له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 29, 2021
4 years ago
3,692 views
له ماتې وروسته د بریا لټون څنګه وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

انسانان د خپل ژوند په اوږدو کې له بېلابېلو حالتونو سره مخ کېږي. خوښي، خفګان، خندا، ژړا، بریا، ناکامي او ورته نور مسایل د انسان له ژوند سره تړلي دي. له همدې امله خو ویل کېږي، چې انساني ژوند د اضدادو ټولګه ده. پر دې ټول پوهېږو، چې شپه حتمي سبا کېدونکې ده؛ نو دا هم مه هېروئ، چې ناکامي همېشه نه وي. که لاس په کار شو خپله بریا تضمینولای شو. په دې لیکنه پر همدې خبرې شوي، چې پر ماتې څنګه برلاسي شو.

 

پر ماتې څنګه برلاسي شو؟

ناکامي د ژوند په هره برخه کې تجربه کېدای شي. په کاروبار، مینه، کورنيو اړيکو او ورته نورو برخو کې د ماتې تجربه کول زموږ او ستاسو له ژوند سره تړلې مسئله ده. دا ناکامۍ رښتيا هم دردونکي وي او د انسان ذهني سکون له منځه وړي؛ خو ښه خبره دا ده، چي روانپوهان پر ماتې د برلاسه کېدو اړوند ځینې لارښوونې لري. هڅه وکړئ، دا لارښوونې عملي کړئ، ترڅو بېرته د ژوند له شېبو خوند واخلئ.

 

لومړی| ویې ومنئ!

اکثره انسانان خپله ناکامي نه مني او په دې توګه ځان ځوروي. دا ډله خلک ځان ته غولوونکې تسلي ورکوي. کېږي، و به شي او ... نور الفاظ کاروي او يا هم خیالي حللارې لټوي. لنډه دا چې دوی خپل ځانته دروغ وايي. حال دا چي انسان باید له هر څه وړاندې خپل ځان ته رښتوني اوسي. له دې خبرو څخه زموږ موخه دا نه ده، چې تاسو دې هڅه مه کوئ. خو هېڅکله ناممکن څيزونه، کېدونکي مه بولئ او خپل وخت مه ضایع کوئ. که تاسو په دې ډله کې یئ، نو باید دا عادت پرېږئ. کله چې د مرګ هومره تریخ حقیقت منلای شو، نو ایا د ژوند ماتې نه شو منلای؟

ددې چارې ګټه دا ده، چې له ځان ځورونې خلاصېږو، د وخت د ضایع کېدو مخنیوی کېږي او همدارنګه د خپل ژوند نورو مهمو چارو ته مو فکر اوړي. حقیقتونه که هر څومره تریخ هم وي ویئ ومنئ؛ په دې کې مو خیر دی.

 

دویم| یو درس او نوی فرصت یې وګڼئ! 

زه همېشه وایم، چې ژوند له پیله تر پایه ټول درس دی. خپلوۍ، اړیکې، بریا، ناکامي او ... هر څه یو درس راکوي. که تاسو له ماتې سره مخ کېږئ، نو دا یو درس وګڼئ، په دې معنا چې راتلونکي کې به له ورته خطر څخه محفوظ یئ. همدارنګه هغه ټول عوامل پېژندلای شئ، چې ستاسو د ماتې سبب کېږي. په داسې حال کې چې پخوا یې په اړه نه پوهېدئ؛ خو همدې ماتې خپلې غلطیانې، ناسمې پرېکړې او وړاندوینې در وښودلې. ددې ترڅنګ تاسو د یو کار پای ته رسېږئ او د نوي پیل موقع او فرصت ترلاسه کوئ.

 

درېيم| پر ځان د "ناکم شخص" ټاپه مه لګوئ!

دا د انسانانو ځانګړنه ده، چې له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام او بېکاره شخص په توګه ګوري؛ خو دا هېروي چې انسانان له اشتباهاتو خلاص نه دي. آن پيغمبرانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې اشتباهات کړي دي. نو زموږ په څېر عادي اشخاص کله له دې قاعدې څخه مستثنی کيدای شي؟

که تاسو له ماتې وروسته ځانته د یو ناکام شخص خطاب کوئ دا په دې معنا چې په لوی لاس خپله وړتيا او انرژي ننګوئ. دا کړنه ستاسو د ارادې د کمزورۍ سبب کېږي او له رواني ستونزو سره مو مخ کوي. 

هڅه وکړئ د نورو ايډيال اشخاصو د ژوند لوړې ژورې ولولئ، چې تسلیم شوي نه دي او خپله ماضي یې خپلې راتلونکې ته ګوته په غاښ (حيرانه) کړې ده.

 

څلورم| له نورو سره ځان مه پرتله کوئ!

د روانپوهانو له نظره له نورو سره د خپل ځان پرتله کول یو غیرمناسب کار دی او د انسان د ذهني شکنجې سبب کېږي. ممکن له ماتې وروسته تاسو د هغو کسانو په اړه ډېر فکر وکړئ، چې بریالي شوي دي؛ خو هېڅکله په دې فکر نه کوئ، چې هغوی څومره ستونزې ګاللي دي. د بل د ژوند ننداره داسې وي، لکه د غره له سره د ښار لیدل. هېڅ شور به یې نه اورئ؛ مګر که نږدې ورشئ له شوره ډک ښار به ووینئ. همداسې د هر چا ژوند موږ ته بېغمه ښکاري؛ خو اکثرا خبره برعکس وي. نو د نورو د بریا په لیدلو مه ځورېږئ او مه هم خپله ناکامي ورسره پرتله کوئ. همدا وخت د خپل ځان او شخصیت پر جوړونې ولګوئ.

 

پنځم| خپلې غلطيانې وپېژنئ!

له دې پورته لارښوونو سره ـ سره د خپل تېر هدف د ترلاسه کولو په لړ کې مو چې کومې غلطیانې کړي وي وپېژنئ. ددې کار ګټه دا ده، چې په بل پلان کې له یادو اشتباهاتو ژغورل کېږئ. مګر مه هېروئ، چې په دې اړه ډېر سوچ مو ممکن اراده کمزورې کړي. نو هڅه وکړئ خپلې غلطیانې ژر وپېژنئ، تحلیل یې کړئ او په قوي عظم سره یو نوی پیل وکړئ.

پښتانه څه ښه وایي، "چې سر ژوندی وي خولۍ ډېرې!"

Related Articles

May 23, 2021
2,093 views

پاول ایلوار

د نړۍ په ادبیاتو کې پاول ایلوار یو خاص نوم دی. نوموړی د فرانسې هېواد د شلمې پېړۍ له هغو شاعرانو دی، چې د سوریالېزم د ادبي مکتب له بنسټګرو ګڼل کېږي. په دې لیکنه کې به د همدې شاعر په اړه لا ډېر پوه شئ.   پېژندنه د فرانسې ددې ستر شاعر اصلي نوم "ایوژن...

Jun 30, 2021
3,190 views

اخلاق او ادبیات

استاد شاعر پیرمحمد کاروان یو نیم ځل په بهیر کې وایي: وبخښئ، لږ شوخ غوندې غزل دی! د کاروان صاحب دغه غزلونه که زه بهیروالو  ته واوروم، زه به بخښنه ونه غواړم. دا ځکه چې زما او کاروان صاحب په اخلاقي نظرونو کې توپیر دی. لکه څنګه چې د دوو کسانو اخلاقي لیدل...

Sep 07, 2021
3,702 views

د وږو لس روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د اوړي په را رسېدو سره د وږو بازار هم ګرم وي؛ وږي د ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خوښوونکي لري. په کلیوالو سیمو کې ځوانان سره ټولېږي او په ګډه د وږو پخولو مېله کوي. دې چارې ته "ډاډه" ویل کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې وږي کومې روغتيايي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,675 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,988 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...