دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ!.

i
imranghani
Author
Oct 12, 2021
4 years ago
2,416 views
دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوﺉ!.

لیکنه: شکېبا نادري، دا خبرې هېڅکله خپل خاوند یا مېرمنې ته مه کوئ!

 

موږ ټول په دې پوهېږو چې په ګډ ژوند کې ټولې کړنې د خاوند او مېرمنې ترمنځ په ګډه ترسره کېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې ځینې ښځې په خپل خاوند او یا ځینې خاوندان  په خپلو ښځو احسان کوي، وایي ټول کارونه زه کوم، ته ولې بې پروایي کوې او داسې نور خبرې کوي، خو دا کړنې بېخي غلطې دي.

په دې لیکنه کې موږ پر دې اړه خبرې کوو چې ځینې داسې خبرې شته چې هېڅکله یې باید خپل خاوند یا مېرمنې ته ونه وایو، ځکه دا خبرې مو سوکاله ژوند خرابولای شي.

که غواړئ چې په راتلونکې کې په ګډ ژوند کې له داسې ستونزو سره مخ نه شئ لیکنه تر پایله ولولئ!

 

۱. د کور ټول مسوولیت زما په غاړه دی

دا هغه خبره ده چې په هر خاوند او مېرمنې باندې بده لګېږي، دوی د دې خبرې په اورېدو غوسه کېږي، ځکه دوی هېڅکله نه غواړي چې خاوند یا مېرمنه یې داسې حس ولري چې یوازي ټول مسولیتونه د دوی په غاړه دي، دوی باید ځان یوازې حس نه کړي، بلکې داسې حس ولري چې تر څنګ یې یو کس شته چې ټول غمونه او خوشحالۍ یې ورسره شریکولای شي او همداسې د ژوند د هرې پېښې مسوول یوازې دی یا دا نه ده، دوی دواړه د دې پېښو د سمولو او سمبالولو دنده پر غاړه لري.

 

۲.  تا هېڅکله زما خبرې ته غوږ نه دی نیولی

دا مستقیمه نیوکه ده چې موږ یې په مقابل لوري کوو، موږ باید خپل خاوند او یا مېرمنې ته په ارامۍ سره ووایو چې ته باید زما خبره سمه او تر پایه واورې، لکه څنګه چې زه ستا خبره اورم، ترڅو د یو بل پر ستونزه پوه شو او یوه مناسبه حللاره ورته پیدا کړو.

 

۳. ما ته مه نږدې کېږه!

دا هغه خبره ده چې د هېچا نه خوښېږي، دا جمله د ګرمۍ او ستړیا پر مهال ډېره کارول کېږي، خو پام مو وي چې همدا یوه جمله ستاسو مینه، ګرانښت او نږدېوالي ته زیان رسولای شي او خاوند یا مېرمنې مو له تاسو زړه تورې کولای شي.

 

۴. ټوله ګناه ستا ده

تر څو مو چې مو د مقابل لوري  پر خبره ځان نه وي پوه کړی دا پرېکړه مه کوئ چې څوک ملامت دي، مخامخ مو خاوند او یا مېرمنې ته مه وایئ چې ټوله ګناه ستا ده، ځکه ډېری کسان له دې حالته کرکه لري چې ملامت نه وي خو بل ورته د ملامت کس په سترګه ګوري.

 

۵. ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې؟

دا خبره خاوند او یا مېرمنې ته د دې احساس ورکوي چې دی د مقابل لوري د خوښې کس نه دی، په همدې خاطر ورته وایي چې ته ولې د پلانکي یا پلانکۍ په څېر نه یې.

په لسګونو داسې نورې جملې هم شته چې زموږ د ګډ ژوند د له منځه تلو لامل کېدای شي، لکه کاش هېڅکله مې له تاسره واده نه وی کړی؛ ته زما لیاقت نه لرې؛ ستا ملګري یا ملګرې مې نه خوښیږي او داسې نور...

نو اړینه ده چې خپلې هرې خبرې او هر حرکت ته پام وکړو، چې خاوند او یا مېرمنه مو له ځان څخه خپه او ناهیلې نه کړو.

Related Articles

Jul 18, 2024
1,296 views

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي

لمریز تختې څنګه برېښنا تولیدوي؟ سولر پینلونه د فوتوولټیک (PV) حجراتو څخه جوړ شوي چې د لمر وړانګې جذبوي. کله چې د لمر فوتونونه دې حجراتو سره ټکر وکړي، الکترونونه خوشې کېږي او په پېنل کې د برېښنا جریان په شکل حرکت کوي. معنی دا چې سولر د لمر رڼا ته اړتی...

Nov 08, 2021
3,782 views

که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی تاسو به په کورنۍ او ټولنه کې حتماً داسې اشخاص لیدلي وي، چې د وینې له لېدلو وېرېږي. دا ډول خلک د وینې د لیدلو پر مهال د ضعفتیا، کمزورۍ او یا هم نورو غیر عادي حالاتو احساس کوي. ممکن خلک یې ډارن، بې زړه او کمزوری وپېژني؛ خو په حقیقت...

May 07, 2021
1,714 views

تجارت رسانه یی

تجارت رسانه یی مصطفی عمرزی فضای پس از حاکمیت طالبان، زمینه های زیادی را از جمله برای تجارت گسترده، آماده ساخت. یکی از موارد آن، تجارت رسانه یی ست که در حدود فعالیت نشریه ها، رادیو ها، تلویزیون ها و آژانس های خبری، صورت می گیرد.  حکومت افغانستان که...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,726 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,140 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,022 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...