آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 11, 2021
4 years ago
4,123 views
آیا د کرونا واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

په دې وروستیو کې د کرونا ضد واکسینونو په اړه بېلابېلې اوازې خپروې شوي دي، چې ډېری یې په جنسي اړیکو پورې اړه لري. یو له دې اوازو څخه دا ده، چې ویل کېږي د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرم کمزوري کوي او دوی له شنډوالي سره مخ کوي.

که په ساده ټکو یې ووایو، نو ادعا شوې ده، چې که څوک د کرونا ضد واکسین وکړي نو اولادونه به یې نه کېږي؛ خو دا چې دا اوازه څومره رښتيا ده او وروستۍ څېړنې کومې پایلې لري، په دې لیکنه کې یې لوستلای شئ.

آیا د کرونا ضد واکسین رښتیا هم د نارینه وو جنسي وړتيا کمزورې کوي؟

که څه هم لا له وړاندې څو څېړنو دا ثابته کړې ده، چې د "کوویډ ۱۹" ضد واکسینونه هېڅکله نارینه نه شنډوي او د نارینه وو سپرمونه نه کمزوري کوي؛ خو د نوو څېړنو پایلې لا ښه او حيرانوونکي دي.

امریکايي څېړونکو په دې اړه تازه پلټنې کړي دي او د نارینه وو سپرمونه یې د mRNA په مرسته د کرونا واکسین له تزریق وړاندې او وروسته کتلي دي. ترلاسه شوو پایلو ښودلې ده، چې د اوازو برعکس د کرونا ضد واکسین د نارینه وو سپرمونه لا پیاوړې کوي او کیفیت یې لوړوي.

په دې څېړنه کې چې د میامي پوهنتون څېړونکو لخوا ترسره شوې، پایلې یې د طبي تخصص په مجله (جاما نيټورک ـ Jama Network) کې خپرې شوې دي. په دې تحقیق کې د "۴۵" تنه هغه نارینه وو د سپرمونو نمونې څېړل شوي دي، چې عمرونه یې د "۱۸" او "۵۰" کلونو ترمنځ وو. دې کسانو د بایونټيک/فایزر او یا مدرنا واکسینونه ترلاسه کړي وو. همدارنګه د سپرم نمونې یې د کرونا واکسین له ترلاسه کولو ۷ یا ۸ ورځې وړاندې او ۷۰ ورځې وروسته له واکسین څخه اخیستل شوي او څېړل شوي دي.

پرته له اتو تنو د نورو د سپرمونو په کیفیت کې هېڅ ډول توپیر نه و راغلی؛ مګر د اتو تنو په سپرمونو کې د اوازو برعکس لا ښه والی لیدل شوی او کیفیت یې تر پخوا څو چنده لوړ شوی و.

آزاده ژباړه

Related Articles

Oct 04, 2021
1,774 views

د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی  کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه...

Jan 04, 2021
2,031 views

ولې پر اپينو يا ترياکو روږدي کېږو؟

دا ځکه چې مورفین تریاک او مخدره مواد عصبي ریسپټورونه لري. مونږ ورته اخذه یا آنټن وایو نو ځکه دستي په نیم ساعت کې اغیزه کوي. اوپیوییډ په درېيو برخو ویشل شوي درمل دي. یو چې خالص د بوټو څخه جوړ شوي وي، لکه: مورفین او کوډیین.  دوهم نیمه عضوي یعنې چې طبیع...

Apr 04, 2023
3,408 views

انجینری خولۍ د رنګونو اړوند

خولۍ د رنګونو اړوند1)#سپين_رنګسپين رنک خولۍ انجينران, سوپروایزران, او فورمینان استعمالوي.2) #سور_رنګسور رنګ هغه څوک استعمالوي چې د اور وژنې اړوند کار کوي.3) #آبي_رنګآبي رنګ هغه څوک استعمالوي چې د برق, نجارۍ او نور تخنيکي کارونه کوي.4) #زیړ_رنګدغه رنګ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,679 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...