په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 26, 2021
4 years ago
2,639 views
په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

کریکټ په نړۍ کې تر فوټبال وروسته دویمه مشهوره لوبه ده، چې په اوس وخت کې شاوخوا ۲.۵ بیلیونه مینه وال لري. دې لوبې په وروستیو څو کلونو کې تل د افغانانو پر شونډو مسکا راوستې ده. اوسمهال د کریکټ د شل اوریزو لوبو نړېوال جام ترسره کېږي. ددې لوبو په لړ کې افغان لوبډلې لومړنۍ رسمي لوبه په ښه شکل نندارې ته وړاندې کړه او ډېر ریکارډونه پکې جوړ شول. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې ریکارډونو په اړه پوه شئ.

 په پرونۍ لوبه کې کوم ریکارډونه جوړل شو؟
 پرون (۲۵/اکټوبر/۲۰۲۱) د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د سکاټلينډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته شوه. افعان لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې (Batting) پرېکړه وکړه، چې د محمد شهزاد د "۲۲"، حضرت الله ځاځي "۴۴"، رحمان الله ګربز "۴۶"، نجیب الله ځډراڼ "۵۹"، محمد نبي عیسی خېل "۱۱" او د اتو نورو اضافي منډو (Runs) پر مټ د سکاټلینډ لوبډلې ته د "۱۹۱" منډو هدف وټاکه.
 د توپ اچونې (Bowling) په برخه کې هم افغان لوبډلې خپله وړتیا وښوده او ښه لوبه یې وکړه. مجیب ځدران د مقابل لوري پنځه لوبغاړي، راشد خان څلور او نوین الحق یو لوبغاړي وسوځول (Out). په دې توګه د لوبې په یوولسم اور کې د سکاټلینډ ټوله لوبډله په "۶۰" منډو وسوځېده او لوبه افغان لوبډلې پخپله نوم کړه. هېره دې نه وي، چې مجیب ځدران ددې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو؛ خو دا یوه عادي لوبه نه وه؛ ګڼ شمېر ریکارډونه هم پکې جوړل شول، چې ځينې یې په دې ډول دي.

ريکارډونه

  • مجيب الرحمن په شل اوريزو لوبو کې خپل نوی ريکارډ جوړ کړ. هغه په څلورو اورونو کې د شلو منډو په ورکړې پنځه ويکټې ترلاسه کړې.
  • افغانستان دويمه لوبډله شوه، چې په نړېوالو شل اوريز جام کې د ډېرو منډو په توپیر لوبه ګتي. هېره دې نه وی، چې په لومړي مقام کې "سرېلنکا" ده. سرېلنکا په "۲۰۰۷ز" کال کې د "۱۷۲" منډو په توپیر کېنیا ته ماتې ورکړې وه.
  • مجیب الرحمن لومړنی لوبغاړی شو، چې په دې نړېوال جام کې پنځه لوبغاړي "Out" کوي.
     د "۹۹" وېکټو په ترلاسه کولو سره راشد خان د کرېکټ په نړۍ درېيم لوبغاړی شو، چې په شل اوريزو لوبو کې ډېرې ويکټې ترلاسه کوي. باید یادونه وکړو، چې تر اوسه شکيب الحسن لومړی او ملېنګا دويم مقام لري.
  • نجيب ځدراڼ په نړېوال جام کې په لومړي ځل پنځوسيزه ووهله.
  • مجيب الرحمن په نړېوال جام کې په لومړي ځل د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.
  • تر دې دمه ددې نړېوال جام د اوږدو شپږيزو وهونکو په پنځه کسیز نوملړ کې ټول افغان لوبغاړي دي.
  • تر اوسه د سږ کال نړيوال جام تر ټولو اوږده شپږيزه (۱۰۳ متره) د نجيب ځدراڼ په نوم ده.
  • مجیب الرحمن لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په نړېوال جام کې یې پنځه ويکټې واخیستې.
  • لومړی ځل دی، چې دوه افغان لوبغاړي (راشد خان او مجيب الرحمن) په ګډه په يوه شل اوريزه لوبه کې نهه ويکټې ترلاسه کوي.
  • حضرت الله ځاځي د روان نړېوال جام دویمه اوږده شپږيزه (۱۰۱ متره) ووهله.
  • مجیب الرحمن لومړنی لوبغاړی شو، چې د شل اوریزو لوبو په نړېوال جام کې د خپل لوبیز ژوند په لومړنۍ لوبه کې پنځه لوبغاړي له مخې پورته کوي.
  • مجيب الرحمن د عمر په لحاظ دويم ځوان لوبغاړی شو، چې په نړيوال شل اوريز جام کې په يوه لوبه کې پنځه ويکټې ترلاسه کوي.
  • د نړيوال جام په يوه لوبه کې تر ټولو لوړ "نيټ رَن رېټ"  (۶.۵۰) د افغانستان په نوم شو.
  • رحمن الله ګربز په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه.

Related Articles

Nov 12, 2020
4,139 views

خطرناکې رواني ناروغۍ

انسان له ټولنې سره نه شلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله...

Jun 21, 2025
1,118 views

افغانستان د څار تر سیورې لاندې؛ سیمه‌ییز ثبات، مشروعیت او د لیبرالیزم سیاستونه

لیکوال : هارون راعون د قرغیزستان له خوا د اسلامي امارت د چارواکو نومونه د "ممنوعه ډلو" له نوملړه ایستل، او همداراز د اقتصادي اړیکو پراخول، یو مهم سیاسي پیغام لري. که څه هم دا مستقیم رسمیت نه دی، خو دا یو نیمه ‌رسمي تعامل بللای شو، چې په تدریجي توګه...

Oct 19, 2023
2,072 views

د عربو او اسرایلو پرتله نفوس نقشه

دا شنه ځمکه عربان دي او په سره دايره کې بند اسرايل دي!نفوس: عربان له څلورو سو ميليونو هم زيات دي اسرايل ايله 8 ميليونه هم نه دي!اقتصاد : د اسرايل څوڅو څو چنده زياته پيسه عربانوسره ده خو د نړۍ اويا سلنه اقتصاد باندې د اسرايل اغيزې دې!نړۍ سره وصل: عربا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,703 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,134 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,012 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...