To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم ټولنيز محبوبیت پيدا کړم؟

څنګه کولای شم ټولنيز محبوبیت پيدا کړم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

اکثره خلک په ځانګړې توګه ځوانان دې ته ډېر زیات لېواله وي، چې ټولنیز محبوبیت او شهرت ترلاسه کړي. دا بېخي طبیعي خبره ده، چې انسان غواړي پر نورو ګران اوسي او قدر یې وشي. د همدې موخې لپاره خلک له مختلفو لارو ګټه اخلي، اکثره خلک پر دې باور دي، چې د ټولنیز محبوبیت لپاره باید ښه دنده، موقف، پیسې او زور ولرو؛ خو دا ذهنیت ناسم دی. ځينې ډېرې عادي لارې ـ چارې تاسو ته ټولنیز محبوبیت درکولای شي. د لیکنې تر پایه به پر همدې تګلارې پوه شئ. 

 

مسکا مه هېروئ

مسکانه څېره پر نورو وګړو د مثبت اغېز بهترینه لاره ده. دا کړنه هېڅ مصرف نه غواړي. کله چې په خپله کورنۍ، کلي، ټولګي او یا بل هرځای کې له چا سره مخ کېږئ، پر شونډو مسکا ولرئ. دا چاره ددې سبب کېږي، چې د متقابل کس په ذهن کې خپل مثبت انځور جوړ کړئ. زموږ خوږ پیغمبر "ص" به هم تل له خلکو سره د مسکا په حالت کې مخ کېده. نو هم ثواب هم خرما! 

 

همېشه منظم او پاک اوسئ

دا سمه ده، چې د ښو کالیو او څپلو لپاره باید ډېرې پیسې ولرو. مګر پاکوالی بېخي وړیا دی. تاسو اړ نه یئ، چې په اونۍ کې نوې جوړه جامې وکړئ، بلکې په اونۍ کې حتما خپل کالي او نور توکي ومينځئ. اوبه په بشپړ ډول وړيا دي. تل خپل مخ او ټول بدن پاک ساتئ!

همدارنګه ويښته، ږيره او د بدن نورې ټولې خواوې خورا منظمې او پاکې وساتئ. دا چاره ستاسو د ښه شخصیت د نمایندګۍ بهترینه نښه ده.

 

د خیر په کارونو کې سرلاري اوسئ

د ښه شخصیت جوړولو او پر نورو د اغېز لپاره یوه بله بهترینه لاره دا ده، چې تل د خیر کارونه کوئ او په دې ډله کې سرلاري اوسئ. تاسو کولای شئ په کور، کلي، ښوونځي او يا هم پوهنتون کې یوه ډله همفکره ملګري ومومئ. ځينې داسې کارونه چې هېڅ مصرف نه غواړي، ترسره کړئ. لکه د پاکوالي کمپاین، د ونو کرل، د ونو اوبه کول او ورته نورې چارې.

دا داسې کارونه دي، چې لګښت نه غواړي، خو مهنت غواړي. مګر دا خواري هم بې پایلې نه وي. تاسو به حتما پر ټولو وګړو ګرانېږئ او احترام به درته لري. 

 

ښه او تقوا دار ملګري ومومئ

دا جوته خبره ده، چې ملګري ستاسو پر شخصيت او کړنو مستقیما اغېز لري. وايي، که څوک نه پېژنئ نو ملګري یې وګورئ. له دې خبرې موخه دا ده، چې ملګری حتما ستاسو پر کړو وړو اغېز لري.

نو که تاسو ښه ملګري ولرئ، هره ورځ به مثبت بدلون کوئ، نوې خبرې به زده کوئ او د خیر په کارونو کې به ګډون ته هڅېږئ. همدا نېک کارونه به ستاسو ټولنیز محبوبیت زیات کړي. 

 

له نورو سره خپلې تجربې شریکې کړئ

که تاسو زده کړې کړي وي، کسب مو زده وي او یا هم کومه بله برخه کې وړتیا او تجربې لرئ، له ځان سره یې مه ساتئ. هڅه وکړئ، له خپلو شاوخوا خلکو سره یې شریک کړئ. په دې توګه ټول هغه کسان چې تاسو ورته لارښوونې کوئ، خپل دوست مو ګڼي. له تاسو سره د ډاډ او سکون احساس پيدا کوي. او معلومه خبره ده، چې دا کړنه به تاسو حتما پر هغو کسانو ګران کړي، چې تاسو ورسره خپلې تجربې شريکوئ. 

 

ټولنیز نزاکتونه مراعت کړئ 

له پورتنیو ټولو خبرو سره ـ سره باید پخپل چاپیریال کې شته نزاکتونو ته پام وکړئ. که څه هم په مختلفو سیمو کې موجود نزاکتونو سره توپیر لري، مګر بیا هم ځينې عمومي نزاکتونه چې باید په افغاني ټولنه کې ورته پام وشي، په دې ډول دي.

ـ هېڅکله د چا د دروازې مخې ته مه درېږئ.

ـ په هدیره، جومات او د مشرانو په مجالسو کې مه خاندئ. 

ـ د خپلو مشرانو، ملایانو او ملکانو احترام وکړئ.

 

خبرې کمې عمل ډېر کړئ 

که په کور کلي او یا بل هرځای کې ډېرې خبرې وکړئ، نو نوم به نو کړتو وي. هڅه وکړئ، کم وغږېږئ، مګر په مقابل کې باید ډېر کار وکړئ. خپل ژوند جوړ کړئ. ښه تعلیم وکړئ او نورو ته خیر ورسوئ. 

دا هېر کړئ، چې تاسو به د خبرو له لارې خلک اغېزمنوئ، د خلکو د اغېزمنولو غوره لاره دا ده، چې هغوی ته خپل استعداد په عمل کې ثابت کړې. انګرېزان وايي، په خاموشۍ کې سخت کار وکړه. پرېږده چې بریا دې شور جوړ کړي.

Related Articles

نکات مهم درباره ستونها

نکات مهم درباره ستونها  ۱- اندازه استندارد ستون:امروزه از ستون های RCC به طور گسترده استفاده می شود، در اینجا بعضی جزئیات مربوط به آنها ذکر شده است. الف- اندازه ستون ها بستگی به میزان بار کل ستون ها دارد. ب- حداقل اندازه ستون نباید از کمتر (۹×۹) اینچ یا (۲۲۵x ۲۲۵) ملی متر باشد. ج- ستون های(۹×۹) اینچ برای سازه های یک طبقه با گرید M۱۵ کانکریت مور...

کریب نیبیولا

۶۵۰۰ نورې کاله لیرې چینایی ساینس پوهانو په توروس نومی سیمه کي  یو روښانه روستورې ولیده چي د ورځي په جریان کي ۳ اونیو لپاره څرګند وو.دا میلمه ستوری په اصل کي د سوپر نووا چاودني له امله لمینځه تللی دې او  یو کریب نومي نیبیولا ته  یی ژوند ورکړ.دا نیبیولا یا فضائ وریځ شاوخوا ۶۵۰۰ نورې کاله لیرې موقعیت لري. ۸،۴ څرګند ظهور لري.کریب فضائ وریځ  د کوچني دو...

د کور جوړولو پرمهال د سپما تګلارې

هر څوک غواړي دهوسا ژوند تیرولو لپاره یوښه کور جوړ کړي. پرته له یو منظم پلان درلودو او سلا مشورو کور جوړول یوه خطرناکه(horrendous) تجربه ده ..دلته له یو څو هغو فکتورونو یادونه کوو چې که له کورجوړولو وړاندې او د کور جوړولو د پروسو پرمهال په پام کې ونیول شي د پام وړ پیسې سپما کیدای شي  .د سپما کولو موخه دا نه ده چې د کار کیفیت خراب شي بلکې موخه داده چ...

Recommended Articles

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...