شېر خان څوک و؟

R
Riaz Muqamzai
Author
May 14, 2021
4 years ago
3,853 views
شېر خان څوک و؟

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپلې او د تاجکستان هیواد تر پولو پورې یې ځایونه په خپله ولکه کې راوستل. 

هماغه و چې نادرخان دیوه فرمان له مخې په ۱۳۰۹ لمریز کال کې شیرخان د قطغن او بدخشان والي وټا که . په پخوانیو وختونو کې قطغن د بغلان ، کندز او تخار ولایتونو ته ویل کیده .

د شیرخان کورنۍ او په تیره بیا دهغه وراره غلام سرور ناشر دکندز ولایت په ودانولو او پر مختګ کې لویه ونډه واخیستله . ددغې کورنۍ په هڅواو هلو ځلو سره په کندز کې دسپين زر شرکت او کارخانه جوړه شوه چې دمالوچو ، زغرو ، پنبه دانې او غوړیو تولیدات یې درلودل او ډیر شمیر کارګرو ته د کار زمینه برابره شوه . همداراز دشیرخان بندر ، دکندز موزیم ، دکندز سینما او دکندز دسپین زر هو ټل هم ددوی په هلو ځلو سره جوړ شول . ده په کندز کې دښوونځیو او روغتونونو په جوړولو کې هم زیا ت کو ښښونه وکړل . دافغا نستان حکومت دشیر خان دخدمتونو په بدل کې دافغا نستان او دتا جیکستان تر منځ سر حدي پوله دشیر خان بندر په نامه ونوموله.دکندز ښار لیسه ( شیرخان لېسه ) هم دده په نامه نومولې شوې ده.

په پخوا وختونو کې یو متل و: که مرګ غواړې کندز ته لاړشه!

خو د شیرخان له برکته کندز ډیر پر مختګ وکړاو کندز د تمدن ، پرمختک ، کرنې ، صنعت او ښکلا په ښار بدل شو

باید زیاته کړم چې دافغا نستان نامتو سندر غاړي فرهاد دریا هم په همدې کورنۍ پورې اړه لري .

 

لطیف یاد

Related Articles

Jun 07, 2022
1,853 views

پنځه تباه کوونکي عادتونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ.   • خلک به څه ووایي؟ که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس...

Dec 12, 2024
1,157 views

د توجو بحران

په نننۍ نړۍ کې د توجو اهمیت ډیر لوړ دی. زموږ وخت او توجو هغه پانګه ده چې موږ ته د بریالیتوب ډیرې دروازې خلاصوي، خو ټولنیزي رسنۍ او د انټرنیټ نامحدوده معلومات زموږ د توجو غله دي. پخوا خلکو درې ساعته فلمونه لیدل بیا د یو ساعته ویډیوګانو زمانه راغله. خ...

Jun 09, 2023
1,257 views

قوانین داسی جوړیږی/ عمر رض

#قــــوانين_داســې_جــــــوړیږی!#حضرت #عمر #فاروق رض  د تاريخي رواياتو پر بنسټ, چې عمر بن خطاب رضي الله عنه په تُندخويۍ او جديت مشهور و, هغه به په مدينه منوره کې د غریبو لپاره دسترخوان هوراوۂ. يوه ورځ يې يو سړی ولیده چې په چپ لاس خواړه خوري، پرې غږ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,513 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,884 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...