د منټو لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 22, 2021
4 years ago
3,584 views
د منټو لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

ځينې لیکوال د یو ځانګړي سبک، خاصیت او تګلارې پر مټ ډېر ستر نوم او شهرت پیدا کوي. د منټو د قلم تېره او بېباکه څوکه ددې سبب شوه، چې نوموړی ډېر خلک وپېژني. هغه تل حقایق ویل. که څه هم ځينې وخت دا مسئله ورته جنجالي کېده؛ خو د هغه همدا تګلاره وه، چې حقیقت ووایي، که هرڅومره تریخ هم وي.

تاسو به ددې لیکنې تر پایه د "منټو" د ژوند او هنر په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

پېژندنه

ددې ستر لیکوال بشپړ نوم "سعادت حسن منټو" دی؛ خو ډېر خلک یې د "منټو" په نوم پېژني. نوموړی یوازې یو لیکوال نه و، بلکې د اردو ژبې یو ښه سناریو لیکونکی، ژباړن او ژورنالیست هم و. منټو د "۱۹۱۲ز" کال د می پر یوولسمه نېټه د هندوستان په پنجاب کې وزېږېد. البته دا هغه وخت و، چې هند لا نه و وېشل شوی. همدارنګه دا هم باید هېره نه کړو، چې نوموړی اصلا د کشمير و. 

د زده کړو او ماشومتوب په اړه یې استاد حقپرست لیکي: "منټو له وړوکوالي په کور کې یو ترهېدلی ماشوم و، چې د مېرنیو وروڼو، خوېندو او پلار د ستغ چلن له امله یې ځای نه شوای ښکاره کولی. له ماشومتوبه یې لا په زدکړو کې زړه نه لګېده. د لسم ټولګي په ازموینه کې له درې ځله ناکامېدو وروسته په ۱۹۳۱ م کال کې په دې ازموینه کې بریالی شو. په لوړو زده کړو کې یې هم دوه کالجونه بدل، رابدل کړل او وروسته یې انساني ارواپوهنه خپله موضوع وټاکله."

کله چې هند ووېشل شو او د انګرېزانو لخوا پاکستان رامنځته شو، نو منټو هم پاکستان ته راغی. هغه په هند کې هم لیکوالي کوله او پاکستان کې یې هم خپل قلم روان وساته. د نه هېرېدونکو ادبي آثارو له پنځولو وروسته دې ستر لیکوال د "۱۹۵۵ز" کال د جنورۍ په اتلسمه نېټه له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

 

د لیکوالۍ طرز

لکه څنګه چې مو وړاندې یادونه وکړه "منټو" یو بېباکه لیکوال و. له دې کبله چې نوموړي پخپلو لیکنو کې د ښځينه او نارینه "اندام مخصوصه" نومونه په ډېر عادي شکل بیانول نو د رواني ناروغ، فحش لیکوال او ... نورو نومونو ونومول شو. د فحش لیکنې په تور خو آن تر محکمې هم ورسېد.

خو اصلي خبره دا وه، چې منټو په داسې یوه ټولنه کې اوسېدلی و، چې شخړې، اخلاقي کمزورۍ، جنسي کاروبارونه او نورې ناخوالې پکې په اوج کې وې. دې ټولو چارو د "منټو" په فکر او قلم ژور اغېز کړی و. 

یوه خبره بله چې منټو له نورو جلا کوي هغه د نوموړي د سوژو ټاکنه او د ټيټې طبقې د خلکو نمایندګي وه. هغه پخپلو لیکنو کې آن د "ځان پلورونکو" مېرمنو حال هم بیان کړی. دا چاره د هر انسان او لیکوال د وسې خبره نه ده. منټو ددې بدلمنو مېرمنو مجبورۍ، د ژوند ناخوالې، ستونزې او کړاونه ټول يو په یو بیان کړي دي. همدارنګه یې د محکومې او بېوزله طبقې مړې هیلې، بې وسۍ او خوارۍ ټولې انځور کړي دي.

په دې اړه منتشر شاهي وايي :"منټو په خپل ټول ژوند کې یې بې له کومې تمې ددوی غږ پورته کړی دی او ددوی په سر یې د حاکمې طبقې له لوري محکې، جرمانې او زندانونه ګاللي دي."

په هر حال د منټو پر ژوند او فن خبرې په یوه لیکنه کې نه شي ځایېدای. ځایېدل څه چې ۱۰ سلنه خبرې یې هم نه شو بللای. که منټو ډېر پېژندل غواړئ نو آثار یې ولولئ. له نېکه مرغه ځينې پنځونې یې له اردو ژبې پښتو ته هم ژباړل شوي دي.

 

د منټو ځينې خبرې

 

له منټو څخه پوښتنه وشوه، چې په هېواد کې مو څه حال دی؟

منټو ځواب ورکړ: "داسې حال دی، لکه په زندان کې چې د جمعې لمونځ کېږي اذان دوکه باز کوي، امام یې قاتل وي او مقتدیان یې ټول غله وي."

 

"خلک وايي چې ښځې راز نه شي ساتلای. خو زه وایم که ښځې راز ووایي د نړۍ هېڅ نارینه به د مخ ښکاره کولو وړ نه وي." 

 

"که تاسو دغه افسانې نه شئ زغملای، نو ددې معنا دا ده، چې تاسې زمانه نه شئ زغملای. زه به د هغه تهذیب، تمدن او ټولنې څه لمن پر سر واړوم، چې هغه لا له وړاندې بربنډه ده."

 

"دا مه وایه چې یو لک هندوان او یو لک مسلمانان وژل شوي دي. داسې ووایه چې دوه لکه انسانان وژل شوي دي."

 

"که تاسو زما لیکنو له شهواني اړخه ګورئ، ذهني معذوره یئ."

 

"که د بې حیایۍ په اورېدو مو ښځه ذهن ته راشي نو پخپل ګرېوان کې سر ښکته کړئ."

Related Articles

Apr 28, 2021
4,351 views

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ.   مینه تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ...

Feb 26, 2021
4,484 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ژوند کې بدلون او پرمختګ د هر انسان هیله ده. خو دا بدلون دومره اسانه هم نه دی. ځکه چې تجربې د ژوند تر ټولو ښه درسونه دي. او د تجربو لپاره باید خپل عمر او وخت نذارنه کړو. موږ باید عمر تېر کړو، تر څو د ژوند په درسونو پوه شو. نو آ...

Apr 27, 2021
1,603 views

از خاطرات فرهنگی

از خاطرات فرهنگی مصطفی عمرزی در بیش از 15 سال کار فرهنگی مستمر، خاطرات جالبی هم دارم که مربوط این عرصه می شوند. یک نوع آن، شامل چاپ کتاب هایی می شود که با ضعف بودجه، سعی می کردیم از انتشار نمانند. از این قرار که متاسفانه دست تنگی های اقتصادی اجازه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,528 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,103 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...