فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 21, 2021
4 years ago
3,275 views
فضا ته لومړنی سیاحتي سفر ترسره شو

لیکنه ـ ریاض مقامزی 

وروستۍ څو لسیزې د ټيکنالوژۍ، صنعت او نورو برخو د پرمختګ او اوج لسیزې بلل کېږي. د نورو ټولو پرمختګونو ترڅنګ په فضايي برخه کې هم بې ساري اسانتیاوې او پرمختګونه ترسترګو شوي دي.

پخوا به فضايي سفرونو یوازې او یوازې څېړنیزه بڼه درلوده؛ مګر اوس داسې برېښي چې فضا ته سیاحتي او چکري سفرونه هم پیل شوي او لرې نه ده، چې دا سفرونه لا ډېر شي. 

تاسو به په دې لیکنه ددې لړۍ د پیل سفر په اړه پوه شئ. 

 

فضا ته لومړنی سیاحتي سفر 

په وروستيو کې یوه خصوصي امریکايي شرکت (سپیس ایکس) اعلان کړی و، چې فضا ته به یو سیاحتي سفر پیلوي. بالآخره دا چاره ترسره شوه او یاد شرکت فضا ته د څلورو تنو په لېږلو بریالی شو. په دې سفر کې فضايي کيپسول د "فالکون ۹" راکیټ په مرسته فضا ته واستول شو. په دې سفر کې څلورو تنو برخه لرله او له درې ورځني سفر وروسته بېرته د ځمکې کرې ته راستانه شول. هېره دې نه وي، چې دا څلورتنه ټول ملکي وګړي وو.

 

څه وشول؟

د تېرې چهارشنبې په ورځ د سپیس ایکس شرکت خپله فضايي بېړۍ فضا ته واستوله. څلورو سیاحتي سفرکوونکو په فضا کې درې ورځې شپې تېرې کړې او د یکشبنې په شپه بېرته د اطلس اقیانوس، د فلوریډا په سواحلو کې ځمکې ته را وګرځېدل. رسنیو ددې سفر څلورو تنو نومونه په دې ډول ښودلي:

  • جرد ایزاکمن
  • هیلی ارسینوکس
  • شان پراکتور
  • کریس سیمبروسک

 

اټکل څه دی؟

شنونکي پر دې باور دي، چې کېدای شي له دې وروسته ګڼې لويې کمپنۍ په دې برخه کې پانګونه وکړي او په دې توګه به ډېر انسانان لېوالتیا پیدا کړي چې فضا ته په سیاحت لاړ شي. 

دوی زیاتوي، چې اوس دا سفرونو خورا قیمتي تمامېږي؛ نو ممکن یوازې شتمن خلک له دې سفرونو خوند واخلي. خو د ټيکنالوژۍ او صنعت په برخه کې چټک پرمختګ ښیي، چې شاید دا سفرونه ارزانه شي او ډېر خلک به وکولای شي، چې فضا ته ولاړ شي.

Related Articles

Oct 19, 2021
2,578 views

اقصا جومات

  لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه...

Mar 21, 2021
2,928 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی دا ځل به د فرانسې هېواد نوبل جايزه ګټونکي ليکوال اناتول فرانس ((Anatole France)) په ويناوو کې د ژوند درسونه وڅېړو. “خطا او اشتباه يو انساني کار دی، مګر تکرار يې حيواني کار دی.” که د وينا ژورو ته ځير شو، نوموړی انسانانو ته دوه پ...

Jul 29, 2020
15,348 views

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه،...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,664 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,126 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,979 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...