To start downloading books

Please sign in or create an account.

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

رحمان بابا ته منسوب الحاقي شعرونه

ليکنه: عزيزالله مبارز

رحمان بابا د خپل محبوبيت له مخې په پښتنو کې ډېر مشهور دی او شاعري يې د خلکو په خولو لکه د لنډۍ هسې جاري ده. د خلکو په خولو کې د رحمان بابا ځينې شعرونه او بيتونه مغالطه شوي دي، ځينې کلمې يې هم بدلې شوي دي او ځينې داسې بيتونه چې د حسن مقطع په ډول د رحمان بابا نوم هم پۀکې راوړل شوی، حتی په دېوانونو کې تکرار شوي او په رحمان بابا پسې تړل شوي دي، د بېلګې په ډول:

هر ناوک چې د قضا له شسته خېږي

زمانه د رحمان زړه ورته اماج کا

(اکاډمي چاپ: ۱۹مخ)

زه يو خوار و زار يمه رحمان په عاشقۍ کې

خپل دي که پردي دي راته نه ګوري له عاره

(۲۰: ۱۴۳مخ)

الحاق د تړلو په معنا راځي او په پښتو- پښتو تشريحي قاموس کې يې ځينې معناګانې په لاندې ډول راوړل شوي دي: «الحاق: سره يو ځای کېدنه، تړون، ضميمه کېدنه» (تشريحي قاموس: ۷۸مخ)

خو اوس ځينې شعرونه او بيتونه چې د حسن مطقع له مخې رحمان بابا ته منسوبېږي او موږ يې رحمان بابا ته منسوب او الحاقي شعرونه ګڼلای شو، ځينې بېلګې يې د خلکو په خولو کې دومره عامې شوي چې د متل په څېر يې کاروي لکه؛

چې په زړه کې دې څه عيب نه وي رحمانه

ښکلي مخ ته په کتو کې ګناه نه شته

 

يا دا لاندې بیت؛

 

خپل پردي په کې معلوم شي ای رحمانه

کله کله د غمونو باران ښه وي

 

په پورتنيو بېلګو که څه هم د رحمان بابا نوم راغلی دی، خو د رحمان بابا د شعرونو په دېوان کې دغه بيتونه نه موندل کېږي او په نوموړي پورې تړل کېږي، ځکه چې د هغه نوم په کې ذکر شوی دی. 

د ټينکالوژۍ څخه په ګټې نن سبا هر کار امکان لرلای شي، په ډېرې اسانۍ سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د يو بل د حال احوال څخه خبرېدای شي چې په کارونو کې يې اسانتيا او سهولت هم رامنځ ته کړی دی، د ټولنيزو شبکو له لارې وګړي خپل پيغام او مطلب په اسانۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته په يوه ثانيه کې رسولای شي، پورته مو رحمان بابا ته منسوب ځينې شعرونه چې په کلياتو کې چاپ شوي دي راواخيستل او هم مو ځينې بېلګې چې ډېرې عامې دي او تقريباً د هر چا غوږونو ته به رسېدلي وي راوړي دي اوس ځينې نورې بېلګې چې په ټولنيزو شبکو کې د رحمان بابا په نوم ګروپونه جوړ شوي دي له دغو ګروپونو څخه رااخلو:

زه رحمان د بېغرتو په خلاف يم

غيرتي که مې دښمن وي زنده باد

 

چې غربت دې لمن ونيسـي رحمانه

در معلوم به شي ياران ټکي په ټکي

 

زه رحمان د هغو شونډو طلب ګار يم

چې شراب يې د نشو په انتظار وي

 

د محشـر وېره مې نشته ای رحمانه

زه د داسې نازولي امتي يم

 

زه رحمان د خپل رحمان عبدالرحمن يم

څوک چې ما رحمان بولي هغه کافر دی

 

زه رحمان د خدای بنده يم دا مې حال دی

چې بنده د بل بنده شي څه به يې حال وي

 

زه رحمان په سپينه ږيره لېونی شوم

خدای خبر چې د ځوانانو به څه حال وي

 

دا د ګل غوندې مخونه به پناه شي ای رحمانه

مرګ يوسف غوندې جمال قبر ته يوړو

 

د رحمان بابا هغه شعرونه چې په ځينو ګروپونو کې خپرېږي، خو په ښکاره ډول په بيت کې د رحمان بابا نوم نه وي راغلی، خو بيا استناد يې پرې کړی وي چې د رحمان بابا شعر دی، بېلګې يې لاندې ګورو:

دومره کوږ له کبره مه ځه زوروره

دېوالونه چې کاږه شي چپه کېږي

 

ملنګ سړی يم بادشاهي په لاس کې مه راکوئ

هسې نه ټول جهان لوګی کړمه د يار له سترګو

 

هر څه که و موږ ته وطن ښکلی و

کب ته وې خوږې د سمندر اوبه

 

د رحمان بابا ځينې شعرونه بدل شوي دي يو بيت يې تغيير شوی وي او دوهم بيت ورته د رحمان بابا ليکل شوی وي، يا يې لومړی بيت د رحمان بابا وي او دوهم بيت ورته بدل شوی وي، د ځينو شعرونو د بدل(وريانټ) بېلګې هم زياتې پيداکېږي، خو دلته په لاندې يوې بېلګې بسنه کوو چې څومره د بيت کلمې بدلې شوي دي او د بدل (وريانټ) بڼه لاندې راوړو: 

زه رحمان د يار په مينه ليونی يم

اوس حيران يم چې رحمان يم که جانان يم

 

خپل جانان مې هسې رنګه وي په زړه کې

نه پوهېږم چې رحمان يم که جانان يم

 

پورته بيتونه که څه هم رحمان بابا ته منسوب او الحاقي شعرونه دي، خو په عام ډول دومره مقبول شوي دي چې د اثبات څخه يې انکار هم نه شي کېدای، خو زما د معلوماتو له مخې د رحمان بابا د اشعارو په ديوان کې يې څرک نه لګي.

Related Articles

د چاپلین لنډ ژوندلینک

لیکنه ـ ریاض مقامزی په سینیمايي نړۍ کې چې کله هم د کومیډیکو (خندوونکو) فلمونو او ویډيوګانو خبره کېږي؛ نو ورسره سم د "چاپلین" نوم هم اخیستل کېږي. نوموړی د نړۍ نامتو کوميډين (ټوکمار) و. که څه هم چاپلین په یوې بېوزلې کورنۍ کې پیدا شوی و؛ خو د خپل پیاوړي استعداد او زحمت پر مټ یې وکولای شول چې ټوله نړۍ یې وپېژني او ځان ته يو آسوده ژوند برابر کړي. په دې...

د ماشومانو سالمه روزنه

لیکنه ـ ریاض مقامزی ماشومان زموږ او ستاسو د ټولنې یوه مهمه برخه جوړوي. د نن ماشومان د سبا لویان دي؛ یعنې که نن دوی سم وروزل شول، نو پرته له شکه چې راتلونکي نسلونه به مو آرام او سوکاله ژوند ولري. خو له بده مرغه اکثره کورنۍ پر دې نه پوهېږي، چې د ماشومانو په سمه روزنه کې کومو ټکو ته باید پام وشي. په دې لیکنه کې به پر دې موضوع مفصلې خبرې وشي. اړین ټک...

څنګه د خپلو ګوردو ( پښتورګو ) ساتنه وکړو ؟

پښتورګي په بدن کې حېاتي ارزښتمنې دندې لري او که خدای مکړه د هغوي په اړونده کار کې ستونزه راپېښه شي نو پاېله ېې ډېره بده کېدی شي ...غواړم د پښتورګو ( بډوډو - ګوردو ) د کار څرنګوالي او د هغوي روغتېا ساتنې په هکله ېو څو خبرې درسره شريکې کړم .( دغه مطالب مې د روسي ژبې د طبي پاڼو څخه راژباړلي دي ) .پښتورګي څه دنده لري ؟ډېرې دندې لري چې ېو څو ېې دا دي :-...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...