د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

استاد لعل ځاځی
Author
Nov 16, 2021
4 years ago
2,153 views
د لوړو نرخونو د کنټرول یوویشت حللارې

1- تر ډیره بریده خلکو سره دا اندیښنه وي چې هر وخت افغانی ارزښت له لاسه ورکوي نو په همدې اساس دوی غواړي ډالر ځان سره سپما کړي کوم چې د نرخونو په لوړوالی کې مهم رول لري نو باید خلک له دغې کړنې لاس واخلي.

 

2- هیوادوال باید په ټولو راکړو ورکړو کې له افغانیو څخه استفاده وکړي.

 

3- دولت ته پکار دي چې د لویو تولیدي شرکتونو کلک حمایت وکړي او د دوی امنیت تضمین کړي. ځکه موږ د توکو د تولید د کمښت سره مخامخ یو.

 

4- د پانګونې د کموالی له وجې نرحونه لوړیږې نو په همدې اساس باید دولت داخلي او بهرني پانګوال پانګوالی ته تشویق کړي.

 

5- د ډالرو د قاچاق مخنوی وکړي.

 

6- په ټرانسپورټ او انتقالاتو کې د خنډونو له منځه وړل( مصارف لوړوي نو په نتیجه کې قیمت لوړیږې).

 

7 اخباري قیمتونه: ځینې وخت سوداګر او هټیوال د ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو د ناسمو خبرونو او معلوماتو ښکار کیږې چې په نتیچه کې دوی نرخونه لوړوي.( که مطبوعاتو وویل چې غوږ د سپي وړی اول وګوره چې غوږ شته او کنه بیا تصمیم نیسه) بدبختانه د ناورین په وخت کې اکثره وخت موږ د اخباري قیمتونو ښکار شوي یو.

 

8- دا چې افغانستان یو وارداتی هیواد دی نو پدې وروستیو کې د وارداتو د کموالی له وجې نرخونه لوړ تللي دي چې د وارداتو زیاتوالی یاده ستونزه حل کولی شي.

 

============================================================

د اوسنی وضعیت نه واراخوا عمومي حللارې!

 

9]  د بودجې د کسر سیاست: 

کله چې موږ او تاسې د توکو تولید ولرو نو بازار ته د پیسو د عرضې په مقدار کې زیاتوالی راوستل اړین دي. یعنې موږ کولای شو نورې پیسې هم چاپ کړو او کچیرې تولیدات نوي او پیسې چاپ کړو نو انفلاسیون رامنځته کیږې او نرخونه لوړیږې.

 

10] کچیرې دولت د تولیداتو او توکو پر تولید لګښت ونکړي او یوازې په استهلاکي او عادي لګښتونو باندې پیسې مصرف کړي نو قیمتونه لوړیږې چې باید مخه یې ونیول شي او د توکو تولید ته جدي توجه وکړي.

 

11]  په دولتي برخه کې د استخدام زیاتوالی: ځینې وخت دولت د خپل ټولنیز سیاست مطابق د بیکاری او بې سباطی د مخنوی لپاره د استخدام کچه لوړوي نو پدې وجه د پټې بیکاری او مصنوعی عاید له وجې تقاضا ډیریږې او نرخونو مخ پر لوړیدو ځي. چې دې برخه کې باید تعادل په پام کې ونیسي.

 

12] د قیمتونو د جګوالی له کبله د سپما شوو پیسو کارونه نرخونه پدې خاطر لوړوي چې په بازار کې توکو ته تقاضا زیاتیږې نو باید یاده اندیښنه هیوادوال ونکړي.

 

13] پیسې په اسعارو تبادله کول نرخونه لوړوي.

 

14]  د پیسو پواسطه  ثابتو شتمنیو رانیوال یادو شتمنیو ته تقاضا لوړوي چې په نتیچه کې نرخونه لوړوي.

 

15] د توکو تمام شد قیمت کموالی او د لیږد د مصارفو د کموالې هڅې

 

16] د پرمختګ او تولید د عواملو ترمنځ نامساوات

 

17] د یو ښه او مرکزي بانکي سیسټم شتون

 

18] په ازاد بازار کې د سود د بیې د لوړوالی مخنوی کول

 

19] د پور دولتي اسنادو نشرول

 

20] له کریډټي سیاستونؤ څخه د سوداګرو لپاره ګټه پورته کونه

 

21] د احتکار د محنوی لپاره  لازم اجراات ترسره کول

 

 

دا هغه عمومي لارې چارې دي چې د نرخونو په کنټرول کې لاس لري.

 

نوټ: لومړنی 8 لارو عملي کولو ته په اوسنی شرایطو کې ارشد ضرورت دی.

Related Articles

May 27, 2025
1,236 views

د افغانستان د اسعارو تحول

د افغاني روپۍ تاریخچه: له پيله تر اوسهد افغانستان د ملي اسعارو، یعنې افغاني، تاریخ ډېر اوږد او له بدلونونو ډک دی. د دې اسعارو بنیاد د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې ایښودل شوی دی. مخکې له دې چې افغاني رسمي روپۍ شي، خلکو به د نورو هېوادونو سکې، لکه هندي...

Nov 22, 2021
2,108 views

په افغانستان کې د ماشوم نړېواله ورځ ولې و نه نمانځل شوه؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړېواله کچه بېلابېلو ډلګيو او یا هم پدیدو ته ورځې ځانګړې شوي دي او هر کال نمانځل کېږي. موږ او تاسو د سولې، د ښځو، د ملګرتیا، د ځوانانو، د مور او ګڼې نورې نړېوالې ورځې لرو، چې په بېلابېلو هېوادونو کې نمانځل کېږي. له دې نمانځنو...

Jan 10, 2024
981 views

په ودانیزو چارو کې د هیمپ کارونه

په ودانیزو چارو کې د هیمپ کارونه پیلیزه: هیمپ، یا صنعتي هیمپ، د کینابېس سیټیوا کښت بوټانیکل طبقه ده چې په ځانګړي توګه د صنعتي ، مصرفي کارونې او د محصولاتو پراخه لړۍ جوړولو له پاره کارول کېدی شي. د بانس سره یوځای، هیمپ په ځمکه کې ترټولو ګړندي وده کو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,688 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,131 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...