که په خوب کې ستونزه لرئ دا (۶) ډوله خواړه مه خورئ!

K
Ketabton
Author
Jul 29, 2020
5 years ago
4,812 views
که په خوب کې ستونزه لرئ دا (۶) ډوله خواړه مه خورئ!

راځئ چې هغه خواړه وپیژنو کوم چې خوړل یې د شپې په ناوخته کې ستاسو د خوب د خرابوالي او یا هم د بې خوبۍ لامل کېږي.

د ارینا د راپور له مخې ډیری فکتورونه ستاسو د خوب په کیفیت اغیزه کوي، د احساساتي تکلیف څخه تر فزیکي ناروغیو پورې لکه شکر، د پښتورګو ناروغۍ یا د زړه سوځیدنه. موږ ټول پوهیږو چې له خوب څخه وړاندې د کافین مصرف د خلکو لپاره ناورین دی، نو هغه څوک چې ښه خوب نه لري له خوب وړاندې دې کافي یا چای نه څښکئ.

هغه خواړه چې موږ د خوب دمخه خورو زموږ د خوب په کیفیت ځانګړی اغیزه لري ، د روغ او راحته خوب درلودلو لپاره متوازن رژیم خورا مهم دی ځینې صحي خواړه او ځینې غیر صحي خواړه ستاسو د بې خوبۍ لامل کیدی شي چې دلته یې تاسو ته درښایو.

مساله لرونکي خواړه

د ویده کیدو دمخه مساله لرونکي خواړه مه خورئ ، ځکه چې دا خواړه کولی شي د معدې د ناراحتۍ او د زړه سوځیدنې لامل شي. د زړه سوځیدنه د خوب پر مهال نور هم ډیریږي ځکه چې معدې تیزاب په مرۍ کې را ټولېږي. په هرصورت ، ځینې مطالعات شتون لري چې ښیې د بستر دمخه ترخه خواړه کولی شي په خوب کې د کابوس لیدلو لامل شي. د شپې پرمهال ویښیدل د شپې په اوږدو کې د خوب څخه ډیر راویښیدل آرام له مینځه وړي او د منفي احساساتو لامل کیږي.

ژر تیاریدونکی خواړه ( فاسټ فوډ)

ژر تیاریدونکی خواړه ( فاسټ فوډ) په ډیرو غوړو کې پخيږي چې د بدن لپاره يې هضمول ګران وي او ډیری وختونه د زړه سوځیدنې لامل کیدی شي. څومره چې ستاسو خواړو کې ډیر غوړ وي معدې  هغومره ډېر تیزاب تولیدوي. په ښکاره ډول ، دا حالت په خوب هم اغېزه کوي. پدې حالت کې ، هڅه وکړئ د خپل بدن په کین  اړخ استراحت وکړئ ترڅو ستاسو مرۍ اسید کم کړي.

خواږه شیریني باب

د ویده کیدو دمخه د چاکلیټ او ورته خوږو له خوړلو ډډه وکړئ ځکه چې پدې کې کافین او بوره شامل دي. چاکلیټ د توبرومین په نوم یو مرکب لري ، چې د زړه زربان لوړه وي او ممکن د بې خوبۍ لامل شي.

سیتروس ( لیمویي میوي )

د میوې خوړل عموما صحي انتخاب دی ، او ډاکټران هم وړاندیز کوي چې تاسو د هرو خواړو وروسته میوه وخورئ. مګر د ليمويي ميوو خورا تيزابي خاصیت کولی شي د زړه سوځیدنې یا د معدې د تیزاب لامل شي. لیمویي میوې په زياته اندازه خواږه او بدن ته ډيره انرژي ورکوي. د شپې له خوا اینځر، مميز، انګور، مڼه، کیوی او پپایا خوړل د ليمويي ميوو له خوړو څخه غوره دي.

بروکلي (ګلپي)

بروکولي ( ګلپې ) یو صحي خواړه دي چې ستاسو په رژیم کې شامل شي. په هرصورت ، بروکولي ډیر فایبر لري چې کولی شي هضم کولو کې ډیر وخت ونیسي. ټول کریسیفورس سبزیجات د معدې د هضم کیدو په وخت کې بدنام دي. د شپې له خوا د ګلپي خوړل هم په خوب منفي اغیزه کولای شي.

غوښه

غوښه په ځانګړي توګه سره غوښه ، په پروټین او غوړ کې لوړه وي. نو د هضم کولو لپاره ډیر وخت نیسي او دا کولی شي تاسو ویښ وساتي. د ماښام ډوډۍ لپاره د غوښې خوړل ستونزه نلري مګر غوره به وي چې وروسته له هغه څه ونه خورئ او د شپې له خوا د غوښې خوراک یو څه کم کړئ او یا هم د شپې په وخت کې کم غوړه غوښې لکه د چرګ سینه یا د سبزیجاتو پروتین لکه پالک او یا هم له ماستو څخه ګته واخلئ.

Related Articles

Apr 07, 2022
1,896 views

په روژه کې څه وکړو چې روغ او تکړه پاتې شو؟

روژه راورسېدله. د اسلام درېيمه بنا او سپېڅلې میاشت چې د نړۍ مسلمانان ورته هر کال په همدغو شپو ورځو کې سترګې په لار وي. ډېر خلک نه پوهېږي، څه وکړي چې په دې میاشت کې خپل بدن او ذهن روغ وساتي. په دې لیکنه کې ځينې لارښوونې شته چې څوک څنګه په روژه کې سم خ...

Nov 23, 2023
982 views

سی خصیصه مرد باناموس و باوقار || Thirty characteristics of an honest and dignified man

سی خصیصه‌‏ی مرد باناموس و باوقار نویسنده: محمدمصطفی محمدیار || Mohammad Mustafa Muhammadyar این خوب است که در مورد زنان، امروزه محتوای قریب به اتفاق نوشته‏ها، سخنرانی‏ها و دروس را حقوق زن تشکیل می‏دهد و هزینه‏های مالی و زمانی هنگفت را صَرف آن میکنن...

Jun 07, 2022
1,855 views

پنځه تباه کوونکي عادتونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی که دا عادتونه لرئ، همدا نن ترې لاس واخلئ؛ که نه ډېرې بدې پایلې به وګورئ.   • خلک به څه ووایي؟ که تاسو هم تل خپل پلانونه له دې امله نه عملي کوئ، چې خلک به څه ووایي؛ نو ډېر ژر به له ناکامیو سره مخ شئ. موږ ته د ژوند کولو یو چانس...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...