دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 22, 2021
4 years ago
2,142 views
دنیا مه بدلوئ ځان بدل کړئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  

حکایت دی چې وايي، پخوا زمانو کې یوه پاچا لرې سیمې ته سفر کاوه؛ دا چې لاره اوږده او کړکېچنه وه پښې یې ورته تڼاکې او په درد کړې. پاچا غوسه/احساساتي شو او امر یې وکړ، چې یادې سیمې ته غځېدلې ټوله لاره دې د غوایانو په پوستکو وپوښل شي، ترڅو لاره هواره شي. درباریانو چې فکر وکړ، د لارې پوښلو لپاره د ټول ملک د غوایانو څرمنې هم نه پوره کېدې؛ خو دا چې پاچا په قهر و، چا د خبرو جرأت نه کاوه. بالآخره یوه سپین ږيري چوپتیا ماته کړه. پاچا ته یې وویل: "پاچا سلامت! د سړک پر ځای خپلې پښې پوخ کړئ او چرمي بوټان جوړ کړئ. بیا به په هر سړک/لاره بېغمه مزل کوئ."  

درسونه

حکایتونه هېڅکله عادي کیسې مه ګڼئ. هر حکایت ځانته خپله معنا او خاص درسونه لري. که په حکایتونو کې پر پرتو معناوو پوه شئ، نو پخپل ژوند کې به ډېر پرمختګ وکړئ او پخپل ژوند کې به تل ښې پرېکړې کوئ. ددې حکایت د درسونو لنډيز په دې ډول دی:

  • هېڅکله د غوسې او احساساتو پر مهال پرېکړه مه کوئ. که مو وکړه، شاید د ګټې پر ځای مو تاوان ډېر وي.
  • ستونزې هم ګټه لري. انسان پکې تفکر ته هڅېږي او د ژوند تېرولو نوې لاره زده کوي. نو ستونزو ته د یوه ښه تحلیل کوونکي او زدکوونکي په نظر ګورئ.  
  • ژوند هېڅکله یوازې د خپل فکر له زاویې مه تحلیلوئ. ستاسو څخه د ټيټې طبقې د ژوند کړاوونه او سختې هم تصور کړئ، شاید پخپل حالت شکر وباسئ.
  • که هر کار کوئ، له نږدې او باوري ملګرو سره مشوره وکړئ. شاید له ستاسو څخه مو نور ملګري ډېر وپوهېږي او ښې مشورې درکړي.
  • تل اخلاقي جرأت ولرئ. دا کار مو هم پخپله ګټه ده او هم د نورو په خیر.
  • د ستونزو پر مهال یوازې یو اړخ ته په کتو پرېکړه مه کوئ. د ستونزې هر اړخ وسنجوئ. شاید د ستونزې د حل ډېرې اسانې لارې ومومئ.
  • ډېر/سخت کار مه کوئ، بلکې په فکر سره یې وکړئ. پښتانه وايي "هغه غوټه چې په لاس پرانستل کېږي په خولې/غاښونو مه پرانيزه."

Related Articles

Jun 02, 2023
2,311 views

ډاکټره عافیه صدیقی

واکمن چې غلام شي ولسونه لیلام شي! ډاکټره عافیه صدیقي چې په خټه پاکستانۍ ده مسلک یې طبابت وو،  لومړنی زده کړې یې په پاکستان کې او د عصبي جراحۍ لوړې زده کړې یې په امریکا کې وکړې ددې سره په څنګ کې یې اسلامپاله او مذهبي میرمن وه ،په 2003 میلادي کال کې پ...

Jun 15, 2021
2,805 views

که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟):

  که چیرې مو سپی وداړي، د مکروبونو او د سپي په لاړو کې د ذهري موادو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟): اکثره په کلیو او بانډو کې د سپي داړلو پیښې رامنځته کیږي، په ځانګړي ډول د اوړي په موسم کې، چې د تندې د لاسه سپیان آن چې لیوني کیږي او د لیوني سپي داړل یو...

Nov 10, 2020
5,814 views

د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ. تونګا تونګا د امریکا تر ټول...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,691 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,132 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,998 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...