کریس الیکسانډر وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 12, 2021
4 years ago
2,235 views
کریس الیکسانډر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په وروستيو میاشتو کې د افغانستان د جګړې له تودېدو سره سم، نړېوالو مطرحو اشخاصو د پاکستان له څېرې پرده پورته کړه او دغه هېواد یې د وسله والو طالبانو او نړېوالې ترهګرۍ د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه معرفي کړ. یو له دغو اشخاصو څخه په افغانستان کې د کاناډا پخوانی سفیر "کریس الیکسانډر" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

کیسه له کومه ځايه پیل شوه؟

که څه هم "کریس الیکسانډر" له پخوا د پاکستان ضد ټويټونه کول او یاد هېواد یې د ترهګرۍ ملاتړ باله؛ خو کله چې په افغانستان کې د جګړې له شدت سره سم، وطنپالو افغانانو د "الله اکبر" نارې په پورته کولو د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړ. له دې سره سم "کریس الیکسانډر" هم دا ناره بدرګه کړه. ورپسې یې د "پاکستان تحریم کړئ" (#SanctionPakistan) هشټګ پیل کړ، چې د ګڼو افغانانو له خوا یې ملاتړ وشو او نوموړي په دې توګه د افغانانو په منځ کې لا ډېر محبوبیت پیدا کړ.

 

پیدايښت 

"کریس الیکسانډر" د "۱۹۶۸" زیږدیز (میلادي) کال د سيپتمبر په نهمه نېټه د کاناډا په ټورنټو ښار کې وزېږېد. نوموړی د خپل مور او پلار یواځینی اولاد دی. مور یې د فیزیک ښوونکې ده او پلار یې بیا مدافع وکیل پاتې شوی. د خپل مور او پلار په اړه وايي: "د نړۍ په اړه یې ښې نظریې او قوي ارزښتونه راکړل او هم یې ژوره هېوادنۍ مینه را وښودله."

نوموړی په ټورنټو ښار کې لوی شوی دی؛ د خپلو نیاګانو، نیکونو او خپلوانو د لیدلو لپاره یې کله ناکله نورو سیمو ته هم سفر کاوه.

 

زده کړې 

د ښوونځي له پیله تر "دیارلسم" ټولګي پورې یې زده کړې د اوریول پارک (Oriole Park Public School) په دولتي ښوونځي او د "University of Toronto Schools" کې ترسره کړي دي. نوموړي به د نصاب له درسونو ورهاخوا په مناظرو، ورزشي برنامو، موسیقۍ، تیاتر او د زده کوونکو د بدلون برنامو او د ملل متحد په تمثیلي پروګرامونو کې هم ګډون کاوه. هغه پر دې باور دی، چې همدې اضافي پروګرامونو د نوموړي سترګې لا ډېرې پرانیستلې او نړۍ لید یې پراخ شو.

خپله لومړنۍ دنده یې له نیکه سره په دیارلس کلنۍ کې پیل کړه. نوموړي د انځورګر، قاصد* (*د پوسته خانو د توکو لېږدوونکی) او د بیا رغونې د پروژې مشر په توګه دندې ترسره کړي دي. د همدې دندو په برکت یې وکولای شول له "McGill" پوهنتون څخه د تاریخ او حقوقو په برخه کې د لیسانس او له (Balliol College at Oxford University) څخه د فلسفې او اقتصاد په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړي.

 

دندې 

کریس الیکسانډر د "۱۹۹۱" زیږديز کال په آګسټ کې د کاناډا د بهرنيو چارو وزارت، د باندنینیو خدماتو د افسر په توګه دنده پیل کړه.

نږدې شپږ کاله په مسکو کې د کاناډا سفارت ډيپلوماټ و. نوموړی د روسیې په اړه وايي: "ما په دیموکراسۍ او اقتصادي مارکېټ کې د روسیې تجربه ولیده."

ورپسې په "۲۰۰۳" زیږديز کال کې د افغانستان لپاره د کاناډا استازی (سفیر) وټاکل شو. د افغانستان په اړه وايي: "میلیونونه کډوال راستنېدل، ښوونځي پرانستل کېدل او لومړنۍ بشپړه دیموکراتیکه ټولټاکنه په "۲۰۰۴ز" کال کې ترسره شوه. په ورته وخت کې طالبان او ملګري یې له پولي ورهاخوا د پاکستان د کويټې په څېر ښارونو کې بېرته یو ځای کېدل."

ورپسې یې له "۲۰۰۵ز" کال څخه تر "۲۰۰۹ز" پورې د افغانستان لپاره د نړېوالې ټولنې د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه.

 

د الیکسانډر خپله کورنۍ

نومودي د "۲۰۰۸ز" کال د جون په یوویشتمه نېټه له "Hedvig" سره واده وکړ؛ مېرمنې یې هم د ډنمارک د پوځ په چوکاټ کې د افغانستان په ماموریت کې برخه اخیستې ده. هغه د خپل واده مراسم نه هېرېدونکي بولي او وايي، له کاناډا، ډنمارک، افغانستان او ګڼو نورو هېوادونو څخه یې خپلوان او ملګري ورغلي وو.

الیکسانډر دوه لوڼې لري؛ لومړنۍ یې په "۲۰۰۹ز" کال کې زېږېدلې، چې سلما "Selma" نومېږي. بله لور یې "Elisabeth" ده، چې په "۲۰۱۱ز" کال کې زېږېدلې ده. 

هېره دې نه وي، چې کریس الیکسانډر په کابل کې د خپل شپږ کلن ماموریت په اړه یو کتاب هم لیکلی دی. یاد کتاب "The Long Way Back" نومېږي.

نوموړی اوس هم پخپل هېواد کې پر سیاسي فعالیتونو بوخت دی او د محافظه کار ګوند غړیتوب لري.

Related Articles

Nov 03, 2020
1,874 views

ناکامی

ناکامی (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی بُن بست های ایجاد شده یا عمدی، بالاخره افغان ها را بر سر چهار راه دیگری قرار داده اند که حق شان نبود. امید ها در نزدیکی های دو دهه، اما از نفس افتیده اند. در جریان تنقید سیاسی، اجتماعی و فرهنگی حکومت های پسا...

Jun 01, 2021
1,450 views

کدام حنفیت؟

کدام حنفیت؟ عزیز احمد حنیف فقه حنفی با وجود غنای عقلانی‌ای که در میدان‌های مختلف فقهی به‌شمول سیاست، اقتصاد و مدنیت در قرن‌های نخست داشته است، اما در سه قرن اخیر، به‌ویژه پس از تأسیس دارالعلوم دیوبند تا حال در بُعد سیاست و رهبری، هیچ دست‌آورد و تول...

Jul 05, 2021
2,641 views

آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

لیکنه: لیمه دلیل ذهني آرامي او د ذهن کنټرول آیا تاسو هم له ډیرو فکرونو ځوریږئ؟ آیا ذهن مو خپل کنټرول کې دی؟ که ژوند کې بریا غواړئ، نو له ذهن نه مو باید په غوره شکل استفاده وکړﺉ او دا هغه وخت شونې ده چه ذهن مو راټول وي او خپل افکار مو کنټرول ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,764 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,050 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...