To start downloading books

Please sign in or create an account.

Bahram Bahir 1 year ago 967
په غربي هیوادونو کې ژوند ستړیا، ستونزې که سکون

په غربي هیوادونو کې ژوند ستړیا، ستونزې که سکون


په هیواد کې د جمهوریت د سقوط‌ سره سم افغانان په ځانګړې توګه لوستې طبقه د خپل سر او مال د خوندیتوب په پار د هیواد پرېښودلو او په بېګانه ملکونو کې د مهاجر او مسافر په توګه مېشت کېدلو ته مجبورل شول، ځینې یې پاکستان او ایران ته ولاړل،‌ ځینو یې په بحر او ځنګلونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ،‌او له کم شمېر وګړو سره چانس یاري وکړه چې تر امریکا، کاناډا او اروپایي‌ هیوادونو ورسېدل، ځینو یې له کورنیو سره یو ځای، او ځینو بیا له کورنیو پرته د مسافرۍ ژوند پیل کړ. دوی د ژوند له لومړۍ مرحلې څخه پدې باوري وو چې سر او مال یې خوندي دي، ولې یواځې د سر او مال خوندیتوب د خوشحالۍ او سوکاله ژوند سبب نشي کېدلای، ځکه چې دوی په هیواد کې کورنۍ، ملګري، دوستان، ګاونډیان او هیوادوال لري چې هغوی د ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. 
په غربي ټولنه کې هر مېشت افغان ورځ‌ له هیواد څخه د راغلو پیغامونو په اورېدلو سره پیلېوي چې په هر پیغام کې د ستونزو، بې وسیو او مایوسیو رودونه پراته وي،‌او د هر یوه اورېدل د غره په اندازه حوصله او زړه غواړي. 
زه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې کوم پیغامونه تر لاسه کوم، ډېری یې کاناډا او امریکا ته د راتګ په اړونده پوښتنو باندې څرخي، هغوی پوښتنې کوي چې زه کاناډا ته په کوم شکل ورسېدم، او څنګه کولای شم چې د هغوی سره د راتګ په برخه کې مرسته وکړم. زه چې کله هغوی ته د هغو سختیو په اړه قصې کوم چې د سفر پر مهال ور سره مخ شوی وم، او هغوی هڅوم چې په هیواد د ننه د خپل ژوند د جوړولو او د ځان تر څنګ څو نورو بېوزولو ته د کار او یوې ګولې ډوډۍ د برابرولو په برخه کې هلې ځلې وکړي، داسې انګېری چې زه ور سره شخصي دښمني لرم، او یا هم د هغوی په مقابل کې د کم نېتي څخه کار اخلم. زه چې کله د هغوی عکس العمل وینم دې پایلې ته رسېږم چې په هیواد د ننه پاتې هر ځوان د دې ارمان لري چې غربي هیوادونو ته دې ورسېږي. ما وړمه ورځ په غربي هیوادونو کې د ناوړه ژوند او دلته د مېشتو افغانانو د بې دینۍ او بې لاریتوب په اړه مطلب د داسې چا په وال هم ولید، چې میاشت وړاندې یې ما ته مکرر پیغامونه استولي وو چې که چېرته وکولای شم کاناډا ته د راتګ د ممکنې لارې په اړه لازمه مشوره ورته ورکړم، او مرسته ور سره وکړم.
ملګرو، زه چې د چا سره هم خبرې کوم، هیڅکله نه غواړم د دې ځای د ژوند په اړه غلط معلومات ورکړم، زه په واضح ټکو وایم چې پدې هیوادونو کې ژوند له ډېرو مسؤلیتونو، ستړیو او ستومانیو ډک دی،‌ دلته آرام او اسونده ژوند درلودل ډېرو زحمتونو ته اړتیا لري، دلته شپه او ورځ کار کول پکار دي تر څو د ژوند د پرمخ وړلو مصارف پوره کړې، دلته اړینه ده چې د مهاجرت په لومړیو کلونو کې ټولو سرګرمیو او خوندونو ته الودعاء ووایې.
بله بل پلوه، دلته ژوند د ټولو ستونزو او ستومانیو باوجود ډېر ښکلي او مثبت اړخونه هم لري، دلته هر څوک کولای شي د خپل کلتور او دین په نظر کې نیولو سره بدون له کوم تبعیض او توپیره زدکړې وکړي، په برخلیک ټاکونکو پرېکړو کې برخه واخلي، خپله عقیده، خپل فکر او خپل کلتور وپالي‌او د ترویج لپاره یې هلې ځلې وکړي. دلته هر څوک کولای شي په ډاډه زړه خپل نظر څرګند کړي او په سوله ییز ډول هر ډول ټولنیز فعالیت تر سره کړي.
 زه د امریکا لویې وچې لویو ایالتونو لکه کلیفورنیا او نیویارک ته تللی یم، او اوس د کاناډا په تر ټولو لوی ښار تورنتو کې اوسېږم. زه د کار او زدکړې په چاپيریال کې د افغانستان په شمول د آسیايي، اروپايي، او امریکايي‌ هیوادونو له وګړو سره چې د مختلفو دینونو او فرهنګونو پیروان دي،‌مخ شوی یم، د هغوی د ټولنیز او کلتوري ژوند په اړه مو خبرې کړې، زه د افغان، هند، پاکستان، ایران، اکراین او لاتینې امریکا د وګړو د ټولنیزو ټولنو سره په تماس کې یم چې هر یوه یې د خپل فرهنګ د ساتلو او ترویج او خپلو خلکو ته د ټولنیزو، فرهنګي او دیني خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې فعالیت کوي. زه د جمعې د لمونځونو پر مهال له ډېرو کاناډايي ږیرې نه لرونکو مسلمانو سره مخ شوی یم چې په ډېر لوړه پیمانه ډالر یې په ترکیه کې د زلزله ځپلو او په اوکراین کې د جنګ ځپلو لپاره صدقه کړي دي.
ما په تورنتو کې د بامیان رسټورانټ نوم له کوم افغان څخه نه، بلکې له یوې کاناډایۍ مېرمنې څخه اورېدلی چې د معرفت پر مهال یې د افغاني خوراکونو بې حسابه توصیف کاوو، زه پوهېدم چې زمونږ وطني خواړه له روغتیايي پلوه پداسې حال کې ندي چې د محلي، ترکي او ایټالیوي خوړو څخه دې غوره واوسي، بلکې هغې غوښتل ما ته حس راکړي چې افغانستان باوجود د ډېرو مشکلاتو،‌ ښه فرهنګ لري او هغه ور باندې فخر کوي. زه منم چې ډېری وختونه کله چې د تعلیم د مخنیوي، یا د افعانستان د جنګي سابقې په اړه بحث پورته شوی، هغوی د اسوېلیو په بدرګې سره د هغه غنده کړې، ځکه چې جنګ پدې متمدنه ټولنه کې د ویاړ معیار نه، بلکې د شرم عامل ګڼل کېږي، ځکه خو دا هیوادونه هیڅوک د جنګي قهرمان په توګه نه پېژني، بلکې د مضر عنصر په سترګه ورته ګوري.
ما په لومړي ځل د (Kite Runner)  د کتاب او د هغه د لیکوال (خالد حسیني)‌ نوم چې افغان دی،‌ د اکسپورډ پوهنتون له یوه پروفیسور څخه واورېد چې له فونیکس څخه سن فرانسیسکو ته د پرواز پر مهال زما په څنګ ته کرسۍ باندې‌ ناست وو؛ ما ډېری ځله د راشد نوم په ډېر ویاړ سره د افریقايي الاصله کاناډایانو له خولې اورېدلی چې په استعداد یې فخر کوي.
ما په څو میاشتو کې افغان، هندي،‌ایراني او پاکستاني وګړي او کورنۍ ولیدې چې په لسګونه کلونه یې دلته تېر کړي او حتا دلته زېږېدلي دي، ولې د حیاء‌، عزت او عقیدې د قوت بېلګې یې په کور د ننه ناشونې خبره ده، پدوی کې داسې حقیقي او عقیدتي‌ مسلمانان موجود دي‌ چې د نېکو کړنو له برکته یې د نورو دینونو آدیان د اسلام مبارک دین ته مخه کوي. 
لکه څنګه چې په هره ټولنه د ښو او بدو وګړو د مجموعې څخه تشکیل شوې وي، دلته هم په نامه افغانان او مسلمانان موجود دي چې د کلتور او عقیدې پالل ورته غیر مهم دي،‌ ولې تعداد یې د هغو وګړو په نسبت ډېر کم دی چې خوشحاله او با فرهنګه ژوند لري. اوس که مونږ نمونو ته ولاړ شو،‌ نو په وطن د ننه هم داسې بدمرغه، نا خوښه او غیر انساني‌ بېلګې لرو چې د دنیا تر ټولو بد کلتور هم د هغوی د زغملو او خپل ځان ته منصوبولو توان او حوصله نلري.
بناً، په هیواد کې پاتې هیوادوالو، پیغام مې دا دی چې: 
پدې ټول سره پوهېږو چې په کور د ننه ستاسو موجودیت انتخابي نه،‌ بلکې مجبوریت دی،‌ یا مو پاسپورت نه درلود، یا مو وېزه نده تر لاسه کړی او یا بېرون ته د را تللو امکانات ندي‌درته برابر شوي،‌ پدې هم پوهېږو چې دلته د ښه ژوند کولو لپاره ډېرې ستړیاوې ګالل کېږي ولې په هیواد د ننه د ژوندي پاتې کېدلو لپاره ټولې هلې ځلې جریان لري. زمونږ او ستاسو دردونه مشترک دي، ټول‌ په بدبختیو کې یو،‌ او د ټولو موخه دا ده چې هوسا ژوند ولرو، ولې د دې پایله دا نشي کېدلای چې تاسو دې خپل قهر او غوسه په مهاجر شویو وروڼو باندې وباسئ، تاسو دې په هغو خوېندو او مېندو باندې د بې لارۍ او بد لمنی ټاپې ولګوئ چې هره دقیقه یې د اسلام په چوپړ کې تېرېږي،‌او خپل ټول ژوند د اسلامي د مقدساتو او افغاني فرهنګ په رڼا کې پر مخ وړي، نوبناً هیله مې دا ده چې، تاسو په کور د ننه د خپل ژوند د جوړولو لپاره لاس په کار شئ، او هغه هیوادوال مو چې د مجبوریت له مخې یې خپل ګران او خوږ هیواد، کورنۍ، ملګري‌او دوستان پرې ایښي او مهاجر شوي، وهڅوئ تر څو په اسلامي او افغاني روحیه سمبال ژوند ته ادامه ورکړي،‌ او همداراز،‌تاسو ته هم دعاوې وکړي‌ چې خدای مو له موجودو ستونزو او ناخوالو،‌ بالخصوص اقتصادي‌ مشکلاتو څخه وژغوري.
د کاناډا په تورنتو ښار کې افغان مهاجر ستاسو کشر ورور بهرام بهیر

Related Articles

باربیری توافقنامه

#باربیري_توافقنامه خبر دي یاست!!!له نن څخه سل کاله مخکې امریکا مسلمانانو ته جزیه ورکوله. 1785 میلادي کال باندي لومړی ځل د امریکا سمندري بیړۍ د خلافتِ عثمانیه 🇹🇷 بحري ځواکونو په سمندر کې ونېوله، تر 1793 میلادي کال پورې دوولس دانی نورې بیړۍ هم د خلافت ځواکونو ونیولې بالآخره ناچاره امریکا له عثماني خلافت سره (توافقنامه) لاسلیک کولو ته اړ شوه، د (با...

هایدروپوبیک یا د اوبو ضد سیمنټ

هایدروپوبیک سیمنټ –تولید ،خواص او کارونه. Hydrophobic Cement – Manufacture, Properties and Uses’لکه له نوم یی چې ښکاري دا د اوبو ضد سیمنت دی ،دلته هایدرو (hydro)په مانا د  اوبه او پوبیک (phobic) په مانا  پر ضد .هایدروپوبیک سیمنټ د پورتلنډ سیمنټو له پاتې شونو او اولیک اسید (Oleic Acid) په شان فلم تشکیل کوونکې مادې له یوځای کیدو لاس ته راځي ،څو په نا...

لرغوني ځایونه، چهل زینه

لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ چهل زینه کندهار د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د خپل موقعیت په خاطر د بېلابېلو واکمنیو ترمنځ د جنګ میدان ګرځېدلی دی، خو له نېکه مرغه زموږ غیرتي خلکو پردیو ته د دې اجازه نه ده ورکړې چې زموږ د ګران هېواد افغانستان دا با ارزښته برخه زموږ له نور هېواد څخه جلا کړي، تل یې د دې ځای د بیا نیول...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

ملا نصرالدین څوک و؟

ملا نصرالدين ته ترکان حواجه يا خواجه نصرالدين وايې، افغانان او اير انيان يې ملا نصر الدين (ملا نصرودين) بولي،عربان يې دجحا نصرالدين او افندي نصرالدين په نامه پيژني٠  ملا نصرالدين د يوه روايت پر بنسټ په اوومې هجري پېړۍ کې چې د١٢٠٩ زېږدېز/میلادي کال سر ه سمون خوري دسلجوقي واکمنۍ په زمانه کې دتر کيې دخورتو په ښار ګوټي کې دې نړۍ ته سترګې پرانيستلي دي...

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د کتاب بازار سوړ شوی، له بهر څخه واریدیدونکي کتابونه محدود شوي دی نو ځکه مې لازمه وبلله د کتاب د نړیو...