د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 06, 2021
4 years ago
2,083 views
د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې کړې او ... د نوموړي ژوند او فن تل له خنډونو سره مخ پاتې شوی، چي په دې لیکنه کې یې په اړه پوهېدای شئ. 

 

ژوندلیک

د روسیې د ریالیستیکو ادبیاتو ددې نومیالي شخصیت بشپړ نوم "الکسي ماکسیمو وېچ پشکوف" دی؛ خو د ادبیاتو په نړۍ کې یې خلک د ماکسیم ګورکي "Maxim Gorky" په نوم پېژني. نوموړی په "۱۸۶۸ز" کال کې د روسیې په "نیژني نوګرد" سیمه کې زېږېدلی. د نوموړي شخصیت ته خلک دومره په درنښت قایل دي، چې اوس یې د زېږېدو ښار د هغه  (ګورکي) په نوم نومولی دی.

لکه څنګه چې مو په لومړيو کې یادونه وکړه نوموړی یو تریخ ژوند درلود. داستان یې داسې دی، چې په ماشومتوب کې یې والدین مړه شول، ورپسې یې پالونکې (نیا) هم سترګې پټې کړې او مړه شوه. تر دې چې د روزنې مسولیت یې نیکه ته تر غاړې ووت؛ مګر غریبۍ او د ژوند ستونزو يې لمنه نه پرېښوده. آن ګورکي د ځان وژنې هڅه هم وکړه؛ خو وژغورل شو. ویل کېږي، چی نوموړي په دولس کلنۍ کې په سخت کارونه پیل کړل. بزګري، اسونه څرول، څوکیداري، د خلکو ډوډۍ پخول، جوالیتوب او نور ډېر شاقه کارونه يې په کم عمر کې وکړل.

د ژوند له ډېرو خوږو محرومیت د نوموړي په آثارو کې په خورا څرګند ډول تر سترګو کېږي؛ خو که ووایو، چې د ژوند ټولو ستونزو د هغه مخه و نشوای نیولای؛ نو مبالغه به مو نه وي کړي. هغه ددې ترڅنګ چې په نانوايۍ کې یې کار کاوه، د خپل مالک کتابتون ته یې هم لاسرسی پیدا کړ او ډېری کتابونه یې ولوستل. ویل کېږي، د نانوايۍ خاوند په ګورکي کې ځانګړی استعداد لیده؛ نو ځکه یې ورته اجازه ورکړه چې له کتابونو یې استفاده وکړي او نوموړی یې تعلیم ته ډېر وهڅاوه.

وروسته یې پوهنتون ته هم لاره ومونده او د وخت له نامتو لیکوالو سره اشنا شو. د ژوند دې ټولو تجربو له نوموړي یو ښه لیکوال جوړ کړ او د "په ژورو کې، مور، یواځیتوب، توپان د مرغه، زما پوهنځی، د مني یوه شپه، د لمر بچیان، اعتراف، زما خاطرې او ..." په څېر مشهور آثار تخلیق کړل.

له بې سارو ادبي پنځونو وروسته "ګورکي" په "۱۹۳۵م" کال کې د "۶۸" کلونو په عمر ومړ. البته ویل کېږي، چې مخالفینو یې زهر ورکړي وو.

 

ویناوې

  • مور او پلار یواځيني خلک دي، چې د خپلو خدمتونو په مقابل کې د مننې تمه نه لري.
  • يو ښه معالم، په ورته وخت کې یو ښه شاګرد هم وي.
  • کله چې له خپلې دندې سره مینه ولرې، کار ساعت تېري (تفریح) وي.
  • د دولت له ګټلو څخه یې ساتل ګران دي.
  • ډېر کله چې انسانان په شخړه کې د حقیقت د کشف پر ځای د هغو پټولو لپاره وي.

Related Articles

Sep 02, 2021
3,287 views

څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟

څنګه د ناهیلې کېدو مخنیوی وکړو؟     اللهﷻ انسانان د یوې ټاکلې موخې لپاره خلق کړي دي. دا موخه د الله ﷻ عبادت او اطاعت دی. ټول انسانان ژوند کوي او په ژوند کې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کېږي، د دې ستونزو سره مبارزه دومره اسانه هم نه ده، ځینې انسانان خ...

Oct 21, 2021
2,764 views

که ماشومان مو ډېره شیطاني کوي، ممکن دا ناروغي ولري

 آیا ماشومان مو بې اندازې شوخ دي؟ لیکنه ـ لېمه دلیل ماشومان مجموع کې شوخي کوي؛ خو که تاسو داسې ماشومان پیژنئ، چې بې اندازې ډېر فعالیت او شیطانت کوي. مور و پلار، ښوونکي، ټولګیوال او یا نور ورڅخه په عذاب وي؛ نو بیا ممکن دوی یو ډول ناروغي ولري. دا نارو...

Aug 04, 2024
1,327 views

آبیاری چیست

آبیاری_چیست؟  آبیاری عبارت است از رسانیدن آب مورد نیاز نبات با دخالت انسان جهت رفع نیاز نبات می باشد. هرگاه نباتات نتوانند در طبیعیت آب مقدار ضرورت خویش را بشکل نورمال بدست آرند و با دخالت انسان نیازمندی نبات رفع گردد به آن آبیاری گفته میشود. خلاصه...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,529 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,898 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...