To start downloading books

Please sign in or create an account.

Salman Jabbar 4 years ago 1,627
ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

ښاغلے ارواښاد ملک حاجی وصلي خان اُتمان خېل

د اتمان خېل قبیلې سر لښکر، د جرګو او مرکو مشر ښاغلے ارواښاد ملک حاجي وصلي خان په کال 1902 کښې په ضلع مهمند تحصیل امبار اُتمانخېل د لویه شاه په کلي کښې د ملک ظفر خان په کور کښې ځېګیدلے وۀ، د پلار نوم یې ظفرخان وۀ، د نیکه نوم یې محمودخان، د هغه دَ پلار نوم سلطان خان وۀ او د هغه د پلار نوم صحبت خان وۀ، په قبیله اتمان خېل کښې بوډي خېل (بُټ خېل)وۀ اوپه بوډي خېل کښې یې تړون د مامد خیل د څانګې ادم خیل پائنده خیل سره وۀ. ښاغلے ملک وصلي خان په شکل صورت کښې دفخرِ افغان باچا خان بابا په شان وۀ، د نرو نرو بریتونو، د دنګې ونې او د ښه خویونو خصلتونو خاوند وۀ۔ همېشه به یې شمله په سر وه ۔ ډیر بهادر غیرت مند او میلمه دوست انسان وۀ۔ دَ اتمان خیل قبیلې یوه لوړه شمله وہ۔ ملک حاجي وصلي خان د خپل قام قبیلې دخپل وس مطابق خدمات کړي، ښاغلي خپل ژوند دَ اُتمان خیل قبیلې خدمت ته وقف کړےوۀ. حاجي صیب اګرچې پخپله تعلیم نۀ وۀ کړے مګر د تعلیم سره یې ډیر شوق او مینه وه۔ د اتمان خیل قبیلې بچے بچے یې تعلیم یافته غوښتۀ دامبار اتمان خیلو هلکان یې د تعلیم د پاره دافغانستان مختلفو ځایونو ته بوتلي وو او دَ بهر ملکونو تګ ته یې دتعلیم دَپاره اماده کړي وو۔ولي چې په هغه زمانه کښې د اتمان خیلو په علاقہ امبار کښې کوم سکول، مکتب یا لویه مدرسه نۀ وه۔ ملک ښاغلے حاجي وصلي خان پخپله د ځینو ملګرو سره کابل ته لاړو او هلته یې د باچا خان بابا سره ملاقات وشو او د باجوړ دَ چارمنګ محمد شعیب جان او دَ مهمندو د ملک میراجان سره یې هم ملاقاتونه وکړۀ او د خپلې علاقې د تعلیم په ستونزو یې ورسره خبرې اترې وکړې. ملک وصلي خان دَ باچا خان بابا په هدایاتو دَ جرګې په شکل د هغه وخت د افغانستان د بادشاه محمد ظاهر شاه سره ملاقات وکړو۔ حاجي وصلي خان ورته دَ خپلې علاقې د تعلیم مشکلات بیان کړل د حاجي صیب په خبرو دَ افغان بادشاه ډیر خوشحاله شۀ او د جلال آباد دَ تنګي په علاقه کښې یې د قبائلي هلکانو د پاره یو مکتب سکول او ورسره هاسټل منظور کړو چې دَ اوّل جماعت نه تر شپږم جماعته پورې به پکښې قبائلي هلکانو تعلیم حاصلوو او په کابل ښار کښې یې ورله هم دوۀ نور هائي سکولونه دَ خوشحال خان خټک او دَ عبدالرحمن بابا په نوم منظور کړل چې دَ قبائلو ځوانانو به پکښې دَ شپږم جماعت نه تر دولسم 12 جماعته پورې زدۀ کړې کولې، د هاسټل او خوراک، پوشاک پورې ټول سهولتونه پکښې موجود وو۔ دَ افغانستان په ټولو پوهنتونونو کښې یې د قبائلو ځوانانو له د تعلیم حق ورکړو چې په زرہاؤ ډاکټران انجنیئران،استاذان او دژوند دَ نورو بلها شعبو هنرمندان دَ دغه تعلیمي ادارو نه فارغ دي او په قبائلي علاقو کښې دَ عام اولس خدمت کوي حاجي ملک وصلي خان په مجموعي توګه دَ ټولو قبائلو دَ پاره او په خصوصي توګه دَاُتمان خیلو دَ پاره نه هیریدونکي خدمتونه کړي دي ۔حاجي وصلي خان دَ ځوانۍ نه دَ امبار دَ اُتمان خیلو قامي مشر ټاکلے شوے وۀ، لکه دَ هغه یو مقوله مشهوره ده کله چې په افغانستان چغسرۍ علاقه کښې دَ اُتمان خیل قبیلې او د ترکلاڼو ګډه جرګه وه، دچغسرۍ والي صیب د اتمان خیلو دَ نمائندګۍ دپارہ یو کس اوغوښتۀ چې راشي او خبرې وکړي نو ښاغلے ملک وصلي خان په دغه وخت کښې ځوان وۀ۔ دَ 24 څلیریشت کالو په عمر کښ وۀ، ملک وصلي خان د چغسرۍ والي صیب ته په جواب کښې ووئیل چې دَ معنې دې پکار دے او که دَ زمانې، که دَ زمانې دې پکار وي نو زما نه نور مشران لکه دلي کاکا دي شته هغوي به خبرې وکړي او که دَ معنې دې پکار وي نو زۀ به خبرې وکړم. د چغسرۍ والي صیب د ملک صیب په دې خبره ډیر خوشحاله شۀ او ملک صیب ته یې دَ خبرو موقع ورکړه،د ملک وصلي خان د افغانستان د حکومت سره ډېر ژور تعلقات وو۔ د افغانستان دَ بادشاهانو سره یې وخت په وخت ملاقاتونه کړي وو۔ ړومبے ملاقات ښاغلي حاجي وصلي خان د ظاهر شاه بادشاہ سره کړے وۀ ، دویم ملاقات یې د ښاغلي داود شاه سره شوے وۀ، دریم ملاقات یې دَ بابر کارمل سره کړے وۀ، څلورم ملاقات یې د نور محمد ترکي سره کړے وۀ او دَ دې ټولو بادشاهانو سره یې دَ اتمان خیل قبیلې په مسائلو او مشکلاتو خبرې اترې کړې وې. په افغانستان کښې یې داتمان خیل قبیلې د پاره دَ اتمانخیل قبیلې په نوم یوه ځانګړې علاقه هم منظور کړې وه. حاجي صیب غوښتل چې د خپل قام وطن ډیر خدمات وکړي مګر د بغضو قام فروشو ملکانانو په وجه ورته په خپل کلي وطن کښ ذاتي دشمني جوړه شوه ،حاجي صاحب د دغه ټولو چیلنجونو مقابله هم کوله او د خپل قام وطن خدمت یې هم کؤلو. دحاجی ملک وصلي خان تړون د خدائي خدمت ګار تحریک سره هم وۀ۔ دَ باچا خان بابا او دَ ولي خان سره یې یادګاري عکسونه هم شته، د اجمل خټک سره یې هم ډیره ناسته پاسته کړې وہ ۔ حاجي صیب د پیرنګي سامراج خلاف په غزاګانو کښې هم شرکت کړے وۀ، د وزیرستان د ايپي فقیر خواله خو څوڅو وارې تلے وۀ او دخپل وس تر حده مرسته یې ورسره کړې وه۔ دَ حاجي صاحب تورنګزو ملګرتیا یې هم کړې وه او د هغه دځوي پاچا ګل صیب په ننګ هم ولاړ وۀ۔ دحاجي صیب په ملګرو کښ ملک میمون خان ، تخت مرزا باجوړ، تور ملک ماندل، ملک شیر محمد پړانګ غار، د چارمنګ محمد شعیب جان وغیرہ خاص او د یو ګروپ ملګري وو۔ او مشهورې خبرې یې دا وې. ۱ـ مشر هغه وي چې د معنې وي نۀ چې د زمانې په حساب۔.۲ــ کوټه سورۍ ده او خبره مرغۍ ده. ۳ــ خلق په سپینو ګیرو تور شۀ، قدیمه خدایه په دادا ویرېدم.او په پښتون قام به یی ډیر غیرت کولو او وئیل به یې چې الله پاک غیرتي دے د هغه رسول غیرتي دے او د الله غیرتي انسان خوښ دے، ځه په خپل قام قبیلې غیرت کووم او ماله به الله پاک د غیرت مرګ راکوي د ملک وصلي خان لوې ارمان دا وۀ چې د اتمان خیل قبیلې خپلواکه او یوه ځان له ایجنسي جوړه شي خو دا ارمان د هغه په ژوند پوره نۀ شۀ.۔۔ په کال 1992ء کښې د اکتوبر د میاشتې په 23 یعني په درویشتمه نیټه یې په خپل کور کښې دَ زړۀ دَ دورې له عمله دَ 90/نوي کالو په عمر کښې دَ دې فاني دنیا نه د همیش له پاره سترګې پټې کړې او په خپل آبایي قبرستان امبار غوبنو غنډۍ مقبره کښې خاورو ته وسپارلے شۀ ۔ په ګور یې رحمتونه.۔۔۔۔۔۔ تحرير وتحقیق: رحمان الله رحماني اُتمان خېل

Related Articles

د شکر ناروغۍ نښې؛ (ستړيا، تنده او...)

شکر په نړۍ کې یو له ډېرېدونکو ناروغيو څخه دی. په دې لیکنه کې به تاسو د شکرې ناروغۍ پر ځينو عمده علايمو پوه شئ. د امریکا د ارواپوهانو ټولنې اعلان کړی، چې اوسني ځوانان د مخکينيو لسیزو له ځوانانو څخه ډېر تر فشار لاندې ژوند لري. همدې ټکي ته په پام پر شکرې ناروغۍ د اصلي عواملو څخه یو هم سټريس (فشار) دی.  د ایليټ ډایلي د راپور پر اساس ځوانان تر سختې نارو...

د وينا پر مهال د وېرې او فشار ختمول

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا چې موږ انسانان ټولنيز ژوند لرو، نو اړ یو چې د خپلو اړتياوو او مفکورو د وضاحت لپاره وغږېږو. خبرې کول زموږ د ژوند په هره برخه کې لیدل کېږي. په کور، کلي، دکان، ښار، مکتب، ښوونځي او ګڼو نورو ځايونو کې موږ خبرې کوو او خپل پپغام نورو ته رسوو.   ځينې خلک بیا د خبرو او وينا پر مهال تر وېرې او فشار لاندې وي. نه شي کولای خپل پيغام او...

خښتو براورد عملی

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خشتکارۍ کې د مصالې مقدار باید (28—30%) په حدودو کې وي، او په خشت کارۍ کې دخښتو ضایعات اکثراً  10% نیو...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

خېټه څنګه کوچنۍ کړو؟

د نارینه او نجونو لپاره تر ټولو بد مرض د خېټې د وازدو ډېرېدل او غټېدل دي چې نه یې یوازې ښکلا ته زیان رسوي، بلکې صحت ته یې هم ستونزې جوړوي. نن درته د خېټې د کوچني کولو داسې طریقې در ښیوو چې د ډېر ورزش ستړیا به هم نه ورسره ګالۍ او په تکلیف به هم ورسره نه شئ. د ورځې پیل د لیمو په جوسو وکړئ، نیم لیمو په یو ګیلاس اوبو کې زبېښل او څښل یې په حجراتو کې...