To start downloading books

Please sign in or create an account.

څو جملې څو کتابه (۵)

څو جملې څو کتابه (۵)

ځينې جملې یوازې یوه جمله نه وي، بلکې د یو کتاب خبرو او تجربو وروستۍ پایله وي. داسې ویناوې انسان ته قوت، فکر او انرژي وربخښي. د "څو جملې څو کتابه" لړۍ د همداسې ویناوو لپاره جوړه شوې وه. د انرژي بخښونکو جملو دا لړۍ په همدې لیکنې پای ته رسېږي. تاسو به په دې لیکنه کې هم د یو ستر انسان له ویناوو ډېرې نوې خبرې زده کړئ. 

د تل په څېر موږ د یو لیکوال او پوه انسان له ویناوو څخه یوه ټولګه چمتو کړې ده، تاسو یوازې هره جمله په سمه توګه لولئ او فکر پرې کوئ. د جملې تحلیل او سمې معنا ته ځان رسوئ. 

دا ځل د نامتو آیرلینډي لیکوال جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" ویناوې لولئ.

 

څو جملې څو کتابه

  • ناسم معلومات له ناپوهۍ ډېر خطرناک دي.
  • د غله او شتمن ترمنځ دا فرق دی، چې غل له شتمن او شتمن له بېوزلو غلا کوي.
  • پیسې لوږه ختموي، خو درد او غم نه شي ختمولای.
  • پاڅون بېوزله طبقې ته ازادي نه ورکوي، بلکې استعمارګران بدلوي.
  • کله چې انسان پړانګ ووژني ورته ښکار وايي، خو کله چې پړانګ انسان ووژني وحشت یې بولي.
  • د انسان طبیعت لټۍ او ټنبلۍ ته ورمات دی، ځکه چې انسان ذاتا لټ او ټنبل موجود دی. که دوه کسه په یوه قضیه کې له بحث پرته پایلې ته ورسېدل، دواړه بې عقلان دي.
  • ډېر نصیحت مه کوه، ځکه جاهل د چا خبره نه مني او عاقل ورته اړتیا نه لري.
  • استعداد یعنې له خپل زور او عقل څخه په یو وخت کې کار اخیستل.
  • څوک چې هيڅکله هیله من نه دی، هېڅکله د ناپوهۍ طرف نه شي لیدلی. 
  • ډېر خلک دعا نه، بلکې سوال کوي.
  • ژوند د ځان موندلو لپاره نه، بلکې د ځان جوړولو لپاره دی. 
  • تل رښتيا وایه، خو هره رښتيا مه وایه.
  • ډېر لږ خلک بېوزلي زغملای شي.

 

تاسو ته د برنارډ شاو کومه وینا ډېره په زړه پورې وه؟

خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

د سټریس (فشار) د کمولو څو بېړنۍ لارې!

لکه څنګه چې موږ ټول پوهېږو په داسې ټولنه کې ژوند کوو، چې د سټریس د زېږېدونکو شرايطو شتون ډېر ممکن دي.  يواځینی کار چې موږ کولای شو دا دی، چې هر څومره زر کيږي بايد د سټریس زېږېدونکو شرايطو سره جدي برخورد وکړو.  لومړی ـ شوخي او خوشالي شوخي د سټریس د کمولو يوه بېړنۍ لاره ده. شوخي او د خندېدلو مزاج له طريقې څخه ګټه اخیستنه په مغزو کې د ګټورو کيماوي مو...

ما وبښه خورې!

  ما وبښه خورې! لنډه کیسه لیکواله: شکېبا نادري     د دروازې کړپ شو، ځوان نارې کړې:  - مورې،  وه مورې! ډوډۍ تیاره ده؟ له مخامخ زاړه ور نه یوه ښایسته پېغله، راووته، ځوان ته یې وکتل: - هو لالا تیاره ده تاته په تمه وم. - ژر یې راوړه چې وږی یم. ډوډۍ تیاره شوه، نجلۍ له ځوان نه پوښتنه وکړه: - لالا ورېندار مې څه وخت راځي؟ ــ تاته یې څه، دوه و...

له زړه تنګون څخه د خلاصي لاره!

لیکنه ـ ریاض مقامزی زړه تنګون او خفګان په ټوله نړۍ کې یو اروايي ستونزه ګرځېدلې. ډېری وګړي د خفګان او زړه تنګون احساس لري. ددې حالت عوامل ډېر دي او په ټولو وګړو کې د یوې وجهې له امله نه وي. نو ځکه خو یې په یوه علت ټينګار ناسمه خبره ده. اقتصادي ستونزې، ټولنیز محدودیتونه، توقعات او ګڼ نور عوامل ددې سبب کېږي، چې په زړه تنګون اخته شو.  په افغانستان کې...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

څنګه کولای شو ښه شخصيت ولرو؟

 په دې لیکنه کې به تاسو هغه لارښوونې ولولئ، چې تاسو ځانګړي کوي او خلک به مو شخصيت ته درناوی لري.   خپل ظاهر ته ارزښت ورکړئ د هرې اړیکې په شروع کې ظاهري شکل خورا اړین فکټور ګڼل کېږي. په هاروارډ پوهنتون کې ترسره شوې څېړنه ښيي، چې انسانان ظاهر ته په کتو په لومړۍ ليدنه کې د مقابل لوري په اړه له ۳ نه تر ۷ ثانيو پورې  قضاوت کوي.  ددې لپاره چې ځانګړي و ا...