د ګټورې مطالعې لارې چارې

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 09, 2021
4 years ago
3,539 views
د ګټورې مطالعې لارې چارې

مطالعه کتنې او لوستلو ته وایي. د یو شي, یو کار, یو شخص او یوه ځای د وضعیت د څرنګوالي کتنه, د کتاب, چاپی یا ناچاپه اثارو لوستلو ته مطالعه وایي. 

کله چې د یوه شي په اړه سوچ کېږي , په غور او ځیر ورته کتل کېږي, د هغه د اصلي محتوا او پیغام په اړه تفکر ته هم مطالعه وایي؛ مثلا:  پلانی مې ښه مطالعه کړی, خورا بد خویه دی . یا پلانی کتاب مې ولوست , ډېر خوندور وو….

دلته غواړو د اغېزناکې مطالعې په اړه څو ټکو ته  ( اشاره) وکړو ؛ څو مطالعه مو دقیقه  مؤثره او پر ځای وي.

 

  1.    /   د کتاب ټاکل:

هڅه وکړئ د مطالعې د پاره داسې کتاب انتخاب کړئ چې لوستل یې ګتور وي. سره له دې چې د کتاب د پوښ له مخې یې پر محتوا پرېکړه نه کېږي ؛ خو سرلیک یې څه نا څه پیغام لېږدوي. کله مو چې کتاب اخیستی لومړی یې ښه واړوئ راواړوئ چې په مطالعه ارزي که نه.

 

 2  / د بل چا په سپارښتنه کتاب مه اخلئ!

کله مو چې کوم ملګري درته وویل چې پلانی کتاب اخلم, پیسې راکړه درته رایې وړم, دا کار مه کوئ ؛ ځکه ذوقونه مختلف وي, د چا به سیاسي کتاب خوښ وي. دچابه اقتصادي. دچابه فرهنګي. دچا به د ناولونو, د چا مینه ییزکتابونه خوښ وي

 

3  / مناسب چاپیریال:

د مطالعې د پاره د مناسب چاپېریال موندل اړین دي . مطالعه مو چې کوله داسې ځای کې مه کښينئ:  چې غامغال وي پکښې, ګڼه ګوڼه وي, یا هم کوټه تیت و پرک وي ؛ ځکه چې د کوټې تیتوالی ستاسو پام ځان ته اړوي, که لږ سلیقه اوزوق  هم ولرئ ؛ نو زړه مو ورته تنګېږي, مجبوره  پاکولو ته پیل وکړئ او مطالعه نیمه پاتې شي . ښه ده چې شاوخوا منظمه شي بیا مطالعه پیل کړئ.

بل دا چې که د یخنۍ موسم و ؛ نو هڅه وکړئ توده خونه کې کښنئ یا هم تودې جامې او نور د اغوستو شیان برابر کړئ , څو د مطالعې پر وخت مو یخ ونه رېږدوي.

 

4. / که مینه کې مات شوي یاست:

که چېرې په مینه کې ناکام شوي یاست, هڅه وکړئ د مینه ییزو کتابونو ( ناولونو,  لنډو کیسو …) خواته ورنه شئ !

هغه کتابونه مه لولئ چې محتوا یې پر مینه راڅرخي ؛ ځکه په یو ډول نه په یو ډول ستاسو خپله کیسه دریادوي او رواني ستونزې درته جوړوي.

 

5.   / هغه کتاب ولولئ چې د ژوند درسونه پکښې وي:

هڅه وکړئ چې د ژوند جوړولو او ذهني نارامۍ د له مینځه وړلو د پاره داسې کتابونه رانيسی چې د ژوند د بدلانه, مثبت فکر,  اروایي ارامۍ په اړه لیکل شوي وي ؛ کچېرې ذهین هم یاست ؛ خو تجربې اختلافي وي او باید سره شریکې شي.

 

6.  / په لوږه او تنده مطالعه مه کوئ!

مطالعه په داسې وخت کې وکړئ چې اشتها مو نه وه ( ماړه وئ) , یا هم د ناڅاپي لوږې بندوبست وکړئ ؛ همداسې د تندې غمه هم وخورئ. که روغ رمټ یاست د مطالعې پر وخت له خوراک څښاکه ډډه وکړئ, که د معدې ناروغي لرئ ؛ نو ښه ده چې پورتنۍ خبرې عملي کړئ.

 

7.  / فکر او ذهن مو راغونډ کړئ!

د مطالعې پر وخت باید ذهناً او فکراً په کتاب کې وئ ؛ ځکه تیت و پرک فکر مو سردرد کوي او مطالعه هم اغېزناکه نه وي. ټول تمرکز پر هغه څه وکړئ چې لولئ یې.

 

8.   / سندرې مه اورئ!

مطالعه مو چې کوله ګوشکي ایسته کړئ, سندرې مه اورئ ؛ ځینې کسان شته چې هم مطالعه کوي هم اوږې  ښوروي. هم سرښوروي داسې مطالعه هېڅ اغېز نه پرېباسي.

 

9.  / تلویزیون باید ګول وي :

مطالعه مو چې کوله یا تلویزیون بند کړئ یا هم داسې خونه کې مطالعه وکړئ چې هلته تلویزیون نه وي. که سترګې مو تلویزیون ته نیولې وي او لاس کې مو کتاب وي, وخت مو ضایع کېږي.

 

10.  / د مطالعې په پار د مناسب وخت ټاکل:

د مطالعې د پاره باید وخت ځانګړئ شي. کولای شئ د شپې ناوخته یا سهار وختي مطالعه وکړئ ؛ ځکه دې دوو وختونو کې حافظه اپډېټ ( تازه)  وي او مالومات ژر اخیستی شي.

 

11  / مینه ییز داستانونه د شپې ناوخته مه لولئ!

د شپې ناوخته د مطلق سکون او ارامتیا وخت وي ؛ نو که تاسو مینه ییز داستان ولولئ, احساسات مو ژر راپارېږي, کېدی شي د غمجنې پېښې په لوستو خواشیني شئ او خپګان د اروایي تعادل د ګډوډۍ لامل ګرځي.

 

12.  / اونۍ کې حتماً یو کتاب لولئ

له هرې مطالعې وروسته یوه نوې تجربه کسب کېږي  , نوې خبره زده کېږي او راتلونکي لپاره ښه پلانونه جوړېدی شي. هره اونۍ کې د یوه کتاب په لوستو سره مو د پوهې کچه ډېرېږي.

 

13.  / مطالعه او اړیکې:

مطالعه او اړیکې یو ځای پر مخ بوځئ . ځینې کسان دومره په مطالعه کې ورک وي چې کله سر راپورته کړي ځان یوازې ویني . هم مطالعه کوئ , هم اړیکې وپالئ ؛ ځکه ډېره مطالعه او لږ اړیکې ښه نه وي . ورو ورو مو د ګووښه توب خواته بیایي.  داسې نه چې څو ورځې وروسته یو ملګری ووینئ, د ستړي مشي  پار ه مازې لاس وښوروئ او بېرته پر کتاب سرکښته کړی.

 

14.  / مثبت اخذ :

کله مو چې مطالعه کوله, یوازې د ذوق خړوبولو د پاره یې مه کوئ. تر هرې مطالعې وروسته حد اقل دوې دقیقې غور وکړئ چې څه مې ولوستل, ولې مې ولوستل او څه مې زده کړل.

 

15.  / یاداښت واخلئ!

که مو سافټ مواد لوستل, اړین ټکي ترې ولیکئ ؛ که مو چاپي یا هارډ اثر لوسته , تر مهمو پېښو یا خبرو لاندې کرښه وباسئ. چې پکار مو شول, سرګردانه به نه وئ, مستقیم به یاداښتونو ته مراجعه وکړئ.

حافظ احمد «نعماني»

Related Articles

Apr 03, 2021
7,762 views

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

ليکنه: عزيزالله مبارز رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې...

Apr 13, 2022
1,691 views

شهباز شریف څوک دی؟

۷۰ کلن میا محمد شهباز شریف د پاکستان له قامي جرګې د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان درویشتم لومړی وزیر وټاکل شو. په دې ليکنه کې د نوموړي سیاسي فعالیتونو ته لنډه کتنه شوې ده.  میا محمد شهباز شریف د پاکستان له یوې خورا بانفوذه سیاسي کورنۍ سره تړ...

Jan 22, 2024
2,261 views

سنګ کاری Stone Masonry

سنګ کاري Stone Masonry, Rock Masonry : سنګ کاري هم دساختماني کارونو له جملې څخه دی او برآورد يې په مترمکعب سره ترسره کيږي ، د سنګ کارۍ دحجم 30-35 فيصدو پورې مصالحه Mortar (1:6) په نظر کې نيول کيږي.په جلال اباد او شاوخواسيمو کې دسنګ کارۍ لپاره دکامې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,664 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,126 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,979 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...