To start downloading books

Please sign in or create an account.

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معومات چمتو کړي.  په همدې موخه، په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو خبرې شوي دي. 

 

تورقارچ څه ډول ناروغي ده؟

ددې ناروغۍ علمي نوم "میوکورمایکوزیس" دی. دا د فنګسي (قارچې) ناروغيو یو نادر او وژونکی ډول دی. اصلي لامل یې د "میوکورماسیتیس" په نوم یوه ډله فنګس دي، چې د پوپنکو کورنۍ پورې اړوندېږي.

دا ناروغي د تنفس، له ککړې خاورې سره د تماس، پوپنک وهلو ډوډۍ، پر دې پوپنک ککړو توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان جوفونه، ځيګر، پوستکی او دماغ اغېزمنوي. 

له بده مرغه باید ووایو، چې دا آفت پر انسان د عمر په هره مرحله کې راتللای شي؛ ډېری هغه کسان پرې.اخته کېږي، چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم ولري. 

د یادونې وړ ده، چې د شکر، ايډز، سرطان، په وینه کې د سپينو کروياتو کمښت، د اعصابو درمل خوړلو، د نشه یې توکو استعمال او ضعیف غذايي رژپم له کبله د انسان دفاعي سیستم کمزوری کېږي.

له دې ټولو سره د خوښۍ خبر دا دی، چې تور قارچ کومه ساري ناروغي نه ده، له ناروغ کس څخه روغ ته نه انتقالېږي.

 

د ناروغۍ نښې نښانې

ددې ناروغۍ نښې په دې پورې اړه لري، چې ناروغۍ د بدن کومه برخه ډېره اغېزمنه کړې ده او د بدن په کومه برخه کې وده کوي. مګر په ټوله کې له ځينو علایمو یادونه کوو. 

  • ـ تبه
  • ـ ټوخی
  • ـ د سینې درد
  • ـ د ساه لنډېدل
  • ـ د بدن د ځينو برخو پړسوب
  • ـ سردرد
  • ـ التهاب
  • ـ د پوزې ترڅنګ او د ژبې پر سر تور رنګه داغونه او زخمونه
  • ـ د خېټې درد
  • ـ زړه بدوالی
  • ـ وینه بهېدنه 
  • ـ نس ناستی 

که چېرې د بدن جلد (پوستکی) په تور قارچ ککړ وي، سور رنګه داغونه پيدا کوي او ورو ـ ورو دا داغونه تورېږي او ګرم والی پېدا کوي. دا ناروغي د وینې د جریان له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. په سختو ډولونو کې د رواني ګډوډۍ، کوما او آن د مرګ سبب کېدای شي.

همدارنګه په جدي ډولونو کې وینه، پنډ کېږي او د عصبي رګونو د ويجاړۍ سبب کېداي شي. که ددې ناروغۍ درملنه پر خپل وخت و نه شي، نو کېدای شي انسان ووژني. که څه هم ددې ناروغۍ په اړه دقیقا څه نه دي ویل شوي، خو روغتياپالان پر دې باور دي، چې که درملنه یې و نه شي، نو د پنځوس سلنه ناروغانو احتمال شته. له همدې کبله ددې ناروغۍ د نښو د لیدلو پر مهال باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو ستونزه تشخیص او مناسبه درملنه یې ترسره شي.

Related Articles

تاریخ جعلی اشکانی

تاریخ جعلی اشکانی مصطفی عمرزی در سلسله ی جعلیات مجوس، تاریخ اشکانی، خیلی طولانی ست. به اثر تلاش های مغرضانه و بی وقفه، در خلای عُمق تاریخی مجوس، هرچند با تمام نشانه های آشکار میراث فرهنگی، سیاسی و اجتماعی یونانی ها، اما وصله درست کرده اند تا سر آن به   پدیده ی موهوم هخامنشی برسد.  بررسی و بازخوانی تنقیدی تاریخ جعلی اشکانی، به این لحاظ نیز مهم اس...

انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی که شریر؟

لیکنه- ابراهیم شینواری انسان د فطرت له مخې خیرخواه دی، شریر نه دی. خو د خپل مصئوونیت د لاسه ورکولو له امله ویرې سره مخ کیږي او دغه ویره یې انحراف ته مجبوروي او په شریر موجود بدلیږي. همدارنګه هغه غریزې چې فطرتاً د ده په بدن کې د دفاع لپاره دي په تعرضي غریزو بدلیږي او بیا نورو ته ضرر رسوي. په وروستیو پیړیو کې د غربي فیلسوفانو، سیاست پوهانو او ساینس...

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د ګازرو، مڼو او ځينې نورو مېوو اوبه هم ستاسو د سترګو په سلامتيا کې ګټور ثابتېږي. د نظر ستونزه اکثراً ج...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو په څير کېله هم پريمانه کالوري لري چې د وزن د زياتوالي لامل کيږي په هره متوسطه کېله کې ۱۰۵ ګرامه کالو...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...