د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

i
imranghani
Author
Jan 07, 2022
4 years ago
2,048 views
د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

لیکنه: شکېبا نادري

 د والدینو هغه کړنې چې اولاد بې تربیې کوي!

 

 

دا خو ښکاره خبره ده چې هر مور او پلار هڅه کوي چې اولادونو ته یې ښه روزنه ورکړي، غواړي له ماشومتوب څخه خپلو اولادونو ته ښه ادب، درناوی او روزنه ور زده کړي، تر څو ټولنې ته یې د یو ګتور شخص په توګه ور معرفي کړي، خو ځینې وخت مور او پلار داسې کړنې ترسره کوي چې د هغوی د اولادونو د بې ادبۍ لامل کېږي.

موږ په نننۍ لیکنې کې تاسو ته د مور او پلار د هغو تېروتنو په اړه معلومات درکوو چې د هغوی د اولادونو د روزنې د خرابوالي لامل کېږي.

که تاسو هم غواړئ له داسې کړنو څخه چې ستاسو د اولاد د تربیې د خرابۍ لامل کېږي خبر شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. هېڅکله له خپل ماشوم څخه د دروغ ویلو غوښتنه مه کوئ!

ټولې میندې او پلرونه غواړي چې اولاد یې تل ورته رښتیا ووایي او نه غواړي دروغ ویل زده کړي، خو کله چې کوم کس ورته زنګ وهي او دوی نه غواړي ورسره خبرې وکړي، نو موبایل خپل ماشوم ته ورکوي او ورته وایي، ووایه چې پلار مې په کور کې نشته او موبایل یې په کور کې پاتې دی، هېڅکله له خپل ماشوم څخه مه غواړئ چې دروغ ووایي، ځکه ماشومان تل هغه کړنې ترسره کوي چې مور او پلار یې ترسره کوي، نو ښه به وي چې له ماشوم څخه مو وغواړئ چې رښتیا ووایي، ووایې چې پلار مې اوس خبرې کولای نه شي، وروسته به درته ارومرو زنګ ووهي.

 

۲. هېڅکله مو خپل ماشومان له نورو ماشومانو سره مه پرتله کوئ!

دا هغه لویه تېروتنه ده چې ځینې میندې او پلرونه یې کوي، ماشوم ته وایي ته ولې د خپلې خور په څېر تکړه نه یې؟ دغه کړنه د ماشومانو ترمنځ د کینې لامل کېږي، بل دا چې د دغې کړنې په ترسره کولو سره ماشوم ته ځان بې ارزښته ښکاري، نو هېڅکله مو له اولادونو څخه دا تمه مه لرئ چې د بل اولاد په شان مو و اوسي، ځکه هر انسان ځانته خوی او عادتونه لري ټول یو ډول اوسېدلای نه شي.

 

۳. مه پرېږدئ چې ماشوم مو د ګناه احساس وکړي!

اولاد ته مو مه وایئ، ستا له پیدایښت څخه مخکې زموږ ژوند ډېر ارامه و. دا ښکاره خبره ده چې د اولاد له پیدایښت څخه مخکې د مور او پلار ژوند ډېر ارامه وي، خو د اولاد له پیدا کېدو سره سم ځینې ستونزې رامنځه کېږي، خو هېڅ مور او پلار د دې خبرې د ویلو حق نه لري، ځکه دغه خبره د دې لامل کېږي چې ماشوم د ګناه احساس وکړي، نو هېڅکله مو ماشوم ته داسې خبرې مه کوئ.

 

۴. مه پرېږدئ چې ماشوم مو تل ووایي چې زه په حقه یم!

تاسو باید خپلو ماشومانو ته له کوچینوالي څخه دا ور زده کړئ چې تل هر څه د دوی په خوښه پر مخ نه ځي او نه تل دوی په حقه وي، کنه دا فکر به د دوی د ناهیلۍ لامل شي، خپلو ماشومانو ته مو دا وروښیئ چې تل رښتني و اوسي او دا ومني چې تل او په هره چاره کې دوی په حقه نه وي.

 

۵. هېڅکله مو د ماشوم بدو کړنو ته مه خاندئ!

ډېری کسان چې کله یې ماشوم کومه بده خبره کوي دوی ورته خاندي او وایي چې زوی/ لور مې خبرې زده کړې دي او هغه خبره بیا بیا پرې تکراروي، همدا کړنه د دې لامل کېږي چې ماشوم بې ادبه او سپین سترګی  شي.

 

۶. د خبرو کولو پر مهال د نورو په پرتله خپل ماشوم ته ډېر ارزښت ورکړئ!

کله چې تاسو په موبایل کې خبرې او یا مسېج کوئ هېڅکله مو ماشوم ته مه وایئ چې زه بوخته/ بوخت یم، د دغې خبرو په اورېدو مو ماشوم ناهیلی کېږي او فکر کوي چې په موبایل کې د خبرو ارزښت له ده څخه ډېر دی.

 نو ښه به وي چې مور او پلار له داسې خبرو څخه ډډه وکړي، خپلو ټولو کړنو ته پام وکړي، تر څو داسې کړنې تر سره نه کړي چې د ماشوم د بې ادبۍ لامل شي.

Related Articles

Mar 01, 2023
1,474 views

په ساختمان کی پټ بیم څه ته وایي؟

پټ بیم څه ته وایي؟ پټ بیم هغه بیم ته ویل کیږی، چې ضخامت یې د سلب د ضخامت سره مساوی وی. پټ بیم ته concealed beam هم وایې.عموما  بیم د سلب د ضخامت څخه زیات ضخامت لری خو پټ بیم د سلب ضخامت سره یو شان ضخامت لري مګر د هغه سیخ بندی د سلب څخه جدا ترسره کیږ...

Apr 10, 2023
2,236 views

د قدر شپه کله ده؟

ددې شپې د فضیلت په اړه به نه ږغېږم، ځکه د فضیلت په اړه ئې د قرآن همدا یو آیت کفایت کوي: "د قدر شپه له زرو میاشتو څخه ډېره غوره ده"زه به پر دې بحث وکړم، چي کله ده او کوم اعمال باید وکړو. د قدر شپه #کله ده؟دا شپه الله جل شانه د روژي په اخيرو لسو شپو ک...

Jul 05, 2021
2,630 views

آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

لیکنه: لیمه دلیل ذهني آرامي او د ذهن کنټرول آیا تاسو هم له ډیرو فکرونو ځوریږئ؟ آیا ذهن مو خپل کنټرول کې دی؟ که ژوند کې بریا غواړئ، نو له ذهن نه مو باید په غوره شکل استفاده وکړﺉ او دا هغه وخت شونې ده چه ذهن مو راټول وي او خپل افکار مو کنټرول ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,518 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,888 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...