څو جملې څو کتابه (۵)

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 18, 2021
4 years ago
3,334 views
څو جملې څو کتابه (۵)

ځينې جملې یوازې یوه جمله نه وي، بلکې د یو کتاب خبرو او تجربو وروستۍ پایله وي. داسې ویناوې انسان ته قوت، فکر او انرژي وربخښي. د "څو جملې څو کتابه" لړۍ د همداسې ویناوو لپاره جوړه شوې وه. د انرژي بخښونکو جملو دا لړۍ په همدې لیکنې پای ته رسېږي. تاسو به په دې لیکنه کې هم د یو ستر انسان له ویناوو ډېرې نوې خبرې زده کړئ. 

د تل په څېر موږ د یو لیکوال او پوه انسان له ویناوو څخه یوه ټولګه چمتو کړې ده، تاسو یوازې هره جمله په سمه توګه لولئ او فکر پرې کوئ. د جملې تحلیل او سمې معنا ته ځان رسوئ. 

دا ځل د نامتو آیرلینډي لیکوال جورج برنارډ شاو "Georg Bernard Shaw" ویناوې لولئ.

 

څو جملې څو کتابه

  • ناسم معلومات له ناپوهۍ ډېر خطرناک دي.
  • د غله او شتمن ترمنځ دا فرق دی، چې غل له شتمن او شتمن له بېوزلو غلا کوي.
  • پیسې لوږه ختموي، خو درد او غم نه شي ختمولای.
  • پاڅون بېوزله طبقې ته ازادي نه ورکوي، بلکې استعمارګران بدلوي.
  • کله چې انسان پړانګ ووژني ورته ښکار وايي، خو کله چې پړانګ انسان ووژني وحشت یې بولي.
  • د انسان طبیعت لټۍ او ټنبلۍ ته ورمات دی، ځکه چې انسان ذاتا لټ او ټنبل موجود دی. که دوه کسه په یوه قضیه کې له بحث پرته پایلې ته ورسېدل، دواړه بې عقلان دي.
  • ډېر نصیحت مه کوه، ځکه جاهل د چا خبره نه مني او عاقل ورته اړتیا نه لري.
  • استعداد یعنې له خپل زور او عقل څخه په یو وخت کې کار اخیستل.
  • څوک چې هيڅکله هیله من نه دی، هېڅکله د ناپوهۍ طرف نه شي لیدلی. 
  • ډېر خلک دعا نه، بلکې سوال کوي.
  • ژوند د ځان موندلو لپاره نه، بلکې د ځان جوړولو لپاره دی. 
  • تل رښتيا وایه، خو هره رښتيا مه وایه.
  • ډېر لږ خلک بېوزلي زغملای شي.

 

تاسو ته د برنارډ شاو کومه وینا ډېره په زړه پورې وه؟

خپل نظر مو په کمینټ کې پرېږدئ.

Related Articles

Jan 17, 2022
2,221 views

بریالي انسانان دا ځانګړنې لري

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که د بریا او ناکامۍ هر اړخیزه مطالعه وشي دې پایلې ته رسېږو، چې ځينې عادتونه ددې سبب کېږي چې بعضي خلک تر نورو مخکې شي، ځانته ښه ژوند برابر کړي او خپلو موخو ته ورسېږي. شاید تاسو فکر وکړئ، چې دا خو ډېر کوچني/عادي کارونه دي؛ خو په...

Jul 07, 2022
1,832 views

ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟

ولې د توکو قیمتونه لوړ دي؟عبدالوافي نایبزی  ډېری ملگري رانه پوښتنه کوي، چې ته وايي اقتصادي حالت په ښه کېدو دی، او افغانۍ هم ارزښت پيدا کوي، نو بیا ولې د توکو قیمتونه نه راټېټېږي، قیمتي خو ورځ تر بلې ډېره ده، زه فکر کوم:  لومړی، دلته تل اصنافو (له خ...

Mar 13, 2021
3,569 views

د لوبیا روغتيايي ګټې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی لوبیا هغه پخلی چې تقریبا ټول خلک یې خوښوي. د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې په مختلفو او خوندورو شکلونو چمتو کېږي. موږ په دې لیکنه کې د لوبیا پر ګټو غږېږو.  لوبیا  د لوبیا ټول ډولونه معمولا په وړو بوټو کې د کپسول په څېر يوه پوخ کې وده...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...