نړیوال سیاسي اسناد(اخلاقي او نزاکتي موفقتنامې) څه دي؟

i
imranghani
Author
Sep 07, 2021
4 years ago
1,982 views
نړیوال سیاسي اسناد(اخلاقي او نزاکتي موفقتنامې) څه دي؟

نړيوال سياسي اسناد ( اخلاقي او نزاکتي موافقتنامې ) Gentlemen’s Agreements

سياسي اسناد د حقوقي اسنادو برعکس ذيدخله لوريو ته حقوق او وجايب نه راجع کوي او اړونده لوري يې په تطبيق مکلف نه ګڼل کېږي بلکې دغه اسناد يوازې اخلاقي او نزاکتي جنبه لري يعنې د اخلاقي او نزاکتي حيثه اړونده لورې دغو موافقتنامو ته احترام کوي.

د نړيوالو سياسي اسنادو له طريقه دولتونه او نړيوال سازمانونه يوازې خپل سياسي خط مشې، دريځ او نظر څرګندوي. مثلاً په ۱۹۴۱ م کال کې د اګست په څلوارلسمه نېټه د انګلستان د صدراعظم چرچيل او د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر روزويلټ له خوا د اتلانتيک منشور  د دواړو دولتونو د ملي سياستونو په برخه کې د مشترکو اصولو د رامنځ ته کيدو په منظور لاسليک شو.

د اخلاقي او نزاکتي موافقتنامو په اجراء کې د ذيدخله اړخونه حسن نيت يو اساسي اصل ګڼل کېږي يعنې که چېرته د دغو موافقتنامو څخه يو اړخ سرغړونه وکړي او د دې سرغړونې په نتيجه کې نورو لوريو ته زيان يا صدمه ورسېږي، نو زيانمن شوي لوري کولای شي د عمل باالمثل يا غچ اخيستنې له طريقه سياسي غبرګون ښکاره کړي.

د سياسي اسنادو لپاره معمولاً لاندې عناوين کارول کېږي.

۱. اعلاميه  Declaration

هغه سند دی چې يو يا څو دولتونه يې د يوې ځانګړې موضوع په هکله د خپل سياست د څرګندولو او يا د يو خاص حالت د توضيح کولو او يا د مخالفينو د څرګندونو د حنثی کولو لپاره صادروي، يو اړخېزه اعلاميه د يو دولت او څو اړخيزه ( مشترکه) يا ګډه بيانه د څو دولتونو له خوا صادريږي.

ابلاغيې، اطلاعيې او بيانيې هم د اعلاميو په څېر حيثيت او اعتبار لري.

 

۲. د مذاکراتو لنډيز Minutes (Process verbal) :

هغه سياسي سند دی چې د مذاکراتو د تنظيم او ترتيب لپاره صادريږي. چې معمولاً د مذاکراتو اړتيا او دلايل، د مذاکراتو موضوع، ځای، وخت او د مذاکره کوونکو نومونه په بر کې نيسي. 

د مذاکراتو لنډيز دوه شکلونه لري: صورتجلسه او صورتمجلس.

صورتجلسه د مذاکراتو د پيل وړاندې تنظيمېږي او کوم مسايل چې د مذاکراتو لپاره لازم او مهم دي پکې ليکل کېږي او مسول شخص يې هم په ګوته کېږي، ولې صورتمجلس د مذاکراتو په پاې کې تنظيمېږي ( په صورتمجلس کې د مذاکراتو پايله او تر سره شوې چارې ليکل کېږي ).

صورتجلسه او صورتمجلس د 5W-H د فرمول له مخې ترتيبېږي، يعنې په دغه دوه سندونو کې لاندې پنځه پوښتنې بايد ځواب او توضيح شوې وي:

د مذاکراتو موضوع What؛

د مذاکراتو اړتيا او دلايل Why؛

د مذاکراتو ځای Where؛

د مذاکراتو وخت When؛

د مذاکره کوونکو نومونه Who.

۳. د تفاهم يادښت يا اجرائيوي موافقې)  ( Memorandum of Understanding

 هغه سياسي سند دی چې د دوو يا څو هيوادونو اجرائيوي مقامات يې په اقتصادي، تجارتي، کلتوري، فني او داسې نورو  برخو کې د همکاريو د پراختيا په منظور ورڅخه ګټه اخلي، د تفاهم يادښت د راتلوونکو مذاکراتو او حقوقي تعهداتو لپاره يوازې زمينه سازي کوي، او کومه حقوقي او الزامي جنبه نه لري.

د تفاهم د يادښت پورتنی شکل غېر رسمي جنبه لري ځکه مهر او لاسليک کېږي نه، او د دې سند له طريقه يوازې د يوې ځانګړې سياسي موضوع څخه مقابل لورې ته خبر ورکول کېږي چې د متذکره موضوع په تړاو د استوونکي دولت دريځ پکې توضيح شوی وي؛ همدارنګه يو دولت کولای شي د معلوماتو او اطلاعاتو د تر لاسه کولو لپاره هم له دې سند څخه استفاده وکړي امکان لري د تفاهم يادښت په مذاکراتي جلسو کې مقابل لوري ته وسپارل شي.

۴. رسمي يادښت ( Note Official )

هغه سياسي سند دی چې د هغې له طريقه يو دولت د بل دولت د يوې ځانګړې موضوع په تړاو د خپل رسمي دريځ د څرګندولو لپاره ورڅخه استفاده کوي او مهر او لاس ليک شوی وي نو ځکه د رسمي سند حيثيت لري.

۵. قطعنامه ( Resolution )

هغه متن ته ويل کېږي چې د ملاقاتونو، بحثونو، غونډو،کنفراسونو او کنګرو وروسته صادرېږي په دې ډول چې د اجراء کوونکو ارکانو لپاره يوه مشخصه خط مشې ټاکي او يا دا چې د ذکر شوو مجمعو اصولي موقعيت د مورد بحث موضوع په تړاو تعينوي، يا په بل عبارت قطعنامه هغه نتيجه ده چې د مشورتي غونډې او جلسې په پاې کې توليد او په ليکلي ډول صادر شي، په نړيوالو حقوقو کې قطعنامې معمولاً د ملګرو ملتونو له خوا صادرېږي چې بالعموم اخلاقي او نزاکتي جنبه لري. 

۶. توصيه نامه Recommendation))

 په فرانسوي ژبه کې هغه تصميم ته ويل کېږي چې الزامي قدرت ونه لري او د يو اړخېزې ارادې ښکارندوي کوي او په انګليسي ژبه کې د قبول په منظور دعوت او امر کولو ته ويل کېږي. توصيه نامې د واحد حقوقي ارزښت څخه برخمنې نه دي مثلاً د عمومي اسمبلې توصيه نامې الزامي جنبه نه لري خو د امنيت شوری توصيه نامې بيا الزامي جنبه لري.

 

Related Articles

Jan 09, 2023
1,337 views

نقش خانواده در تربیت کودک || Role of the family in raising child

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar مقدمهکودکان یا همان انسان‏های کوچک که گویا چهره محسوس و مرئی از فرشته‏های معصوم آسمانی استند که خداوند ایشان را درین زمین، که دیگر نشانه‏ی...

Nov 03, 2021
5,092 views

د اسفرزه (سپغولو) روغتيايي ګټې

 ژباړه ـ وړانګه اکبر  سپغول د پلانټاګو د کورنۍ بوټي د سریښناکې مادې د تولید لپاره کارول کېږي. سپېغول (psyllium) ډېری وخت د قبضیت او منځنۍ کچې اسهال لپاره د غذایي فایبر په حیث استعمالېږي او کله کله د ډکو بولو د کلکولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. د p...

Dec 17, 2021
4,215 views

په ماشومانو/کشرانو کې د جرأت روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   په افغانستان کې اکثره ماشومان له بې جرأتۍ ځورېږي. دوی د نورو په مخ کې له خبرو، ډوډۍ خوړلو، کار کولو او خپل احساس/نظر بیانولو څخه وېره لري. شاید فکر وکړئ، چې دا چاره طبیعي ده؛ خو داسې نه ده. اصلا له ماشومانو سره د کورنیو د مشران...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,383 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,321 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,537 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...