د بنجامین لنډ ژوندلیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 12, 2021
4 years ago
4,865 views
د بنجامین لنډ ژوندلیک

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

د بعضي هېوادونو پر پیسو د ځینو مخورو شخصیتونو انځورونه وي او ددې معنا دا ده، چې یاد کس خپل هېواد، ولس، نړۍ او یا بشریت ته لوی خدمتونه کړي دي.

یو له دې کسانو څخه "بنجامین" دی، چې د امریکايي ډالرو پر سلګون لوټونو (نوټونو) یې انځور چاپ شوی دی. تاسو به په دې لیکنه کې نوموړی په بشپړ ډول وپېژنئ.

د فرانکلین لنډ ژوندلیک

د امریکا ددې پیاوړي لیکوال، سیاست مدار، طبیعت پېژندونکي او مخترع بشپړ نوم "بنجامین فرانکلین" دی. نوموړی د "۱۷۰۶ز" کال د جنورۍ په اوولسمه نېټه په بوستون سیمه کې وزېږېد.

بنجامین د امریکا متحدا ایالاتو له بنسټ ايښودونکو څخه شمېرل کېږي. د نوموړي پلار "فرانکلین نومېده. یو مخترع انسان و، چې پخپل وخت کې یې صابون او شمع تولید/کشف کړي وو. بنجامین د خپل پلار لسم زوی او پنځلسم اولاد و. نوموړي له ماشومتوبه د علمي، مذهبي او ادبي کتابونه له لوستلو سره لېوالتیا لرله او د مطالعې له خزانې یې ډېر څه ترلاسه کړي وو.

بنجامین یو څه موده د خپل ناسکه ورور "جیمز فرانکلین" په چاپخونه کې کار وکړ او د لومړي ځل لپاره یې په "۱۷۲۲" کال کې "۱۴" کوچني او طنزیه مقالې په ورځپاڼه کې خپرې کړي؛ خو په همدې کال کې د یوې جنجالي مقالې له کبله ورځپاڼه له خپرېدو منع شوه او جیمز چې د ورځپاڼې مسول پر یوه میاشت زندان محکوم شو. په دې توګه د ورځپاڼې مسولیت بنجامین ته ور تر غاړې ووت.

نوموړي د چاپ په برخه کې خورا ډېر کار وکړ او خورا ډېر کتابونه یې خپاره کړل. له همدې امله یې د کتابت او مطبوعاتو په برخه کې ښه نوم ترلاسه کړ.  

هغه د خپل ژوند په اوږدو کې ټولنیزو او د خیر ښېګڼې عمومي فعالیتونو ته هم مخه کړه. د ښارونو پاکوالی، روښنایي، د مکتبونو تشکیلاتي نظام، کتابخانو او نورو برخو کې د نوښتونو او فعالیتونو له کبله ډېر شهرت وموند.  

بنجامین فرانکلین په "۱۷۴۸ز" کال کې خپله انتشاراتي موسسه ترک کړه او په "۱۷۵۰ز" کې د پنسلوانیا د پارلمان غړی شو. د یو فعال ادبي، سیاسي او مخترع شخصیت په توګه یې په بېلابېلو برخو کې تر ګڼو لاسته راوړنو وروسته په "۱۷۹۰ز" کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړي. 

Related Articles

Jan 27, 2022
2,363 views

د اندېښنو ونه

لیکنه ـ ریاض مقامزی   حکايت دی، چې کله ترکاڼ (نجار) ماښام کورته راستون شو، نو یو مېلمه هم ورسره راغی. کله چې کور ته ننوتل، نجار د انګړ (حوېلۍ) په منځ کې د ونې ترڅنګ څو دقیقې ودرېد او بیا له مېلمه سره د مېلمنو کوټې (حجرې) ته ننوت. مېلمه ته ددې کار په...

Dec 12, 2024
1,659 views

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انت...

Sep 22, 2023
1,645 views

په غربي هیوادونو کې ژوند ستړیا، ستونزې که سکون

په هیواد کې د جمهوریت د سقوط‌ سره سم افغانان په ځانګړې توګه لوستې طبقه د خپل سر او مال د خوندیتوب په پار د هیواد پرېښودلو او په بېګانه ملکونو کې د مهاجر او مسافر په توګه مېشت کېدلو ته مجبورل شول، ځینې یې پاکستان او ایران ته ولاړل،‌ ځینو یې په بحر او...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,999 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...