خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 09, 2021
4 years ago
3,031 views
خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ. شاید ډېر اسانه کارونه هم و نه شئ کولای.

موږ همدې ستونزې ته په کتو هڅه کړې ده، چې تاسو ته د ارادې د پیاوړتیا تګلاره وښيو. دا ځکه چې ستاسو بریا زموږ هیله ده.

پیاوړې اراده ولې مهمه ده؟

د ارادې د پیاوړتیا پر ګټو خورا ډېرې خبرې کېدای شئ؛ خو که موږ یې په لنډ ډول ووایو، د هرې کامیابۍ لپاره د ارادې پیاوړتیا حیاتي ارزښت لري او پرته له پیاوړې ارادې تر بریا نه شئ رسېدلای؛ نو که په ژوند کې د بریا او کامیابي غوښتنه لرئ خپلې ارادې حتما پیاوړې کړئ.

کمزورې اراده څنګه معلومه کړو؟

شاید ځينې خلک پوه نه شي چې د ارادې کمزوري لري؛ نو د همدې لپاره په لنډ ډول وايو، چې د خپلې ارادې کمزوري څنګه معلومه کړئ. لومړی وګورئ که هیلې او اهداف لرئ خو کار ورته نه کوئ یا یې د ترلاسه کولو لپاره هڅه نه کوئ، نو پوه شئ چې د ارادې کمزوري لرئ.

دویمه نښه دا ده، چې د کار له پیلولو وروسته یې په نیمه کې پرېږدئ. که دا دواړه نښې لرئ. نو د خپلې ارادې د پیاوړتیا لپاره دا لارښوونې عملي کړئ.

لومړی| کوچني اهداف وټاکئ!

روانپوهان د ارادې د پیاوړتيا لپاره لومړنۍ لارښوونه دا کوي، چې تاسو لنډمهالي او کوچني هدفونه وټاکئ. په دې سره ستاسو اراده پیاوړې کېږي. مثلا ووایئ، چې په دې اونۍ کې درې نوي حدیثونه زده کوم، یا د انګلېسي ژبې سل لغاتونه زده کوم او ورته نورې موخې چې په کم وخت او لنډه موده کې ترلاسه کېږي. کله چې تاسو یاد هدف ترلاسه کوئ، دا کار مستقیما ستاسو د ارادې پر پیاوړتيا تاثیر کوي او دا په حقیقت کې د ځان تشویقولو یوه بهترینه تګلاره هم ده.

دویم| ځان منظم وساتئ!

د دویمې لارښوونې په توګه ویلای شو، چې همېشه ځان منظم وساتئ. پاک کالي پر تن کړئ، حمام کوئ او همدارنګه ويښتان مو ږمنځ ساتئ. په دې توګه ستاسې ورځنۍ چارې هم منظمېږي او په پای کې د یوې پیاوړې ارادې خاوند کېږئ.شاید تاسو ته دا کارونه عادي ښکاره شي؛ خو په حقیقت کې ډېرې ښې پایلې یې لیدلای شئ.    

درېیم| یو ساعت خاموشي اختیار کړئ!

د خاموشۍ اختیارولو دا تګلاره خورا ګټوره ده او د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې له دې طریقې ګټه اخیستل کېږي. دا میتود داسې دی، چې تاسو به هره ورځ د یوه ساعت لپاره مطلقه خاموشي اختیاروئ او له هېچا سره به نه غږېږئ. دې کار ته یوه میاشت دوام ورکړئ، چې ډېرې ښې پایلې به ووینئ. البته د خاموشۍ په وخت کې حتما مثبت فکر کوئ.

څلورم| ورزش وکړئ!

د ورزش له روغتيايي ګټو به ټول خبر یئ؛ مګر دا به مو نه وې اورېدلي چې ورزش ستاسو د ارادې په پیاوړتیا کې هم خورا ګټور ثابتېږي.

کوښښ وکړئ هره ورځ ورزش وکړئ. اړینه نه ده، چې تاسو دې کلب ته ورشئ، په ډېره ساده بڼه هم ورزش کولای شئ. پخپلې حویلۍ، کوڅه او یا بل ځای کې د ورځې نیم ساعت ـ یو ساعت قدم وهل هم ستاسو په ورزش کې حسابېدای شي.

پنځم| هڅوونکي ویناوې/کتابونه واورئ/واورئ!

د تشویقوونکو ویناوو اورېدل هم د ارادې په پیاوړتیا کې ګټور ثابتېږي. په دې برخه کې تاسو کولای شئ له هغو کسانو سره ووینئ چې تل مو هڅوي. ورسره کښېنئ، خبرې یې واورئ او مجلس ورسره وکړئ. همدارنګه هڅوونکي/انګېزه بخښوونکي کتابونه ولولئ او یا هم په ټولنیزو رسنیو کې انګېزه بخښوونکو ویناوو ويډيوګانې ولټوئ او هره ورځ یې اورئ.

شپږم| خوب مو پوره کړئ!

وروستیو ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې بې خوبي د ارادې له کمزورو کوونکو عواملو څخه ده. که تل بنډارونه کوئ او یا هم د شپې تر ناوخته ويښ پاتې کېږئ؛ نو ډېر ژر به د ارادې له کمزورۍ سره مخ شئ او تل به پخپلو چارو کې ناکامي تجربه کوئ؛ نو تل هڅه وکړئ چې خوب مو پوره او منظم وي.

اووم| پر شهوت برلاسي شئ!

د یوې بلې سروې موندنې ښيي، چې شهوت کې پاتېدل او د جنسي اړیکو په اړه فکر کول، یا هم د بربنډو فلمونو لیدل د ارادې د مطلقې کمزورۍ سبب کېږي. نو هڅه وکړئ پر شهوت مو برلاسي شئ. دا سمه ده، چې په ځوانۍ کې دا چاره ضروري ده؛ خو که ستاسو ذهن د جنسي اړیکو پر لور ځي، پاڅېږئ، قدم ووهئ، د ملګرو خواته لاړ شئ، لوبې وکړئ او ... په دې توګه مو پر شهوت برلاسي کېدای شئ.

اتم| روغتيا ته مو پام وکړئ!

د ارادې له کمزوري کوونکو عواملو څخه یو هم ناروغي ده. نو زموږ توصیه دا ده، چې خپله روغتيا بابیزه مه ګڼئ. تل خپل صحت ته لومړيتوب ورکړئ او هېڅکله د خپلې روغتيا په اړه مه بې غوره کېږئ.

نهم| ځان ته په کم نظر مه ګورئ!

ځان کمزوری او عبث ګڼل پخپله د ارادې د کمزورۍ سبب کېږي. ددې لپاره چې خپل ځان متفاوت او پیاوړی ووینئ دا کار وکړئ.

  • خپلې لاسته راوړنې په یاد راوړئ.
  • له ځانه کمزورو خلکو ته وګورئ.
  • همدا اوس له میلیونونو هغو کسانو غوره یئ، چې لوستل یې نه دي زده
  • تل له ځان سره وایئ "زه یې کولای شم"، پیاوړی یم او...

لسم| مناسبه غذا وخورئ!

تاسو به فکر کوئ، چې غوښې، کبابونه او نور قیمتي خواړه به مناسبه غذا وي؛ خو داسې نه ده، روانپوهان وايي چې د ارادې د پیاوړتيا لپاره هغه خواړه خورئ، چې په بوټو پورې اړوند وي. سابه، ګلپي، زردک او ورته نور خواړه. دا ټول کولای شي ستاسو اراده پیاوړې او بریا مو تضمینه کړي.

Related Articles

Nov 17, 2021
2,047 views

د سوځیدو درملنې لپاره اسانه کورنۍ نسخې

د بدن سوځیدل یو له سختو دردونو څخه ګڼل کیږي چې جدي او چټکې درملنې ته اړتیا لري، خو کله چې سوځېدل له خطره خالي او په ښکته درجه کې وي نو په لاندې کورنۍ لارو یې درملنه کولای شئ.شاتشات بې شمېره روغتیایي ګټې لري خو د سوځېدو په مخنیوي کې هم د مرهم په ډول غ...

Oct 10, 2025
753 views

په امریکا متحده ایالاتو او بریټانیا کې د دوه ګوندي سیستم د موجودیت دلایل

خلاصه دغه علمي، سياسي او څېړنېزه لېکنه د آمريکا او بريټانيا د دوه ګوندي سيسټم پر دلايلو باندې تمرکز کوي. آمريکا او بريټانيا هغه دوه هېوادونو څخه عبارت دی؛ چې د دوه ګوندي سيستم لرونکي دي. او د ديموکراسي او آزادۍ په برخه کې سرلارې هېوادونه شمېرل کېږي....

Jan 19, 2021
2,314 views

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغې

مور له حاله، د بې خبره ماشوم چیغېمور یې مړه نه وه خو ولې بی هوښه شوې وه؟بیګا یوځای مېلمه وم، له ملګرو سره مو خوندور بحث او تیریادونه یاد کړل، د شپې شاوخوا لس بجې وي، چې د کور دروازه په زوره زوره وټکول شوه، او ورسره غبرګ د ماشومانو غږونه شول او ویل یې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,687 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,130 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,996 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...