هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.

i
imranghani
Author
Sep 20, 2021
4 years ago
5,174 views
هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدﺉ.

لېکنه: شکېبا نادري، هېڅکله د خوب پر مهال خپل موبایل له ځان سره مه ږدئ.

 زموږ ژوند او بدن د اللهﷻ لخوا هغه راکړل شوې ډالۍ ده چې تل باید ترې ساتنه وکړو. زموږ د بدن هر غړی د یوې ځانکړې کړنې لپاره جوړ شوی، الله یې راته د ښې ساتنه امر کړی، له همدې امله ځان وژنه حرامه ده ځکه الله فرمایي ستاسې د بدن هر غړی زما امانت دی، ما درکړی او زه به یې درنه اخلم، نو ځان ساتنه پر هر مسلمان او مسلمانې فرض ده، زموږ په ژوند کې ډېرې داسې کړنې دي چې کول یې زموږ د بدن هر غړی ان ټول بدن زیانمنوي، لکه د خوب پر مهال ځانته د موبایل نږدې اېښودل.

په دې اړه ډېرې څېړنې شوې چې د خوب پر مهال ځانته د موبایل نږدې اېښودل څومره او څنګه زیانونه لري، او لا هم څېړنې پرې روانې دي. 

څېړونکي وایي چې هېڅکله د خوب پر مهال ځانته موبایل نږدې مه ږدئ، په ځانګړي توګه ځېرک موبایلونه. د ځېرک موبایلونو د سکرین اوبه رنګې شعاع د سترګو د شبکیې پردې سره حساسیت لري. دا شعاع د سترګو لپاره یوه زیان لرونکې شعاع ده، چې دې سترګو ليد کمزوری کوي او د وخت په تېرېدو سره یې له منځه وړي. د دې شعاع د خپرېدو بل زیان دا دی چې د خوب د گډوډۍ لامل هم کېږي. دا ابي رنګې شعاع د ملاټونین هورمون چې د خوب پرمهال ترشح کېږي مخنیوی کوي. دا مخنیوی د دې لامل کېږي چې د انسان خوب گډوډ شي، هغه کسان چې له خوب څخه مخکې له موبایل څخه ګټه اخلي خوب یې نا ارامه او ډېری وخت بې خوبه او ستومانه وي. د دې ترڅنګ په ځینې انسانانو کې د اروایي ستونزو لامل هم کېږي. 

څېړنو ښودلې دي، هغه کسان چې له خوب نه مخکـې له ځېرک موبایلونو څخه ګټه اخلي د هغه خلکو په څېر زیان ورته لري لکه له مخدره توکو څخه چې ګټه اخلي.

څېړونکو دا هم ویلي چې د خوب پر مهال له موبایل څخه ګټه اخیستنه کېدای شي ګڼ شمېر نور زیانونه هم ولري، خو موږ یې تر اوسه په پیدا کولو نه یو بریالي شوي. دا یوه پېچلې او ستونزمنه موضوع ده ډېرې څېړنې ته اړتیا لري چې تر اوسه هم پرې څېړنې روانې دي.

موږ ډېری وخت د دې لپاره چې خپلو ورځنیو چارو ته په سمه توګه ځان ورسوو، د ځان لپاره ساعت برابرو او موبایل خپل ځانته نږدې ږدو، زموږ دا کار هېڅ سم نه دی، ځکه چې د موبایل نږدېوالی موږ ته بېلابېل زیانونه پېښوي اړینه ده چې د دې کړنې لپاره له ساعت څخه ګټه واخلو. 

له یادې شویو خبرو داسې ښکاري چې د خوب څخه مخکې له موبایل څخه ګټه اخیستل او یا د خوب پر مهال ځانته د موبایل نږدې اېښودل ډېر زیانونه لري. موږ اړ یو چې د خپلې روغتیا په اړه فکر وکړو او له ځان نه ساتنه وکړو چې یوه حللاره یې دا ده چې مخکې له خوب نه باید له ګرځندوی یا ځېرک موبایل څخه ګټه وانخلو او له ځان څخه یې لرې کېږدو.

Related Articles

Nov 25, 2021
2,255 views

بیکاري، کاري مفکوره او څنګه کارآفریني وکړو؟

دلته یوه لویه ستونزه دا ده چې بیکاره ځوانان یوازې په کار پسي ګرځي.  زما وړاندیز دا دی چې ځوانان دې په دې فکر کې هم وي چې څنګه کاري مفکورې رامنځ ته کړي. دا څه ستونزمن کار ندی یوه شعوري هڅه ده،۹۰٪ کسان ددي وړتیا لري چې نوښت وکړي او کاري مفکوره رامنځته...

Jul 17, 2024
1,387 views

تحقیق -حسین رض ته علیه سلام استمعالول

الحمدللّه وحده والصلوة والسلام علي من لانبي بعده.محترمومسلمانانو! لکه څرنګه چى داهل سنت والجماعت پدې باندې پوره يقين اوايمان دى چى لکه څرنګه چى زمونږ پيغمبرمحمد صلی الله علیه وسلم دتولو پيغمبرانو  څخه بهتردى نوهمدارنګه داهل سنت والجماعت په دى باندې ه...

Feb 26, 2021
4,501 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,869 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,168 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,118 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...