د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

K
Ketabton
Author
Aug 09, 2020
5 years ago
14,697 views
د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟
پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي.

په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه دلته لاندې یې موږ څو مثالونه وړاندې کوو…

— د امیندوارۍ پر مهال د پوستکي توروالی یا تور داغونه:
هغه مېرمنې چې د مورتوب خوند یې کتلی وي، کله چې مېرمنې حمل واخلي، نو په وجود کې یې ځینې داخلي او بیروني نښې نښانې راڅرګندېږي، چې باید نوې مور کېدونکي مېرمنې ورته وارخطا نشي. یو له دغو ظاهري نښو د مخ په پوستکي کې د تورو داغونو او لکو نښې نښانې دي، چې د ماشوم تر زېږولو وروسته په کراره بېرته ښې کېږي او د تشویش مسله نه ده، خو که په اوږد مهال کې ولیدل شوې، نو یو ځل حتمې له ډاکتر ته مشوره وکړئ.

— د لمر وړانګې:
قهوه یي رنګه توروالی چې د لاسونو تر شا، مخ او غاړه کې لیدل کېږي د لمر د وړانګو له امله رامینځته کیږي. د دې نښو نښانو د مخنیوي ښه لاره همدا ده چې که تاسو د لمر تر وړانګو لاندې کاروبار کوئ، نو داسې خوله او دستکشی وکاروئ، چې پوستکی مو د لمر له وړانګو خوندي وساتل شي.

— ځینې درمل هم د پوستکي د تورو داغونو سبب کیږي:
د “لیکن پلان” په نوم د پوستکي یو شمېر ناروغۍ د ځینو درملو د خوړلو له وجې رامنځته کېږي، خو په مشخص ډول دغه درمل نه دي ښودل شوي، بلکې شته ځینې درمل چې پوستکی ورسره حساسیت ښیي او له همدې وجې پرې تور داغونه جوړیږي او رابرسېره کېږي.

خو ځینې تورې نښې نښانې بیا یوازې داغونه نه، بلکې ناروغۍ هم وي، چې باید ورته په خپل وخت جدي پاملرنه وشي، د بېلګې په توګه د “ملانوما” په نوم د پوستکي توروالی د سرطان سرچینه وي.

— ارثي نښې نښانې:
شاید ځینې یې د محوه کولو څه فکر ونه لري، اما اکثریت بیا له دې ځوریږي او ډاکترانو ته مراجعه کوي، چې څنګه کېدلی شي د پوستکي هغه نښې نښانې هم له منځه یوسي، چې ارثي بلل کېږي.

په دې وروستیو کې په داسې لایزري شعاوو کار روان دی چې د ارثي نښو نښانو له منځه وړو کې مرسته کولی شي. اوسمهال په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې دا امکانات شته دي، خو مصرف یې خورا زیات دی.

Related Articles

Nov 26, 2020
11,464 views

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د ش...

Nov 06, 2020
3,034 views

د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتو...

Sep 18, 2023
2,001 views

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته

په ډپرېشن کې له ځان سره مرسته (Self Help in Depression):که چېرې دوه اونۍ او ياله دې څخه ډېروخت لپاره ځان خپه،نااميده،بې مينې اوبې له کوم معلوم لامل څخه بې خوبه،ډېر ستړى اوبې انرژۍ احساسوي بايد په رواني ناروغيو کې ماهر ډاکټرته ورشٸ.بې له دې چې داپه پا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,685 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,995 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...