که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

i
imranghani
Author
Dec 06, 2021
4 years ago
2,590 views
که دشپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې تر سره کړﺉ!

لیکنه: شکېبا نادري، که د شپې خوب نه درځي، دا شپږ کړنې ترسره کړئ!

 

ټول بالغ انسانان په څلور ویشت ساعتونو کې اته ساعته خوب ته اړتیا لري، خو داسې کسان شته چې په څلور ویشت ساعتونو کې پینځه یا شپږ ساعته خوب کوي، لږ خوب کول هم د روغتیا لپاره ضرر لري او هم د ورځنیو کارونو مخنیوی کوي او د بېلابېلو ستونزو لامل کېدلای شي، خو ځینو کسانو ته بیا د درملو د خوړلو او یا کوم بل لامل لپاره خوب نه ورځي او له اتو ساعتونو څخه لږ خوب کوي ان تر دوو یا درېیو ساعتونو ډېر خوب نه شي کولای.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپله بې خوبي له منځه یوسوو او کوم شیان زموږ د بې خوبۍ او د خوب د ګډوډۍ لامل کېږي، که تاسو هم غواړئ په دې اړه پوه شئ، لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

۱. کتاب ولولئ!

 هغه کسان چې د شپې له خوا خوب نه ورځي او تر ناوخته پورې ویښ وي، تر ټولو غوره لار یې د کتاب لوستل دي، مطالعه د دې لامل کېږي چې انسان راحت او ارامه خوب وکړي.

 

۲. یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ!

د شپې له خوا او له ویده کېدو څخه مخکې یو ګېلاس ګرمې شیدې هم د دې لامل کېږي چې ستاسو خوب منظم او ارامه شي، نو هڅه وکړئ چې هره شپه له ویده کېدو څخه مخکې  یو ګېلاس ګرمې شیدې وڅښئ.

 

۳. الکټرونکي وسایل له ځان څخه لرې کړئ!

هغه کسان چې خوب یې کم دی او په اسانۍ خوب نه ورځي، باید له خوب څخه مخکې الکټرونکي وسایل لکه، موبایل، کمپیوټر او داسې نور شیان له ځان څخه لرې کړي، تر څو ښه خوب وکړي. 

 

۴. د خونې مو ډېره مه تودوئ!

د خونې ډېره توده هوا هم د خوب د نا ارامۍ لامل کېږي، نو هڅه وکړئ چې د خپلې خونې هوا په عادي حالت کې وساتئ، یعنې نه ډېره توده او نه ډېره سړه وي.

 

۵. غږیز کتابونه واورئ!

ډېری وخت د غږیزو کتابونو یعنې ناولونو، لنډو کیسو او داسې نورو کتابونو اورېدل هم د دې لامل کېږي، چې ژر خوب درشي او ارامه خوب وکړئ.

د غږیزو کتابونو اورېدو لپاره د کتابتون یوټیوب چاینل په لاندې لېنک خلاص کړﺉ او غږیز کتابونه واورﺉ.

https://youtube.com/c/Ketabton-official

۶. کافیین مه خورئ!

هغه کسان چې مخکې له ویده څخه داسې مایعات څښي چې کافیین لري، خوب یې کمېږي، دا مایعات لکه چای، قهوه او داسې نور دي، نو که غواړئ چې ارامه خوب ولرئ د دې مایعاتو له ډېرو څښلو ډډه وکړئ.

سربېره پر دې داسې نور خواړه او مایعات هم شته چې د بې خوبۍ لامل کېږي، خو موږ یې له یادونې تېرېږو، ځکه چې د ټولو یادونه یې زموږ د لیکنې د اوږدېدو لامل کېږي، نو همدا یاد ټکي بسنه کوي.

Related Articles

Feb 25, 2024
947 views

ځلیدونکي کانکریټ

ځلیدونکي کانکریټ –ډولونه ،کارول او ګټې . Burnished Concrete – Types, Uses and Benefits انجینر فرید عاطفځلیدونکي کانکریټ دودیز کانکریټ دي چې له دوه ځلې زیات ګلماله کیږي څو د کانکریټو سطحه سخته جوړه شي –داسې کانکریټ مداومت لرونکې وروستی پوخ او ځلیدونک...

Jan 25, 2021
3,641 views

هګۍ کومې روغتیايي ګټې لري؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی د هګيو روغتيايي ګټې له هغه ډېر زیات دي، چې تاسو یې په اړه کوم فکر لرئ.  په دې لیکنه کې به د هګيو پر ګڼو روغتيايي ګټو پوه شئ! هګۍ یو له هغو ګوتو په شمار خوراکي توکو څخه ګڼلای شو، چې "قوي خواړه" یې بولو. هګۍ له هغو مغري توکو څخه ډ...

Feb 24, 2022
1,945 views

د کامیابۍ خبرې

ليکنه ـ ریاض مقامزی   که په ژوند کې د پرمختګ، بریا، خوښۍ او سکون په لټه کې یئ؛ نو دا لارښوونې تل په یاد ولرئ او عمل پرې وکړئ.  د "خلک به څه وايي؟" مفکوره ختمه کړئ. له ډېرو خبرو ځان وژغورئ. مسکا خپل عادت وګرځوئ. تل یوه اندازه پیسه سپما کوئ، ترڅ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...