که ماشومان مو ډېره شیطاني کوي، ممکن دا ناروغي ولري

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 21, 2021
4 years ago
2,772 views
که ماشومان مو ډېره شیطاني کوي، ممکن دا ناروغي ولري

 آیا ماشومان مو بې اندازې شوخ دي؟

لیکنه ـ لېمه دلیل
 ماشومان مجموع کې شوخي کوي؛ خو که تاسو داسې ماشومان پیژنئ، چې بې اندازې ډېر فعالیت او شیطانت کوي. مور و پلار، ښوونکي، ټولګیوال او یا نور ورڅخه په عذاب وي؛ نو بیا ممکن دوی یو ډول ناروغي ولري.
 دا ناروغي د ADHD په نوم یادېږي ( Attention Deficiency Hyperactivity Disorder). دا ناروغي په ماشومانو کې یو له معمولو او خپرو ناروغیو څخه ده.
 په دې ناروغۍ کې ماشوم د توجه او تمرکز کموالی لري، له اندازې ډېر فعال، ډک له جنب جوشه وي او آرامه نه شي کېناستلی.
 د دې ماشومانو معمولي نښې نښانې ډېره بیقراری، زیات فعالیت، بې پامي او په داومدار ډول سره خوځښت او ښکته پورته کيدل دي، چې له یو نه په زیاتو محلونو کې لیدل کېږي. یعنی دوی په کور، ښوونځي او نورو ځایونو کې همدا ډول وي.
 که درملنه یې و نه شي، ممکن د نه تمرکز او ډېر فعالیت له وجهې له سمو زدکړو شاته پاتې او یا هم د ډېرې شوخۍ له امله د ځان او یا نورو د ژوبلولو باعث هم وګرځي. د دې ناروغۍ تشخیص څومره چې ژر وشي هومره ښه ده او د درملنې لپاره یې باید لازمې اقدامات وشي. که تداوي نه شي تر لویوالی پاتې کېږي او وروسته کلونو کې هم ممکن ځان او یا نورو ته د ستونزو لامل وګرځي. مثلا دوی به په یوه دنده کې نه شي پاتې کیدای او ورته نورو کارونو کې به د یوه الوتونکي په شان، د ونې له یو ښاخ نه بل ښاخ ته په الوتلو کې خپل عمر تېروي. دا ناروغي په هلکانو کې د نجونو په پرتله ډېره ده او معمول کلونه یې د درېیو نه تر اوه کلنۍ ده. 
 دا ډول نښې نښانې ممکن ټول ماشومان ولري؛ خو که مثلا د دوی د ښوونځي زدکړې، نورو سره اړیکې او ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شي بیا نو د دې ناروغۍ احتمال ډېر وی.

د درملنې لپاره یې له دواګانو او رفتاري تګلارو ګټه اخیستل کېږي. موثره طریقه یې رفتار درملنه ده، چې ښوونکي او والدین باید همکاري وکړي. دا ډول چې له دوی سره د مهالوېش په تعقیبولو کې همکاري وکړي. له فکر اړونکو وسایلو او موضوعاتو څخه لرې وساتل شي، لکه: ډېر میلمانه، تلویزیون کتل او ...

همدارنګه له ماشوم سره په ټاکلي وخت ډوډۍ خوړلو، دندې سر ته رسولو، ویده کېدلو او نورو مسایلو کې هم همکاري وکړي. 

Related Articles

May 19, 2022
2,082 views

د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت

ژباړه: شکېبا نادري د مطالعې لپاره تر ټولو ښه وخت څېړنې ښيي چې د مطالعې لپاره غوره وخت سهار وخته دی، ځکه چې ماغزه له اوږې دمې وروسته د کار او فعاليت لپاره تیار وي او مطالعه کوونکی کولی شي په ارامو ماغزو د خپلې خوښې موضوع مطالعه کړي.   د مطالعې لپا...

Sep 18, 2023
2,003 views

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته (Self Help in Depression):که چېرې دوه اونۍ او ياله دې څخه ډېروخت لپاره ځان خپه،نااميده،بې مينې اوبې له کوم معلوم لامل څخه بې خوبه،ډېر ستړى اوبې انرژۍ احساسوي بايد په رواني ناروغيو کې ماهر ډاکټرته ورشٸ.بې له دې چې داپه پا...

Jan 01, 2022
3,061 views

د ټېپرو (شلغم) روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د ژمي په رارسېدو سره په بازارونو کې د ټېپرو شتون او خرڅلاو هم محسوسېږي. په دې موسم کې له مهمو او ګټورو خوړو څخه یو هم ټېپر دي، چې په ځينو سیمو کې یې شلغم بولي. دا د هغو سبزیو له ډلې ده، چې اکثره خلک یې د روغتيايي ګټو په خاطر خو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,771 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,055 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...