د اوکراین او روس شخړه

W
Waheed Zaheer
Author
Jan 26, 2022
4 years ago
2,149 views
د اوکراین او روس شخړه

دا ډیر وخت اوکراین د خبرونو سرټکی ګرځيدلی دی خو تاسې ته ممکن لا هم معلومات نه وي چې د روس او اوکراین شخړه په څه ده؟ 

په دې لیکنه کې مو ځواب موندلی شی.

روس د اسیا د لویې وچې شمالي هیواد دی، یوه برخه یې اروپا ته غځيدلې ده. اوکراین اروپا کې د روس سویل لویديځ ته پروت دی. په ۱۹۲۲ زیږدیز کال کې د شوروي اتحاد په نامه د ۱۵ هیوادونو یو بلاک جوړ شو، مشري یې روس کوله. هغه وخت روس د نړۍ ابر قدرت هیواد و او په ټوله نړۍ یې اغیز درلود. غرب او امریکا یې په مقابل کې بیلابېلې هڅې کړي خو یوه هڅه یې د NATO جوړېدل و. ناټو یوه نړیواله نظامي اداره ده چې د پیل یوه اساسۍ موخه یې د روس مقابل کې یوځای کېدل او د روس قوت دفع کول وو. شوروي اتحاد خو په ۱۹۹۱ کې له منځه لاړ، مګر دا چې د اتحاد مشري روس کوله د روس انګیرنه اوس هم دا ده چې ناټو د روس خلاف جوړه وه او لا هم د روس خلاف ده.  بله دا چې اوکراین هم د شوروي اتحاد غړی هیواد و چې په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد ماتیدو سره یې خپله ازادي واخیستله. اوکراین ډیر وخت د روس د اغیز لاندې پاتې شوی نو دا چې اوس اوکراین غواړي اول د ناټو غړیتوب واخلي او بیا په۲۰۲۴ کال د اروپا د اتحادیې غړی هم شي؛ د روس او ولادمیر پوټین په زړه دا خبره نه ځآییږي.

روس فکر کوي که اوکراین د ناټو غړی شو او بیا یې د اروپا غړیتوب هم واخیستلو نو نه یوازې په اوکراین بلکې سیمه کې به یې په نورو ډیرو هیوادونو هم اغیز کم شي. روس د اوکراین سره سرحد کې خپل ۱۰۰.۰۰۰ (یولک) فوځ ځای په ځای کړی دی. په دومره ډیر تعداد فوځ هلته امریکا انديښمنه کړې ده. امریکا فکر کوي چې دا په اوکراین د تیري او حملې په معنا ده مګر روس وايي د هیڅ ډول حملې اراده نه لري خو په یو شرط او هغه دا چې ناټو به د پخواني شوروي اتحاد غړي هیوادونو ته په ناټو کې غړیتوب نه ورکوي مګر د ناټو جنرل سکرټر وايي روس دا حق نه لري چې ناټو ته دې فرمایشونو ورکړي. 

امریکا په روس باور نه لري او وايي که روس په اوکراین حمله وکړي نو دا به روس ته ډیر بد عواقب ولري. د امریکا د بې اعتمادۍ یو لامل په ۲۰۱۴ کال کې د روس په کریمیا حمله ده. روس کې هوا ډیره سړه وي. د روس ټول تجارتي بندرونه کال کې څلور میاشتې مکمل جامد یخ وي او د همدې یخ لامله هلته تجارت او د کښتیو راشه-درشه نه کيږي. روس ته معتدلې اوبه په کار وې. همدا لامل و چې ۲۰۱۴ کال اوکراین کې حالت اضطراري و، کله چې هلته د رییس جمهور خلاف ولسي مظاهرې کیدلې، روس په کریمیا حمله وکړه او هلته یې معتدلو اوبو ته لار پیدا کړه. اوکراین هم روس ته د جغرافیې له مخې ځانګړی ارزښت لري، روس نه غواړي چې پر اوکراین دې نفوذ له لاسه ورکړي برعکس بیا امریکا غواړي چې اوکراین دې د ناټو غړی هیواد شي او تمایل یې باید غرب ته ډیر اوسي.

په ۲۰۱۴ کال کې هم د اوکراین په سر د امریکا او روس تر منځ ناندرۍ ډیرې شوې وې. دا دی نژدې ۸ کاله وروسته دې ناندریو بیا لمبې اخیستې دي. لا معلومه نه ده چې د اوکراین شخړه به څنګه حل او مخکې لاړه شي خو که د امریکا او روس تر منځ دلته جګړه کيږي ممکن دا له دویېمې نړیوالې جګړې وروسته بله د ډیرو تلفاتو او سخته جګړه ووسي. 

 

Related Articles

May 28, 2021
2,752 views

د کتابتون ډالۍ (۱)

لیکنه ـ ریاض مقامزی په نړۍ کې اکثره خلک د تېر او یا هم د راتلونکي په اړه فکر کوي. یا به پر خپلو بریاوو ویاړي او یا به خپلو ناکامیو ته د بې وسۍ اوښکي تويوي. همدارنګه د راتلونکي په اړه هم دوه ډوله فکر مسلط دی. یوه ډله وګړي راتلونکي ته خوښ وي او دویمه...

May 16, 2021
2,570 views

سوفوکلیس لا ډېر وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی  لکه د نورو ډېرو علومو د ادبیاتو بنسټ هم په یونان کې ايښودل شوی دی. لرغوني یونان داسې پاخه لیکوال، فیلسوفان او شاعران درلودل، چې آثار یې آن تر ننه لوستل کېږي او لوی ادبي ارزښت لري. ډرامه یو هنري ادبي ژانر دی، چې ددې ژانر د لیکنې...

Jan 16, 2022
1,534 views

کابریکا - درېیمه برخه

کابریکا - #درېیمه_برخهلیکوال: نعمت الله رحیمي لا خبره نه وه خلاصه چې د موټر د برېک ټسس شو، موټر چلوونکي وویل:- تالاشي ده، ټول له موټر ښکته سئ! دوی د موټر په پای کې ناست وو، ترڅو نور ښکته کیدل سلیمان انډریو ته وویل:- ګوره چې دباندې خبرې ونه کړې زه و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,672 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,128 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,984 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...