې او وهلې دَ انګریزانو په مورچو به یې حملې کولې،پیرنګیان یې ښۀ ناقلاره کړي وو، ملک فرازخان وایي چې زما پلار ملک میمون خان سره د نورو ملګرو په دغه غزا کښې شریک شوے وۀ۔ هم دغسې په کال نولس سوه پینځه دېرشم 1935 خوا او شا کښې چې کومې غزاګانې دَ حاجي صیب ترنګزۍ او فقیر آف اولنګار په مشرۍ کښې دَ پیرنګیانو په زد دَ مهمند ایجنسۍ د نخقې او کړپې په غرونو کښې شوي دي نو ملک میمون خان،طاوس کاکا او دَ امبار د اتمانخېلو نور مشران هم په دغه غزاګانو کښې شریک شوي وو- ملک میمون خان دَ فقیر اف اولنګار او غازي باچا ګل صیب دَ مهمند غازي آبا سره ملګرتیا او مرسته کړې وه ، او دَ امبار نه به یې خلک غازي آباد ته بوتلل نو باچا ګل صیب امبار اتمانخېل ته دَ دۀ خواله هم راغلےوۀ۔ کله چې په افغانستان کښې روس مداخلت وکړو نو ملک صیب دَ امبار نه افغانستان ته روان شۀ بیا روسته دَ ناواپاس نه د پاکستان حکومت راستون کړو۔ دَ پاکستان دَ جوړېدو نه مخکښې دَ قبائلو دَ اکثرو مشرانو اړیکې د افغانستان د حکومت سره وې. په دغه نومونو کښې یو نوم دَ ملک میمون خان اُتمانخېل هم شامل دے چې دَ امبار نه به دَ افغانستان مختلفو برخو ته تلو او هلته به یې دَ حکومت دَ نمائندہ ګانو او وزیرانو سره وخت په وخت ملاقاتونه کول دَ افغانستان حکومت ملک میمون خان له لونګۍ، ماجب او نورمراعات هم ورکول لکه لوخي او کارتوس وغیره، دَ ښاغلي طاهر شاه باچا په دور حکومت کښې هغه ملک میمون خان له خاصه داري هم ورکړې وه۔ دَ ملک صیب دَ ظاهرشاه بادشاہ سره ډېر نزدې تعلقات او دوستانہ وه، ظاهر شاه باچا ملک میمون خان له یوه ګوتمه جوړه کړې وه چې په هغې باندې مهر او د ملک میمون خان نوم لیک وۀ. ملک فراز خان وایي چې هغه ګوتمه تر نن وخته پورې ما سره کور کښې خُوندي پرته ده، دَ ملک میمون خان یو تصویر هم ظاهر شاه باچا دَ دوي دَ پاره په ګوتو باندې په چا جوړکړے وۀ چې هغه هم تر اوسه پورې شته۔ مولانا احمد صیب او ملک فرازخان وایي چې د ښاغلي ظاهر شاه باچا ورور دَ افغانستان نه امبار اُتمانخېل ته دَ ملک صیب دَ ملاقات دَ پاره راغلے وۀ او درې شپې یې دَ دوي سره په امبار کښې تېرې کړې وې او هغه به وئیل چې دَ ملک صیب خبرې زما ډېرې خوښې دي دَ افغانستان حکومت به ملک وصلي خان اُتمانخېل امبار،تور پاچا امبار کمانګره، ملک شیر محمد اُتمانخېل پڑانګ غار، تخت مرزا اُتمانخېل باجوړ، سېټ ملک امبار ښارۍ، ملک تور ماندل ، ملک میمون خان او نور ګڼ شمېر مشران افغانستان ته بللي وو خو چې کله دَ پاکستان حکومت جوړ شۀ څه موده پس پولټیکل ایجنټ په دوي پسې جرګه راولیږله بیا تر مرګه پورې ملک صیب دَ پاکستان حکومت سره ملګرے وۀ۔ ملک میمون خان دَ یو بامقصد ژوند تېرولو نه پس په کال نولس سوه نهه نوي 1999 کښې دَ دې فاني دنیا نه دَ همېش دَ پاره سترګې پټې کړې او په خپل آبایي قبرستان امبار کمانګره کښې خاورو ته وسپارلے شۀ ۔
په ګور یې رحمتونه.
تحرير وتحقیق: رحمان الله رحماني اُتمانخېل

Related Articles

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز سرك دركوتل ها، تپه ها و بلندي ها حداقل %3 و حد اعظم %7  مي باشد. ۳.ساحه يك بند به اساس كدام معيار ها...

سرحوض بند - فاریاب

۱۶.  د سرحوض بند - فاریاب:دا بند د میمنې ښار څخه ۵۵ کیلومتره لېرې په سویل کې موقیعت لري. چې د ګوګل مپ انځورونو په ۳۵.۶۰۵۴۱۶ او ۶۴.۸۰۶۱۷۶ کوردیناتو کې د لیدو وړ دی. بند د سنګ کارۍ، پخو خښتو او مصالې څخه جوړ شوی ۱۰.۴ متره لوړوالی او د ۱۰۰ مترو شاوخوا اوږدوالی لري. د اوبو زېرمه یې ۴۰ میلیون مترمکعبه ښودل شوې (ممکن صحیح نه وي. نوټ: صحیح یې ٥ میلیونه ده...

شېخ چلي څوک و؟

په پښتنو کې دشیخ چلي نوم ډیر مشهور دی ، خو ډیر پښتانه په د ې نه پوهیږي ي چې شیخ چلي څوک و او د کوم ځای و. همداراز په پښتنو کې د شیخ چلي کیسې او ټوکې او لطیفې هم ډیرې مشهوري دي. اوس به راشو چې شیخ چلي څوک و. دی په اصل کې هندوستانی صوفی او درویش و چې دهند د مشهور مغولی واکمن اورنګزیب (July 1658– March 1707) عالمګیر معاصر او د مغولی شهزاده داراشکوه...

Recommended Articles

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...