که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 08, 2021
4 years ago
3,826 views
که له وینې څخه وېرېږئ، دا رواني ناروغي لرئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به په کورنۍ او ټولنه کې حتماً داسې اشخاص لیدلي وي، چې د وینې له لېدلو وېرېږي. دا ډول خلک د وینې د لیدلو پر مهال د ضعفتیا، کمزورۍ او یا هم نورو غیر عادي حالاتو احساس کوي. ممکن خلک یې ډارن، بې زړه او کمزوری وپېژني؛ خو په حقیقت کې دا کومه کمزوري نه ده، بلکې یوه رواني ناروغي ده، چې ددې لیکنې تر پایه یې په اړه لا ډېر معلومات لولئ.

 

هیموفوبیا (Hemophobia) څه ډول ناروغي ده؟ 

انسانان د خپلو ذهني ځانګړنو له امله بېلابېلې وېرې تجربه کوي، چې یو هم همدا د وینې له لیدلو ويره ده. که کوم کس نه شي کولای وینې ووینې او یا د وینې د لیدلو پر وخت د ضعفتیا، سر ګرځېدو، زړه بدوالي او د ژور غم احساس کوي دا په دې معنا ده، چې نوموړی د هیموفوبیا له رواني اختلال څخه کړېږي. يا په لنډ ډول ویلای شو، چې د وینې له لیدلو څخه وېرې ته "هیموفبیا" وايي.

 

علایم

د فوبیا ناروغۍ ټول ډولونه د یو ډول جسمي علایم او احساس درلودونکې وي. په دې معنا، چې د "فوبیا" په ټولو ټايپونو (Types) کې انسان د وېرې احساس لري او هڅه کوي، چې له علت (خبرو، تیاره، رڼا او ...) څخه وتښتي.

د هیموفوبیا په برخه کې د یادولو وړ ده، چې ممکن ځينې ناروغان آن په غیر حقیقي بڼه (ټلویزیون) د وینې له لیدلو هم ووېرېږي او غیر عادي حالات تجربه کړي. په هر حال؛ روغتیاپالان د هیموفوبیا (له وینې څخه وېره) لاندې علایم بیانوي.

  • په تنفس کې ستونزه
  • د زړه د ضربان تېزوالی 
  • د سینې په قفس کې د درد احساس
  • د لاسونو او یا وجود لړزه
  • د زړه بدوالی
  • ضعفتیا
  • خولې کېدل او ...

 

احساست

  • د وحشت او وېرې احساس
  • د وینې له ځای څخه د تېښتې شدید احساس
  • ګنګسیت
  • داسې احساس، چي فکر کوي پخپل ځان کنټرول نه لري
  • د ضعف کېدو احساس
  • اظطراب درلودل

 

څه وکړو؟

که تاسو یا کوم بل ملګری مو پورته ذکر شوي علایم لرئ؛ نو تر هر څه لومړی باید روغتياپال ته مراجعه وکړئ، ترڅو ستونزه مو تشخیص کړي. البته هېڅکله مه وېرېږئ او مه هم خفه کېږئ. ځکه چې دا ناروغي د درملنې وړ ده. روغتیاپالان د ناروغۍ له تشخیص وروسته ځينې ځانګړي لارښوونې درته لري او کېدای شي ځینې درمل هم درکړي. د همدې نسخې په تطبیق سره کولای شئ عادي حالت ته وګرځئ.

 

مه هېروئ!

 که ستونزه مو ډېره جدي نه وي او ستاسو ورځنۍ چارې نه ټکنۍ کوي؛ نو ډاکټر ته د ورتګ ډېر حاجت به نه وي. دا ځکه چې کېدای شي د وخت په تېرېدو پخپله هم له یادې ناروغۍ روغ شئ او له وینې څخه د وېرې احساس مو له منځه لاړ شي.

Related Articles

Jun 23, 2021
3,186 views

د اوبو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی اورېدلي به مو وي، چې اوبه یعنې ژوند. خو د افغانستان په څېر هېواد کې، چې د څښلو ډېرې پاکې اوبه لري د اوبو پر قدر پوهېدل سخت دي. په هغو سیمو کې چې د اوبو له کمښت سره مخ دي، خلک اوبو ته په ځانګړي اهمیت قایل دي. باید ووایم چې زموږ اص...

Nov 15, 2021
2,802 views

ابن عربي څوک و؟

د اسلامي نړۍ لوړپوړی فلسفې عارف او عالم ابوبکر محمد ابن عربي چې په شېخ الاکبر او محی الدين هم مشهور دی، په لوېديخ کې د ابن افلاطون په نامه پېژندل کېږي. ابن عربي په کال  ۵۶۰ قمری کې د اوسنۍ اسپانيا په مورسيا کې د مخور صوفي او عالم علي بن محمد په کور ک...

Apr 12, 2022
2,918 views

له زخم څخه د وینې بهېدلو د مخنيوي لارې چارې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   زموږ او ستاسې ژوند له بې شمېره پېښو ډک دی؛ ګڼ شمېر عوامل ددې سبب کېدای شي، چې د بدن کومه برخه مو زخمي او وینه بهېدنه پیل شي. که د وینې جریان ژر و نه درول شي، ډېر امکان شته چې زخمي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدې مسئلې ته په کتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,979 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,189 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...