پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

R
Riaz Muqamzai
Author
May 11, 2021
4 years ago
2,007 views
پاسترناک؛ نوبل ګټونکی لیکوال!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ په ادبیاتو کې نوم موندل ډېر ګران کار وي؛ یوازې خلاق او پياوړي لیکوال دا مقام ترلاسه کولی شي، چې په دې ډله کې پاسترناک هم وی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

 

پاسترناک

د روسیې ددې نوموتي لیکوال بشپړ نوم باریس پاسترناک "Boris Pasternak" دی. په روسيه کي دویم کس و، چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړې ده.

باریس په "۱۸۹۰م" کال کې په مسکو کې وزېږېد. دی لا کوچنی و، چې شاعرۍ او رسامۍ ته یې مخه کړه. خو دا هر څه هوايي نه وو، بلکې له خپلې کورنۍ او په ځانګړې توګه له پلار څخه اغېزمن و. پلار یې يو ښه رسام و، د انځورګرۍ په پوهنځي کې یې د استادۍ دنده لرله.

له لومړنيو زده کړو وروسته، په "۱۹۰۳م" کال کې یې د مسکو پوهنتون د تاریخ او فلسفې پوهنځي زده کړیال شو. د لا ډېرو زده کړو لپاره یې هامبورګ ته سفر وکړ. کله چې له آلمانه را وګرځېد نو خپله لومړنۍ شعري ټولګه یې خپره کړه. په مسکو کې د دندې ترڅنګ د نړۍ نامتو لیکوال هم مطالعه کړل. په "۱۹۲۳م" کې یې بله شعري ټولګه هم خپره شوه، په همدې کال یې له یوې انځورګرې سره واده وکړ.

شعر یې پېچلی جوړښت درلود. نا اشنا مسایل یې په شعر کې ځایول. خو دی د شعر تر پولو محدود پاتې نه شو، نثر لیکل یې هم پیل کړل. په لنډه موده کې یې دوه کتابونه خپاره کړل. د نثر ترڅنګ یې ژباړې ته هم مخه کړه او ځینې آثار یې روسۍ ژبې ته وژباړل.

تر دې دمه پاسترناک په ملي کچه مشهور و، خو کله چې یې "ډاکټر ژایګو" په نوم رومان ولیکه نړۍ وال شهرت یې وموند. دا هماغه اثر دی، چې نوموړي پرې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. خو د روسيې کمونیست حکومت دا کړنه د غربیانو دسیسه وبلله او نوموړی یې پرېنښود چې جایزه ترلاسه کړي.  له دې کبله د هغه له مرګ ۳۰ وروسته یې جایزه زوی ته وسپارل شوه. بالاخره د روسيې دا ستر لیکوال، ژباړونکی او شاعر په "۱۹۶۰م" کې د ۷۰ کلونو په عمر ومړ.

 

د شعر  بېلګه

 

زه لکه ځناور، قفس ته لویدلی یم.

چېرې لرې، خلک، ازادي او رڼا

خو ما پسې یو شور او هیاهوی ګډ دی

ماته له دې قفسه د وتو حق نشته

تیاره ځنګل او د ساحل چینې

نښتر لویدلی او لاره نشته

لارې ړندې له هرې خوانه

هر څه چې کېږي، هغه به کېږي

باک یې نشته

ما څه لېونتوب وکړ؟

دا زه قایل یم که ظالم یم

ما ټوله نړۍ دې ته اړ ویسته

ما اړ ویسته چې زما د مینې پر ښکلاوو اوښکې تويې کړي

که څه هم د ګور پر غاړه ولاړ یم

خو په دې ایمان لرم

چې داسې سېبې راتلونکي دي

چې عدالت به د حق او باطل ترمنځ کرښې باسي.

Related Articles

Nov 01, 2020
2,516 views

کرونولوژی سقوط

کرونولوژی سقوط (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی در میان کتاب هایی که خیلی مبرا از دروغ ها، جعلیات و بهتان هستند، یکی هم کتاب «افغانستان بعد از پیروزی انقلاب اسلامی تا سقوط شمال به دست طالبان»، نوشته ی ارکانحرب دگرجنرال عبدالرووف بیگی از نظامیان تح...

Aug 19, 2021
3,481 views

د مرکې ډولونه

د مرکې لپاره باید لاندې اړین ټکي په نظر کې ونيسو، چې مرکه مو سمه او کامله واوسي. ۱: مرکه د څه لپاره؟ یعنې د مرکې موخه څه شی ده، نو ددې لپاره له ځان څخه هغه شپـږ اساسي پوښتنې کوو، کومې چې مونږ مخکې درسونو کې لوستې دي لکه؛ څه شی؟ ولې؟ څنګه؟ کله؟ چېرته...

Jan 04, 2023
812 views

تنازع نظم و عدل در امن افغانستان || Conflict of order and justice in the safety and security of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی)Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyarنظم که به آرامش و آن به صلح و آشتی تعبیر شده و عدل به سپردن حق به صاحب آن یا تحقق حق در عمل معنا شده، هر دو مطلوب آدمی و منطبق با ذوق سلیم اند....

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,528 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,103 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...