د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 16, 2021
4 years ago
4,352 views
د خلکو په زړونو کې ځای داسې پیدا کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنه کې محبوب اوسېدل نږدې ټول انسانان خوښوي. هر انسان غواړي، چې پخپله ټولنه کې منلی شخص اوسي او خلک یې احترام وکړي؛ مګر ډېر کم خلک پوهېږي، چې څنګه د نورو په زړونو کې ځای پیدا کړي او خلکو ته ګران اوسي. ددې چارې لپاره ځينې مطلق وړیا او اسانه تګلارې شته. تاسو فقط همدا لارښوونې عملي کړئ، ان شأالله ډېر ژر به مثبتې پایلې ووینئ.

 

محبوبیت

په ټولنه کې نورو ته احترام ځينې وخت په شرایطو پورې تړلی وي. مثلا اکثره خلک شتمنو کسانو ته احترام کوي؛ مګر دا احترام هېڅکله د ګرانښت په معنا نه وي. شاید دلته کومه تمه موجوده وي. د ګرانښت (محبوبیت) پولې له احترام څخه بېلې دي. تاسو به هم لیدلي وي، چې ځينې خلک ډېر غریبان وي؛ خو ټول خلک یې ښه وايي او مینه ورسره لري. راځئ همداسې کسان شو، چې پرته له کومې تمې پر خلکو ګران اوسو. 

 

لومړی| مسکا مه هېروئ!

زموږ او ستاسو ستر لارښود "حضرت محمد مصطفی ص" به چې له خلکو سره مخ کېده نو مسکا به یې پر شونډو خوره وه. دې چارې هغه "ص" ټولو خلکو ته ګران کړی و. راځئ موږ هم همدا تګلاره غوره کړو.

ډاډه یم، تاسو به هم حس کړې وي، چې مُسک وګړي ډېر ژر زړه ته لاره کوي. روانپوهنه هم پر دې نظر ده، چې مسکا کولای شي ستاسو مثبت انځور نورو ته وړاندې کړي او خلکو ته ګران شئ. مسکا بېخي وړیا ده؛ نو راځئ چې مُسک اوسو.

 

دویم| د مینې ګرانښت الفاظ وکاروئ!

پخپلو خبرو کې د مینې او ګرانښت الفاظ ډېر کړئ. ګرانه، ملګریه، یاره او ... ورته نورې ډېرې کلمې شته، چې تاسو پرې د نورو زړونو ته لاره کوئ. آیا ښه نه ده، چې دا الفاظ وکاروئ؟ هم به مو پر خلکو خبرې ښې لګي او هم به ورته ګران یئ. 

 

درېيم| نظم او پاکوالی په پام کې ونیسئ

روانپوهنه د محبوبیت لپاره نظم او پاکوالی هم اړین بولي. داسې نه ده، چې تاسو دې هره اونۍ نوي جامې وکړئ، ښکلي بوټان او نور وسایل وپېرئ او ... یوازې خپل لباس او ځان پاک وساتئ. ويښتان مو منطم ږمنځوئ او د بدن/کالو پاکوالی په پام کې نیسئ. دا چاره تاسو نورو ته مهذب معرفي کوي او ستاسو یو ښه انځور خپل ذهن ته سپاري.

 

څلورم| نومونه زده کړئ!

کوښښ وکړئ د ټولو هغو خلکو نومونه زده کړئ، چې تاسو ورسره وینئ. ددې کار ګټه دا ده، چې مقابل لوری احساسوي چې تاسو ته ارزښتناک دی او په دې توګه تاسو هم مقابل لوري ته ګرانېږئ او مینه درسره کوي. دا کوم سخت کار نه دی؛ او ګټه یې بېخي ډېره ده.

 

پنځم| مرسته وکړئ!

تل له نورو سره مرسته وکړئ. مهمه نه ده، چې تاسو دي مالداره اوسئ او له خلکو سره مالي کومک وکوئ. یوازې له یو کس نه پېټی واخلئ، لاره ور وښيئ، له سړک یې پورې باسئ او ... دا هغه وړیا مرستې دي، چې کولای یې شئ. په دې توګه هم خپله ذهني سکون/خوښي تضمینوئ او هم نورو ته ګرانېږئ.

 

شپږم| وغږېږئ/غوږ ونیسئ

که ځیر شئ په ټولنه کې ځينې خلک اړتیا لري، چې خبرې ورته وشي او ځينې نور بیا خپلې خبري لري، چې باید تاسو ورته غوږ شئ. دواړه ډله خلک ښه پرېمانه پیدا کولای شئ. نو که غواړئ چې خلکو ته ګران اوسئ دا ډلګۍ ومومئ، یوې ته یې خبرې وکړئ او بلې ډلۍ ته یې خپله غوږ شئ. 

 

اووم| ګرانښت او احترام متقابل وي!

ځينې وګړي له خلکو تمه لري، چې ورته ګران اوسي او احترام یې وکړي؛ مګر خپله هېڅوک نه خوښوي او کینه کښ وي. داسې وګړي باید درک کړي، چې ګرانښت او احترام متقابل وي. ته نور ښه وګڼه ته به هم نورو ته ښه و ایسې. همدارنګه موږ باید نورو ته احترام وکړو، ترڅو احترام مو وشي.

نو راځئ دا وړیا تګلارې عملي کړو او مینه ووېشو!

Related Articles

Dec 25, 2020
14,927 views

خرمهره؛ تاسو یې په اړه څومره پوهېږئ!؟

 لیکوال: لطیف یاد په پخوانیو وختونو کې به خرو ته اوربشې ورکول کیدلې، چې ددغو اوربشو د خوړلو په پایله کې به تر څو کلونو وروسته د خرو د ژبې لاندې  وینه ټینګه  او غلیظه شوه او د یوه مرغېړي (غُدې) بڼه به یې ونیوله. وروسته به یې دغه مرغېړي (غُده) د خرو د...

Apr 30, 2022
1,594 views

امپریالېزم وپېژنئ!

په مستقیمه توګه د یوې خاورې نیولو او یا د یوې سیمې د اقتصادي کنټرول تر لاسه کولو لپاره د دولت پالیسي او کړنو ته امپریالېزم وایي، د واک او د حاکمیت سیمې پراخولو لپاره پالیسي ته وایي تر څو د یوې سیمې په اقتصاد کنټرول وکړي او یا په مستقیمه توګه سیمه اشغ...

Jun 03, 2022
2,831 views

د اسعارو پشتوانه، سره‌زر که ډالر؟

د اسعارو پشتوانه، سره‌زر که ډالر؟   عبدالوافي نایبزی   د سرو زرو د سټنډرډ مطابق، هر هغه څوک چې کاغذي پیسې لري، کولای شي د هماغه هېواد مرکزي بانک ته دا پیسي یوسي او په مقابل کې يې طلا/سره‌زر واخلي، دا په‌دې مانا ده چې کاغذي بانک‌نوټونه په حقیقي فلزا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...