د کریسمس جشن په اړه پوه شئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 25, 2021
4 years ago
2,104 views
د کریسمس جشن په اړه پوه شئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی  

د میلادي کال د پای په را نږدې کېدو سره په ټولنیزو رسنیو کې له ګڼو پوسټونو، انځورونو او لیکنو سره مخ کېږو، چې د کریسمس جشن په اړه خبرداری راکوي. شاید تاسو ته هم ددې جشن په اړه ګڼې پوښتنې پیدا شوې وي. موږ همدې ضرورت ته په کتو دا لیکنه چمتو کړه، چې ستاسو په عمومي معلوماتو کې به یوه ښه اضافه وي.  

د کریسمس کلمه  

دا کلمه د لومړي ځل لپاره په "۱۰۵۰ز" کال کې "د مسیح جشن" په بڼه پخوانۍ انګلېسي ژبې ته داخله شوه. په هغه وخت کې د "Christes maesse" په شکل لیکل کېدله؛ مګر د تاریخي څېړنو پر اساس ویل شوي، چې کوچنۍ شوې بڼه یې (Christmas) د لومړي ځل لپاره په دیارلسمه میلادي پېړۍ کې وکارول شوه. البته هېره دې نه وي، چې هماغه پخوانۍ معنا یي ساتلې ده او اوس هم د مسیح جشن/اختر معنا لري.  

د کریسمس جشن

په حقیقت کې له دې جشن څخه د مسیحیانو (عیسویانو) موخه دا ده، چې د حضرت عیسی "ع" د زوکړې ورځ ولمانځي. اصلا دا جشن د عیسویانو اختر بلل کېږي. که څه هم ددې دین اکثریت پیروان دا جشن د ډیسمبر په پنځه ویشتمه نېټه لمانځي؛ خو بیا هم توپیرونه شته. په دې معنا چې ځينې داسې ډلګۍ هم شته، چې دا جشن د ډیسمبر په څلرویشتمه نېټه، همدارنګه بعضي نور بیا آن د جنورۍ په درېيمه ـ څلورمه لمانځي؛ خو د څېړنو له مخې ویلای شو، چې نږدې ۹۰ سلنه عیسویان د ډيسمبر په پنځه ویشتمه نېټه دا جشن ترسره کوي.

دا چې ولې دوی اکثریت د ډیسمبر په پنځه ویشتمه دا جشن لمانځي، دقیقه منشأ یې نده معلومه؛ خو داسې انګېرل کېږي، چې شاید د لومړني عیسوي تاریخ لیکونکي (سکستوس ژولیوس افریکانوس) له لیکنو څخه په الهام دا ورځ ټاکل شوې وي. هغه پخپلو لیکنو کې د ډيسمبر پنځه ویشتمه د حضرت عیسی "ع" د زوکړې ورځ بللې ده. نو ځکه دا نېټه د کریسمس جشن لپاره ځانګړې شوې ده. ځینې نور څېړونکي بیا وايي، چې په لرغوني روم کې په همدې نېټه یو بل جشن موجود و، چې وروسته کریسمس د هماغه جشن ځای ونیوه. په لنډ ډول ویلای شو، دا موضوع لا دقیقه نده واضح شوې.

عیسویان د کریسمس د جشن پر مهال خوښي ښيي او یو بل ته ډالۍ ورکوي. البته په دې جشن کې بابا نوئيل یو خیالي کس دی. ددوی د باور پر اساس یو چاغ سپین ږیری سړی دی، چی سور لباس یې پر تن وي، د کریسمس پر ورځ یا یوه شپه وړاندې راځي او ددوی کوچنیانو ته ډالۍ راوړي. همدارنګه پر دې ورځ دوی په کورونو کې یوه ونه هم دروي، چې معمولا ستنې ډوله پاڼې لري، البته دې ونې ته په بېلابېلو رڼاګانو ښکلا وربخښي. له دې ورهاخوا د خوندورو خوړو چمتو کول او شراب څښل هم ددې جشن برخه ګرځېدلي.  

د کریسمس په اړه نور مهم/جالب ټکي

ـ د کریسمس په شپه ماشومان خپلې جرابې د خپل خوب تخت له پاسه ځوړوندوي، ترڅو بابانوئیل ددوی ډالۍ په هغه کې واچوي.  

ـ د ونزویلا خلک پر دې ورځ پر سکېټ مزل کوي او دا دومره مهمه ګڼي، چې اکثریت لارې ورته تړل کېږي، ترڅو د سکېټ لپاره فضا مناسبه کړي.  

ـ عام باور دا دی، چې بابا نوئیل د کریسمس په شپه د بخارۍ د سوري له لارې کورونه ته ننوځي او ډالۍ وېشي.

ـ په کاناډا کې ماشومان او آن ځينې وخت لویان د بابا نوئیل په نوم لیکونه لېږي. دا چې نوموړی یو خیالي کس دی، نو معلومه ده، چې هېڅکله لیکونه ورته نه رسېږي؛ خو کله ناکله د پوسته خانو کار کوونکي په داوطلبانه شکل دا لیکونه ځوابوي.  

ـ په چیک جمهوریت کې خلک پر دې باور دي، چې که پر دې ورځ نجوني خپل بوټان/څپلکې له اوږو پورته وغورځوي نو ژر به واده شي. خو په دې شرط، کله چې بوټ/څپلۍ پر ځمکه ولګي او مخ یې د یاد په طرف وي.

Related Articles

Jul 20, 2021
3,586 views

د غوښې روغتيايي زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی دا سمه ده، چې غوښه ګڼې ورغتيايي ګټې لري. په خپل غذايي رژيم کې باید حتما غوښې ته ځای ورکړو؛ مګر په هر څه کې افراط او تفریط له ستونزو خالي نه وي. که ډېره غوښه خورئ پرته له شکه به ډېرې روغتيايي ستونزې هم تجربه کړئ. په دې لیکنه کې پر...

Sep 07, 2024
1,207 views

انساني فطرت: شریر دی که همکار؟

لیکوال: ابراهیم شینواری لومړۍ برخه انسان له خپل پیدایښت څخه تر اوسنۍ زمانې پورې ستر پرمختګونه کړي دي، خو په دې اوږده سفر کې یې له یو بل سره همکاري او دښمني دواړه ښودلي دي. هغه نه یوازې د پرمختګ په لور قدم ایښی، بلکې په جګړو، اختلافونو، او ویجاړیو ک...

Jul 20, 2023
1,615 views

ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟

لوستل به یي کوم تاوان ونلري؛که وخت لرۍ نو ویي لولۍ! د ننګرهار ولايت مساحت د اسرایلو څخه لوي دي د اسرايلو نفوس شپېته لکه يا شپږ مليونه دي تقريبا د کابل ښار د نفوسو برابر دي.بيا نو ولې اسراییل په ټولو اسلامي هيوادونو غښتلي دي؟  بيا نو ولي په نړي کي در...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...