یونان؛ د تمدن د پیل مرکز

R
Riaz Muqamzai
Author
Jun 29, 2021
4 years ago
2,816 views
یونان؛ د تمدن د پیل مرکز

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ له سلګونو هېوادونو یې ممکن موږ یوازې د لسګونو له نومونو سره اشنا یو او کېدای شي د ګوتو په شمار هېوادونو په اړه معلومات ولرو. کتابتون ویبسايټ د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرولو په پار د وطنونو لړۍ پيل کړې ده. ددې لړۍ په دې لیکنه کې به د یونان په اړه په زړه پورې معلومات ترلاسه کړئ.

موقعیت

یونان چې د مدنیت د پیل له مراکزو څخه ګڼل کېږي، یو ايروـ اسیايي هېواد دی. دا هېواد د مدنيت د پیل له وخت څخه په لږ او ډېر جغرافيوي توپير سره د اروپا په جنوب ختيځ او د بالکان شبه جزیرې په جنوب کې موقعیت لري. ددې هېواد ځينې جزیرې لکه: رودس، ساموس، خیوس او لیسبوس د کوچنۍ آسيا په ساحل کې پراته دي. له همدې امله یو ايرواسيايي هېواد بلل کېږي. 

څلور خواوې

دا لرغونی هېواد شمال لوري ته له البانيې، شمالي مقدونیې او بلغاریې سره، همدارنګه شرق خواته له ترکیې سره ګډه ځمکنۍ پوله لري. ددې هېواد اصلي جغرافیه له جنوب او ختيځ لوري د مدیترانې سمندر په واسطه احاطه شوې او لویديځ ته یې د یونان سیند دی.

نور عمومي معلومات

د یونان پايتخت د آتن ښار دی. هېره دې نه وي، چې آتن ددې هېواد تر ټولو لوی ښار هم ګڼل کېږي. د یونان رسمي ژبه یوناني ده. مساحت یې "۱۳۱۹۹۰" کیلومتر مربع دی، شاوخوا ۱۰ میلیونه وګړي په کې ژوند کوي.

د یوه اوږده تاريخي پس منظر لرلو له کبله په ټوله نړۍ کې خلک د یونان له نوم سره اشنا دي. دا هېواد د دیموکراسۍ، غربي فلسفې، المپیک لوبو، سیاسي علومو، ډرامو او نورو برخو د پيدايښت او پاللو مرکز ګڼل کېږي. 

د یونان تاریخ له حادثو ډک دی؛ یاد هېواد په هر لحاظ پياوړی تاریخ لري، چې د نړۍ پر ډېرو هېوادونو یې اغېز څرګند دی. هغه څه چې نننۍ اروپا یې خپل میراث ګڼي، اصلا د همدې هېواد له فرهنګه ټوکيدلي مسايل دي.

نننی يونان چې د اروپايي ټولنې غړيتوب لري، يو پرمختللی هېواد دی. رسمي دین یې عيسويت دی. همدارنګه د پارلماني جمهوري نظام درلودونکی دی.

 

د یونان په اړه ځينې جالب ټکي

تاسو به په دې برخه کې د یونان په اړه ډېر په زړه پورې معلومات ترلاسه کړئ.  داسې معلومات چې تاسو ته به حيرانوونکي او نوي وي.

  • ـ هر کس چې له "۱۸" کالو پورته عمر لري، اړ دی باید په ټولټاکنو کې ګډون وکړي او رايه ورکړي. پر شرایطو برابرو کسانو باندې د رایې کارونه جبري ده.
  • ـ په ټوله نړۍ کې د مرمر تيږو د تولید اووه سلنه همدا هېواد بشپړوي.
  • ـ په یونان کې نړېوال هوايي ډګرونه ډېر دي. ځکه چې هره ورځ په ډېره اندازه سیلالیان دې هېواد ته سفر کوي.
  • ـ یونان د زیتونو د تولید په برخه کې د نړۍ درېيم ستر هېواد دی. آن د زیتونو ځينې ونې چې په دیارلسمه پېړۍ کې کېنول شوي اوس هم حاصلات ورکوي.
  • ـ د یونان شاوخوا ۸۰% مساحت غرونه لري
  • ـ د یونان ۹۸ سلنه وګړي د همدې خاورې بومي اوسېدونکي دي. په ډېره کمه اندازه البانيایان، ارمنيایان، بلغاریایان او نور وګړي ژوند کوي. 
  • ـ د یوناني ژبې اغېز په ګڼو اروپايي ژبو کې موندلای شو، په ځانګړې توګه انګلېسي له دې ژبې ډېره اغېزمنه ده.
  • ـ په ۱۹۵۰م کال کې د لوړ عمر لرونکو کسانو د زده کړو کچه ۳۰ سلنه وه. خو اوس شاوخوا پنځه نوي سلنو ته رسېږي.
  • ـ ددې هېواد د ټول نفوس څلوېښت سلنه وګړي، په پایتخت (آتن) کې ژوند کوي. 
  • ـ ددې هېواد وګړي له ۲۰۰۰ جزیرو څخه یوازې په ۱۷۰ کې ژوند کوي. 
  • ـ په نظامي برخه کې له ۱۲ تر ۱۸ میاشتو دنده جبري ده. 
  • ـ فوټبال ددې هېواد ملي ورزش بلل کېږي.
  • ـ د نورو اروپايي هېوادونو برعکس په یونان کې د عمر خوړلو کسانو لپاره د ځانګړي مراکز نشته. نو سپین ږيري/ سپین سري له خپلو اولادونو او لمسیانو سر یو ځای ژوند کوي.
  • ـ د یونان يو پخوانی باور تر اوسه هم شته، چې آبي رنګ کولای شي شیطان له موږ لرې وساتي.
  • ـ هر کال له آسیا او شمالي اروپا څخه شاخوا سل زره مهاجر مرغان خپل ژمی په يونان کې تېروي. 
  • ـ د يونان هغه ښار چې هر کال ډير توریستان ورځي رودس ښار دی. دا ښار د رودس ټاپو مرکز هم دی.
  • ـ یوناني د اروپا له لرغونو ژبو څخه ګڼل کېږي، چې شاخوا درې زره کاله تاریخ لري.
  • ـ یونانيان چې کله لاس خوځوي، ګوتې سره نږدې ساتي. په خلاصو ګوتو سره د لاس خوځول توهين ګڼي.
  • ـ په لرغوني يونان کې میلمستيا، یوازې تر نارینه وو محدوده وه.
  • ـ د یونان رسمي نوم (Hellenic Republic) دی.
  • ـ په اروپايي اتحاديه کې د جنين د سقط تر ټولو لوړه بیه په يونان کې ده، بله خوا د طلاق تر ټولو ټيټ نرخ هم همدا هېواد لري.
  • ـ د لوړو زده کړو سره ـ سره د یونان لس سلنه ځوانان بېکاره دي.

ددې لړۍ په بله لیکنه کې تاسو د کوم هېواد په اړه پوهېدل غواړئ؟

خپل نظرونه مو په کمينټ کې ولیکئ، ترڅو موږ یې په اړه معلومات چمتو او لیکنه خپره کړو.

Related Articles

Jun 02, 2023
1,986 views

خښتو براورد عملی

د خښتو د براورد اړوند عملي مثال، هیله ده چې خوښ مو شي د خښتو یو دیوال چې 3m ارتفاع، 4m طول او 40cm ضخامت لري، د خښتو تعداد، او د مصالې لپاره یې د سیمنټو حجم او د شګې مقدار محاسبه کړئ؟حل:مخکې له دې چې د سوال په حل پیل وکړو دا باید په یاد ولرو چې په خ...

Feb 25, 2024
1,073 views

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.   یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to  Build A Durable RCC Structure کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لا...

May 06, 2022
2,283 views

وچه مېوه

لیکنه ـ وړانګه اکبر   وچه مېوه هغه مېوه ده چې په کې د شته اصلي اوبو ډېری برخه یې یا په طبیعي ډول یا د لمر د وړانګو په واسطه او یا دځانګړو وچوونکو ماشینونو په کارولو سره له مېنځه وړل کېږي. وچه مېوه د کارولو له مخې یوه اوږده مخینه لري او له میلاد څخه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,239 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,280 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,423 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...