To start downloading books

Please sign in or create an account.

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

څنګه کولای شم يو ښه لیکوال شم؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ډېرو ځوانانو پوښتنه دا ده، چې څنګه کولای شم ښه لیکوال شم؟ ددې پوښتنې ځوابول کوم آسانه کار نه دی. خو بیا هم ځينې لارښوونې او تګلارې شته، چې ستاسو لیکل ښه کړي او لوستونکي پيدا کړئ.

 

مینه

تر هر څه لومړی باید دا پوښتنه ځواب کړئ، چې آیا رښتيا هم له لیکلو سره مینه لرئ؟ که ځواب مو "هو" وي، نو خوشحاله شئ. ځکه چې لومړی قدم مو بېخي بریالی و.

لکه د نورو ټولو مسلکونو په لیکوالۍ کې هم مینه او علاقه د پام وړ اغېز لري. نو که تاسو له لیکلو سره علاقه لرئ، کولای شئ یو ښه لیکوال هم شئ.

 

لیکل او ګرامري اصول

کله چې تاسو له لیکوالۍ سره علاقه لرئ، نو باید لیکل زده کړئ. یوه وینا ده او بل لیکل. د وینا او لیکنې ترمنځ ځينې وختونه ټکر پېښېږي. نو اړینه ده، چې د لیکنې له اصولو سره بلد اوسئ. مثلا موږ وايو "غلامیدين" مګر لیکنۍ بڼه یې "غلام محی الدین" ده. همداسې ګڼې نورې بېلګې هم شته.

همدارنګه په کومه ژبه، چې لیکل کوئ، باید ګرامر یې هم په پوره ډول زده کړئ. ځکه ځينې وړې غلطۍ ستاسو د ټولې جملې او یا پرګراف مفهوم بدلولای شي. لکه:

ـ پر انګرېزۍ غږېږم.

ـ په انګرېزۍ غږېږم.

پورته دوه جملې سره توپیر لري. د لومړۍ جملې معنا دا ده، چې موضوع مې "انګریزي" ده. د غږېدا ژبه ممکن پښتو، دری او یا کومه بله ژبه وي. د دویمې جملې معنا دا ده، چې د غږېدا ژبه مې انګرېزي ده، موضوع که هر څه وي.

له دې سره ـ سره باید له لیکنښو سره هم بلد اوسئ. که په لیکنښو نه پوهېږئ، ممکن ډېرې ستونزې وزېږوئ.

 

مطالعه

د لیکوالۍ په اړه ویل کېږي، چې لومړی سل کتابه ولوله او بیا سل توري ولیکه. له دې څخه موخه دا ده، چې د لیکوالۍ لپاره ډېره مطالعه حیاتي مسئله ده. که تاسو څومره ډېره مطالعه لرئ، هومره ښه لیکل به کوئ.

د مطالعې په برخه کې مهمه خبره دا ده، چې که تاسو په کومه برخه کې لیکل کوئ، په هماغه برخه کې ډېره مطالعه هم وکړئ، ترڅو پر هغو موضوعاتو چې لیکل کوئ، پوره حاکميت ولرئ.

 

هره ورځ لیکل

لکه د نورو ټولو کارونو لیکوالي هم هڅه او خواري غواړي. که تاسو څومره ډېر تمرین کوئ، هومره مو لیکل ښه کېږي. مهمه نه ده، چې له علمي موضوعاتو پیل وکړئ. کولای شئ د خپلو ورځنيو خاطرو له لیکلو پیل وکړئ. د خپلو ورځنيو چارو راپور لیکل مو هم تر یوه بریده مرسته کولای شي.

 

اسانه وغږېږئ

د ښه لیکوال ځانګړنه دا ده، چې لیکل عام فهمه کړي. ستاسو لیکل باید داسې نه وي، چې یوازې دې پرې "ډېر لوستي" کسان پوه شي. باید یو عادي لوستونکی او د کمې پوهې خاوند هم موضوع هضم او درک کړای شي.

پخوا به لیکوالو هڅه کوله سختې او ډېرې کلمې وکاروي ترڅو خلکو ته یې د پوهې ډېروالی معلوم شي. خو د معاصرې لیکوالۍ تقاضا دا ده، چې په اسانه او ساده الفاظو دې موضوع ارایه شي. که په څومره کمو کلمو کې خپل مفهوم وړاندې کړئ هومره ښه لیکوال یئ.

 

ارزیابي کول

هڅه وکړئ، خپلې لیکنې ارزیابي کړئ. له نورو ملګرو سره یې شریک کړئ. خپلې نیمګړتياوې په کې په نخښه کړئ. په دې کار سره تاسو خپل دوام او ښه والی وینئ او تشویقېږئ.

 

انتقاد منل

لیکوال باید د لوړې حوصلې خاوند وي. که تاسو غواړئ ښه لیکوال شئ نو هڅه وکړئ پراخه سینه ولرئ. په دې معنا چې په لومړيو کې به حتما نیمګړتياوې لرئ، کله چې څوک مو عیب در په ګوته وي، په ورین تندي یې ومنئ او د حل لپاره یې کار وکړئ. تاسو چې همدا لیکنه لولئ حتما به نیمګړتياوې لري، نو دا په دې معنا نه ده، چې لیکل دې پرېږدو باید د حل لپاره یې کار وکړو.

 

مناسبې سوژې

د لیکوال لپاره بله مهمه مسئله د سوژې ده. که تاسو په زړه پورې سوژې و نه لرئ نو لوستونکي مو کمېږي. مثلا د کرونا وبا په پیل کې که تاسو د ملاریا په اړه لیکل کړی وای، خلکو نه خوښوله. ځکه چې خلک ملاریا یوه عادي ناروغي ګڼي. نو داسې ټکو ته باید ستاسو پام وي. داسې موضوعات چې مهم وي او خلک ورسره علاقه لري، لیکل پرې وکړئ.

Related Articles

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیعی مالیکیول په لابراتوار کې لږ بدل شوي وي. لکه: هیرویین یا اوکسې توسین، او درېیم کاملاً غیر طبیعي، چې...

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی په دې ليکنه کې به د انګلستان د نوموتي ليکوال او د رنسان دورې د وروستۍ دورې استازي جان ميلټن (John Milton) په ويناوو کې د ژوند درسونه ولولئ.   “ذهن پر خپل تخت ناست دی او کولای شي د خپل ځان دننه له جنت نه دوزخ او له دوزخ نه جنت جوړ کړي.” خوښي او خفګان کوم ځای او څيز نه دی، چې ورشو او يا يې وپيرو. بلکې يو ذهني حالت دی، چې جوړول...

خوښي د غم په تيږه

#خوښي_د_غم_په_تيږهښکلی لیکنه حتمن یی یو ځل ولولی!!د انسان د عصبي حجرو ترمنځ د سیروټونین (serotonin)  په نامه یوه ماده افرازېږي چې یو نیوروټرانسمېټر دی. د دغې مایع ترشح انسان خوښ ساتي او موډ یې سم وي. که سیروټونین کم شي انسان په ژور خپگان یا ډیپریشن اخته کېږي. د رواني ناروغیو ډاکټران د ډیپریشن ناروغانو ته داسې درمل ورکوي، چې د هغوی په مغز کې بېرته د...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د ژبې د لاندینۍ برخې نه  د جراحي عملیاتو (آپریشن) په تر سره کولو وویستله او په جوشو شیدو (پیو) کې به...