د عدالت نړېواله محکمه

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 04, 2021
4 years ago
1,960 views
د عدالت نړېواله محکمه

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د ځينو مهمو مسایلو څېړنه او حل د هېوادونو په سطحه د حکومتونو له وسې پورته وي. همدارنګه کله ناکله ځينې مسایل موجوده حکومتونه څېړلای شي؛ خو له دې وېرې چې په بېطرفه او عادلانه توګه به و نه څېړل شي، یا دا چې هره خوا به خپله بریا غواړي، نو نړېوالې ادارې دخالت کوي. یو له دې ادارو چې په لویه سطحه حقوقي او نور بین المللي قضایه مسایل څېړي د "عدالت" نړېواله محکمه ده. تاسو به ددې لیکنې تر پایه د یادې محکمې په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

د عدالت نړېواله محکمه

ددې محکمې رسمي نوم "International Court of justice" دی، چې په پښتو کې یې (د عدالت نړېواله محکمه) بللای شو. دا محکمه د نیدرلینډ هېواد په "لاهه" ښار کې موقعیت لري، چې په "۱۹۴۵ز" کال کې تأسیس شوې ده.

اساسي موخه یې همدا ده، چې په نړېواله کچه حقوقي او قضایه مسایل وڅېړي. په ځانګړې توګه د هېوادونو ترمنځ موجود قانوني اختلافات او کړکېچونه همدې محکمې ته سپارل کېږي، چې دوی له هر اړخیزې څېړنې وروسته پرېکړه کوي.

همدارنګه دا محکمه د نړېوالو ادارو (مؤسسو)، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو عمومي جرګې (اسیمبلۍ) حقوقي پوښتونو ته د ځواب ورکوونکې مرجع په توګه پېژندل کېږي. 

 

ددې محکمې اړوند نور مهم ټکي

  • دا محکمه ۱۵ غړي لري، چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ او امنیت شورا له خوا ټاکل کېږي.
  • اوسنی مشر یې عبدالقوي یوسف نومېږي.
  • ددې دیوان رسمي ژبې انګلېسي او فرانسوي دي.
  • ددې محکمې لومړنۍ ناسته له دویمې نړېوالې جګړې وروسته د "۱۹۴۶ز" کال په اپرېل میاشت کې ترسره شوه.
  • هغه هېوادونه چې د ملګرو ملتونو غړيتوب لري کولای شي خپل مسایل یادې محکمې ته راجع کړي؛ خو که کوم هېواد یې غړیتوب و نه لري، کولای شي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په همغږۍ خپل حقوقي مسایل دې محکمې ته وړاندې کړي.
  • ددې محکمې ټول غړي د حقوقي او قضایوي مسایلو پوهان وي، چې په هممهاله توګه له یوه هېواد څخه دوه تنه نه شي ټاکل کېدای.
  • روسیه، فرانسه، امریکا او بریتانیا هغه هېوادونه دي، چې ددې محکمې له تأسیس څخه تر اوسه پورې همېشه یې یو غړی پکې وي. 
  • د غړي د لرې کولو صلاحیت د محکمې نور غړي لري، چې د رایه اچونې له لارې پرېکړه کېږي.
  • که څه هم د یادې محکمې بودیجه د ملګرو ملتونو له لورې ورکول کېږي. خو د دعوې په صورت کې اکثراً دخیل هېوادونه اړ وي، چې د خپلې قضیې د څېړلو مصارف ورکړي.

Related Articles

Nov 22, 2021
2,106 views

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو...

Nov 18, 2023
1,592 views

Vitiligoپیس مرض او اعلاج یی

Vitiligoپیس مرضپیس یو اوږدمهاله د معافیتي سیستم ګډوډي ده چې د پوستکي رنګ تغیروالي کوي سپین رنګ ته.د پوستکي د Dyschromiaڅخه عبارت دي چې په سپین رنګه اندفاعاتو باندې متصف دي او په کسبې ډول منځته راځي.د پیس مرض اندفاعات اعراض نلري او غیر التهابي وي لیکن...

Jul 07, 2020
4,018 views

کوم کتاب ولولو او څنګه یې ولولو؟

داسې ډېر کتابونه مې لوستلي چې اوس پرې پښېمانه یم. هر کتاب په لوستلو نه ارزي. دلته د کتاب د ورځې په بهانه له دوستانو سره خپله تجربه شریکوم. ممکن د کتاب په انتخاب او لوستلو کې ورسره مرسته وکړي. ۱ – انټرنېټ، سوشیل مېډیا، ټلوېزیون او په ټوله کې کاري بوخ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,644 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,964 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...