To start downloading books

Please sign in or create an account.

د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

د اټکۍ (سکسکه) عاجله درملنه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

اټکۍ یو طبیعي حالت دی، چې انسانان ورسره مخ کېږي. دې چارې ته په فارسۍ کې "سکسکه" وايي. که څه هم دا حالت معمولا بې ضرره وي؛ خو د انسان عادي ژوند له خنډ سره مخ کوي. خلکو ته ځورونکې تمامېږي او کله ناکله خو بیا آن د انسان روغتيا ته زیان هم رسوي.

په ټوله کې اټکۍ د داسې ستونزو له ډلې ده، چې خورا ژر یې درملنه کېدای شي؛ مګر ډېری خلک چې پر دې تګلارو نه پوهېږي، ډېر وخت له دې حالت څخه ځورېږي.

موږ په دې لیکنه کې پر همداسې لارو چارو غږېدلي یو، چې پر مټ یې د اټکۍ چټکه درملنه کېدای شي او له دې حالت څخه وتلای شئ.

 

اټکۍ څه شی وي؟

تر ځيګر لاندې د ديافراګم پرده موقعیت لري، چې د معدې او ځيګر تر منځ همدا بېلوونکې پوله ده. نو هر کله چې دا پرده انقباض پیدا کړي، انسان اټکۍ کوي او بې اختیاره یې یو ډول غږ له خولې وځي. په هر حال؛ دا هغه څه و، چې موږ په علمي ډول د اټکۍ په اړه پوهوي. اصلي موضوع دا ده، چې اټکۍ څنګه ودروو؟ دا لارښوونې عملي کړئ.

 

لارښوونې

که څه هم اټکۍ اکثرا پخپله درېږي او کومې خاصې درملنې ته یې اړتیا نه وي؛ مګر که بیا هم غواړئ ژر له دې ستونزې خلاص شئ، له دې لاندې تګلارو څخه یې یو عملي کړئ او اټکۍ مو ودروئ.

لومړی| وېره

که څوک "اټکۍ" کوي، هڅه وکړئ ویې وېروئ او یا یې اندېښمن کړئ. په دې توګه به د نوموړي "اټکۍ" ډېر ژر ودرېږي او له ځورېدو به خلاص شئ. تاسو کولای شئ، د یوې چغې په واسطه یې ووېروئ او یا هم کولای شئ تهمت ور پورې وتړئ. البته فقط ددې لپاره چې اندېښمن شي. کله چې یې اټکۍ ودرېږي بېرته ورته حقیقت ووایاست.

 

دویم| بوره

له بورې څخه ګټه واخلئ. نیمه کاشوغه بوره مو تر ژبې لاندې کېږدئ له دوه دقیقيي وقفو سره درې ځلې همداسې وکړئ او ډېر ژر به د "اټکۍ" له ځورونې خلاص شئ. 

 

درېيم| تنفس

د "اټکۍ" د درولو یوه بله تګلاره دا ده، چې تاسو کولای شئ د لنډې مودې لپاره خپل تنفس حبس کړئ. یعنې تر یوې مودې ساه مه اخلئ او دا کار څو ځلې تکرار کړئ، نو و به وینئ چې "اټکۍ" مو درېږي.

 

څلورم| اوبه 

د اوبو د غړغړه کولو په مرسته مو هم د "اټکۍ" درملنه کېدای شي. که غواړئ د "اټکۍ" چټکه درملنه مو وشي نو د اوبو اغېز او ارزښت هم په پام کې ونیسئ. یو ګیلاس اوبه مو درد دوا کولای شي. له دې ټولو سره ـ سره دا لارښوونې هم په یاد ولرئ.

  • یو ګیلاس يخې اوبه وڅښئ.
  • د لنډې مودې لپاره خپله ژبه وباسئ.
  • پر لیمو چک ولګوئ.
  • د ورمېږ شا مو ومږئ او یا هم یوه ضربه ورکړئ.
  • په یو کار بوخت شئ (ځان مصروف کړئ.)

 

مه هېروئ!

که له پورته تګلارو څخه یوه هم کار ور نه کړ او د "اټکۍ" موده مو له دوو ورځو پسې اوږده شوه؛ نو حتما ډاکټر ته مراجعه وکړئ. روغتياپالان پر دې باور دي، چې که د "اټکۍ" موده تر دوو ورځو وغځېږي بدن ته تاوان رسوي.

Related Articles

ام ستاسو د ویښتانو ساتونکی

ام د بتاکاروتن، وېټامین اې، وېټامین سي او پوتاشیمو اصلي منبع ګڼل کېږي. نیم ام د بلې مېوې له یوه واحد سره برابر دی چې ۷۰ کالوري انرژي لري.سره له دې ام ستاسو د ویښتانو وزن کې بدلون راولي او ویښتان مو له موخوره څخه ژغوري. د هغو ویښتانو بیخونو سره مرسته کوي چې زیان یې لیدلی وي. د امو یو ګیلاس یخ جوس څښل په طبيعي ډول ستاسو بدن د انرژۍ له اړخه پر ځان بس...

ټوټل سټیشن پواسطه دمساخت پیدا کول

د ټوټل سټیشن پواسطه د مساخت پیدا کول.!! د ټوټل سټیشن پواسطه باندی موږ کولای شو دوه ډوله مساحتونه پیدا کړو .۱. د منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کول۲.د غیری منظم هندسي شکلونو د مساحتونو پیدا کولپه یاد مو وي چې دواړه عمليه د BM موجودیت ته اړتیا نه لري خو د ماشین ببل کول او په لیول سيټ کول پکې ضروردی.۱. لومړی عملیه خو داسې ترسره کوو چې په ساحه کې ما...

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد د ولسمشر "جوبايډن" په اړه هر اړخيز معلومات ولولئ.   جوبایډن څوک دی؟ د امریکا د اوسني ولمسشر بش...

Recommended Articles

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثير له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي. د انسان په بدن...

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...