ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

i
imranghani
Author
Sep 13, 2021
4 years ago
3,806 views
ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې  حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ  تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ دي چې حجاب وکړي او د حجاب په کولو سره خپل عزت او حیا خوندي کړي. اوس شاید تاسو ته داسې پوښتنه پیدا شوې وي چې حجاب څه ته وایي؟ 

موږ حجاب داسې تعریفولای شو. حجاب عربي کلمه ده چې په لغت کې پردې ته ویل کېږي او په اصطلاح کې هغه جامې دي چې مسلمانې ښځې يې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ارامۍ او عزت د ساتنې لپاره، چې د اللهﷻ له خوا ورته امر شوی دی اغوندي. د دې ترڅنګ حجاب کول بې شمېرې ګټې لري چې له ځینو یې موږ په دې لیکنه کې یادونه کړې ده. 

که تاسو هم غواړئ د حجاب له دنیوي او اخروي ګټو خبر شئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. د عزت خونديتوب

کله چې یوه مسلمانه نجلۍ یا ښځه له کوره بهر وځي د حجاب په کولو سره یې عزت خوندي پاتې کېږي یعنې کله چې یوه ښځه یا نجلۍ له کوره په داسې جامو کې بهر وځي چې د بدن هر غړی یې پکې ښکاري،  همدا بې حجابي او ناسمې جامې یې عزت او حیا له خطر سره مخ کوي او ورته بېلابېلې ستونزې پېښېږي.

 

۲. د فساد مخنیوی

په هغو ټولنو کې چې اسلامي حجاب نه مراعت کېږي، هغه ټولنې د فساد او بدو کړنو سرچینې دي، نجلۍ یا ښځه د خپل حجاب په واسطه یوه ټولنه له هر ډول فساد څخه ژغورلی شي، په ځانګړې توګه له اخلاقي فساد څخه، کله چې ښځه د خپل بدن هغه برخې چې ورته امر شوی پټ کړي چې د نارینه وو ورته پام نه شي همدا خپله د فساد او بدو کړنو  مخنیوی او د حجاب له ګټو څخه یوه ګټه ده. 

 

۳. حجاب د درناوۍ وسیله ده

هغه ښځې چې تل په حجاب کې له کور څخه وځي حجاب یې د دې لامل کېږي چې خلک ورته درناوی وکړي، نارینه تل د ځان لپاره داسې ښځه خوښوي چې کړنې یې د اسلامي  اصولو په چوکات کې وي او جامې یې هم د اسلام له دین سره برابرې وي.

 

۴. حجاب جنت ته دننه کېدو کیلۍ ده 

هغه مسلمانه نجلۍ یا ښځه چې تل حجاب کوي، د نامحرمو کسانو سره ناسته ولاړه نه کوي او له ناوړه کارونو ځان ساتي پرته له شکه چې د دې ښځې ځای به جنت وي، خو د دې ټولو نېکو کړنو لارښود حجاب دی، ځکه کله چې یوې مومنې ښځې حجاب وکړ، د نېکبختۍ لارې یې خپله مخې ته راځي او نور نېک کارونو تر سره کوي.

د حجاب په اړه په قرانکریم او ډېرو حدیثونو کې یادونه شوې ده، هره مومنه او مسلمانه ښځه باید حجاب وکړي چې له یوې خوا په دې دنیا کې سرلوړي او ارامه و اوسي او له بلې خوا به په اخرت کې د همدې حجاب په واسطه د جنت په غوره برخه کې و اوسي.

Related Articles

Aug 17, 2020
4,529 views

د اعلیحضرت غازی امان الله خان ژوند لیک

د امیر عبدالرحمن خان (۱۹۰۱-۱۸۸۰ع) د تور استبداد په ځاله، د شهزاده حبیب الله خان د ګڼ شمیره حرمسرای د یوې نازولې مېرمنې سراج الخواتین په کور د پغمان په دره زرګر کې د حاجي اسد خان کره د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع کال) د میانې په پینځمه نېټه یو ماشوم پیدا شو چې...

Aug 27, 2021
2,464 views

مثبت او منفي ګرا خلک څنګه تفکیک کړو؟

  لکه څنګه چې تاسې پوهېږئ، د مثبتو خلکو سره اوسېدل خورا اغېزناکه او متفاوته تجربه ده. که تاسې په دې هڅه کې یئ چې ځان یو مثبت شخص وګرځوئ او همدارنګه مثبت خلک تشخیص کړئ، نو د دې کار له پاره لاندې پینځلس ټکي په پام کې ولرئ: ۱. “ناکامي د زدکړې یوه برخه...

Sep 01, 2021
3,686 views

د ارواپوهې ۳۰ مهمې خبرې

د ارواپوهنې له کتابونو څخه (۳۰) ویناوې۱. هڅه وکړه، چې هوښیار واوسې، ځکه چانس ډېر کرار ور ټکوي. ۲. ددې انتظار مه کوه چې پیسې دې تاته نیکمرغي راولي. ۳. تر څو چې دې یوه ښه دنده نه وې پیدا کړي، نو اوسنۍ دنده له لاسه مه ورکوه. ۴. کوښښ وکړه چې د ځمکې د مخ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,644 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,964 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...