To start downloading books

Please sign in or create an account.

د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

د زیتونو غوړي مو د زړه روغتيا تضمينوي!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په جرات سره ویلای شو، چې د ښې روغتيا لپاره روغتياپالان تر نورو ټولو غوړيو ډېر د زیتونو د کارولو سپارښتنه کوي. دا ځکه چې د زیتونو غوړي ګڼې روغتيايي ګټې لري او کولای شي، ستاسو بدن له بېلابېلو ناروغیو ژغوري. د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

د زیتونو غوړي

دا هغه غوړي دي، چې د زیتونو له دانو څخه ترلاسه کېږي. که څه هم نرخ لوړ یې دی؛ خو بیا هم د ښه خوند او ډېرو روغتيايي ګټو له امله یې خلک اخیستلو ته لېواله دي.

زیتون روغتيايي ګټو ترڅنګ یو غني تاریخ هم لري. د فرعونیانو په زمانه کې به یې د مړو ترڅنګ زیتون هم ايښودل ترڅو په بله دنیا کې بې خوړو پاتې نه شي؛ همدارنګه یونانیانو به د المپیک لوبو ګټونکي ته له زیتونو جوړ شوي تاجونه ورکول. ددې ترڅنګ يوناني مېرمنو به د غوړيو ورهاخوا د خپلې ښکلا لپاره هم کارول. هغوی به د زیتونو پر غوړيو خپل بدن او ويښتان غوړول او ویل به یې چې دا زموږ بدن خوشبویه کوي او ويښتانو ته مو پیاوړتيا وربخښي.

د شته شواهدو پر اساس ویل کېږي، چې د زیتونو غوړي له میلاده څلور زره کاله وړاندې تولید شوي دي. د زیتونو د پیدا کېدو اصلي ځای یې د مدیترانې حوزه بلل کېږي؛ خو ترې د غوړیو ترلاسه کول او وده ورکول په یونانیانو پورې اړه لري. د زیتونو په اړه لا ډېرې خبرې کېدای شي. خو موږ غواړو په لنډ ډول یې پر روغتيایي ګټو وغږېږو.

 

د زیتونو غوړي کومې روغتيايي ګټې لري؟ 

د نورو ټولو خوراکي موادو په څېر د زیتونو غوړي هم د ګڼې روغتيايي ګټې لري. باید ووایو، چې پر ټولو ګټو یې غږېدل سخت دي، خو ځينې مهم یې عبارت دي له:

 

د زړه روغتيا تضمينوي

څېړنو موندلې ده، چې که څوک د ورځې نیمه کاشوغه د زیتونو غوړي مصرف کړي، نو د زړه پر ناروغيو د اخته کېدو ګواښ یې یوویشت "۲۱" سلنه ټېټېږي. که تاسو هم غواړئ، چې د زړه له ناروغيو په امان اوسئ، نو د زیتونو غوړيو ته پخپل غذايي رژيم کې حتما ځای ورکړئ!

 

د وینې لوړ فشار ټيټوي

د زیتونو غوړي د اولئيک اسید یوه سرشاره منبع ده. دا اسیدونو کولای شئ د انسان د وینې لوړ فشار ښکته کړي. نو که تاسو هم په کور کې د لوړ فشار ناروغ لرئ، يا پخپله له دې ستونزې کړېږئ، کوښښ وکړئ د عادي غوړيو پر ځای همدا د زیتونو غوړي وټاکئ!

 

د مغذي موادو ښه منبع ده

له دې څخه مو موخه دا ده، چې د زیتونو غوړي کولای شي د بدن د اړتیا وړ اکثره مواد چمتو کړي. په زیتونو کې بېلابېل انتي اکسیدانونه، ويټامين E، کاروتنوئيدونه او اولوروپينونه موجود دي. دا ټول هغه مواد چې زموږ بدن ورته اړتیا لري. که غواړئ د بدن اړتیا وړ توکي مو پوره شي نو د زیتونو غوړي وټاکئ!

 

د زیتونو د غوړيو ځینې نورې ګټې عبارت دي له: 

 

  • د غیر مشبوع غوړو ښه منبع ده
  • د سرطان ضد خاصیت لري
  • د پوستکي ښکلا تضمينوي
  • د دردونو آرامښت لپاره ګټور دي
  • د حافظې د پیاوړتيا سبب کېږي
Related Articles

جومات او ميخانه (شرابخانه)

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکایت دی، چې په لمانځه کې د یوه کس موبایل وشرنګېد. سندره پرې ثبت وه. خلکو تهدید کړ او ویې رټه. هغه هم جومات ته تګ پرېښود. بله ورځ همدا کس میکدې (شرابخانې) ته لاړ. پیاله ترې ولوېده؛ ټوټه ـ ټوته شوه. مالک یې په خوږه لهجه وویل: "خیر دی. له سر نه دې ځار!" له هماغې ورځې وروسته یې دایمي پېرېدونکی شو.   د حکایت درسونه ځينې خلک فکر...

په بطن کې د ماشوم جنسیت څنګه معلوم کړو؟

ژباړه ـ رياض مقامزی   د امیندوارۍ پر مهال د جنین جنسیت معلومول يو له په زړه پورو واقعاتو څخه ده او دا طبیعي خبره ده، چې هر مور او پلار خوښوي چې د خپل راتلونکي اولاد جنسیت وپېژني. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي دي، چې څنګه کولای شو له زېږون وړاندې د یو ماشوم جنسيت معلوم کړو.  جنسیت څنګه معلوم کړو؟ وروسته له هغه چې مېرمنه حمل واخلي او د روغتياپا...

د اعلیحضرت غازی امان الله خان ژوند لیک

د امیر عبدالرحمن خان (۱۹۰۱-۱۸۸۰ع) د تور استبداد په ځاله، د شهزاده حبیب الله خان د ګڼ شمیره حرمسرای د یوې نازولې مېرمنې سراج الخواتین په کور د پغمان په دره زرګر کې د حاجي اسد خان کره د (۱۳۰۹)هـ.ق، (۱۸۹۱ع کال) د میانې په پینځمه نېټه یو ماشوم پیدا شو چې نوم یې امان الله پرې کېښود، دې ماشوم په ناز او تنعم کې سترګې پرانستې او په دربار کې لوی شو، ده چې ښ...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...