جنګي جرمونه کوم دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 16, 2021
4 years ago
2,630 views
جنګي جرمونه کوم دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په کوم هېواد کې چې جنګ وي، هلته خلک حتما د جنګ له بېلابېلو اصطلاحاتو سره مخ کېږي. په هېواد کې د جګړې له شدت سره نړېوالې ټولنې د جنګي جرمونو د ترسره کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دوی به د جګړې د خواوو له لورې د ترسره شوو اعمالو څېړنه کوي. اوس پوښتنه دا ده، چې جنګي جرمونه څه ته ویل کېږي؟

په دې لیکنه کې به مو همدا پوښتنه ځواب شي. 

 

لنډه تاریخچه

د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل لوی او واړه جنګونه ترسره شوي دي. همدارنګه هر چا تر خپلې وسې ظلم او جنګي جرمونه ترسره کول. له دې سره ـ سره په ځينو سیمو کې به د جنګ ځانګړي اصول او مقررات هم موجود وو. ترې سړی غړاوی به لوی شرم او جرم ګڼل کېده. 

د جنګي جرمونو اوسنۍ اصطلاح (War Crimes) په "۱۹۴۵ز" کې د "London Charter of the International Military Tribunal" په نظامي محکمه کې رامنځته شوه. همدارنګه د سولې او بشریت پر وړاندې جنایات هم تعریف او وپېژندل شول. البته دا باید هېر نه کړو، چې د جنګ پر اصولو او جنګي جرمونو تر دې وړاندې هم بحثونه او مناظرې شوې وې.

 

جنګي جرمونه څه ته وايي؟ 

موږ او تاسو په یوه خاورینه سیاره کې ژوند کوو، چېرته چې انسان ورو ـ ورو د تمدن پر لورې ګامونه واخیستل. خپلې سیمې یې پراخې کړې او د خپل بد عادت (حرص) له امله یې پر خپلو شتمنیو قناعت و نه شو او پر نورو خلکو یې حملې پیل کړې. دې چارې جنګ ته لاره هواره کړه. 

مګر په دې نړۍ کې د ژوند، مینې، جنګ او بل هر عمل لپاره خپل اصول او مقررات وټاکل شول او موجود دي. له همدې اصولو او منل شوو مقرراتو څخه سرغړاوی جرم بلل کېږي. جنګ هم په نړېواله سطحه خپل اصول لري او ترې سرغړونه جرم بلل کېږي. باید یادونه وکړو، چې په انګلېسي کې یې "War Crimes" بولي.

 

د جنګي جرمونو عمده ډولونه:

  • ـ د تسلیم شوو ځواکونو وژل
  • ـ د ماشومانو وژل 
  • ـ له بندیانو سره بد چلند
  • ـ د اقلیتونو ټولوژنه
  • ـ قصدي قتل  
  • ـ شکنجه
  • ـ غیر انساني سلوک
  • ـ نورو ته قصدا د درد ورکوونکو سزاوو ټاکل
  • ـ پر غیر نظامي کارکوونکو برید
  • ـ په عامو وګړو بریدونه کول/ ځانمرګي حملې
  • ـ په زوره له یوې سیمې د غیر نظامي وګړو ویستل/ بل ځای ته وړل 
  • ـ له منع شوو وسلو کار اخیستل (شیمیايي، باکتریالوژيک او اور بلوونکي وسلې)
  • ـ د بل چا له نښو، سیمبولونو او علایمو د خپل ځان په نفع ګټه اخیستل (چل او دوکه)
  • ـ د عامه او شخصي شتمنيو لوټل

نو که کومه جنګي ډله پر پورتنیو کړنو تورنه شي او بیا پرې ثابت شي، نړېوالې محکمې دا قضيې څېړي او د نړېوالو اصولو سره سم پرېکړې کوي.

Related Articles

Nov 05, 2023
1,579 views

د پلستر مشخصات

د پلستر مشخصات (Specification of plastering)پلستر د ودانې اونورو ساختماني کارونو یوه مهمه برخه ده او د ودانې په ښکلا کې مهم رول لوبوي، نو کله چې یو څوک له کوم قراردادکوونکي سره د پلستر کولو تړون کوي نواړینه بلل کیږي د هغې لپاره یو شمیر مشخصات او ځانک...

Sep 15, 2021
2,871 views

د زیتون بانو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په پښتني ټولنه کې چې د ښځو پر وړاندې ګڼ شمېر ننګونې موجودې دي، د یوې مېرمنې دومره شهرت یوازې او یوازې د ډېر زحمت او جرأت پایله کېدای شي. آغلې بانو د خپل ژوند په اوږدو کې ګڼ شمېر داستاني آثار وپنځول او د یوې لوستې پښتنې مېرمنې په...

Jan 22, 2022
2,226 views

د باچا خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   پرون د خان عبدالغفار خان د مړینې څلوردېرشتم تلین و. موږ او تاسو ټول پښتانه/افغانان باید دا نومیالی او منلی شخصیت وپېژنو او د باچاخان له هڅو، فکر او مبارزې څخه یو څه زده کړو. پدې لیکنه کې هڅه شوې ده، چې نوموړی تر یوه بریده در وپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,646 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,967 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...