په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 03, 2022
4 years ago
1,638 views
په ټولنیزو رسنیو کې د خوندیتوب تګلاره!

ليکنه ـ ریاض مقامزی  

موږ او تاسو ټول ځینې ټولنیزې رسنۍ لکه فیسبوک، وټس.اپ، انسټاګرام او نور کاروو؛ خو وخت ناوخت ددې خطر هم حس کوو، چې څوک مو شخصي انځورونو، ویډيوګانو، پیغامونو او نورو اړوندو موادو ته لاسرسی پیدا نه کړي. همدې ستونزې ته په کتو مو دا لیکنه چمتو کړې، ترڅو په عملي کولو سره یې د ډاډ او امنیت احساس ترلاسه کړئ. دا لارښوونې حتما په پام کې ونيسئ!  

لومړی| پر هر چا باور مه کوئ!

ځينې خلک ډېر خوشباوره وي او ګڼو ملګرو ته د خپل موبايل، فیسبوک او یا نورو ټولنیزو رسنیو د حساب واک ورکوي. پدې توګه ډېر خطر شته، چې ددې ډول خلکو له نېک باور څخه ناوړه استفاده وشي. که تاسو هم دا عادت لرئ، همدا اوس پر دې مسئلې غور وکړئ او خپل دا بد عادت پرېږدئ.  

دویم| د نورو په موبايل کې خپل حسابونه مه خلاصوئ!

تاسو به هم لیدلي وي، چې ځينې خلک  په ډېرې لېوالتیا سره د خپل فیسبوک او یا بل حساب د نورو په موبايل کې خلاصوي. دا کار ډېر نامناسب دی او ډېر خطر شته، چې ستاسو د حساب واک د نورو لاس ته ولوېږي. که ډېره عاجله اړتیا نه لرئ، نو د بل چا په موبايل/کمپيوټر کې خپل حسابونه مه پرانيزئ؛ خو که بیا هم مجبور وئ، د خپل ضرورت تر حل کولو وروسته پر Log out کېدو ځان ډاډه کړئ.  

درېيم| قوي کوډ وکاروئ!

د قوي پټ نوم (Password) درلودل له تاسو سره مرسته کوي، چې ستاسو حسابونه د هکرانو له شر څخه په امان وي. خو پوښتنه دا ده، چې قوي کوډ کوم کوډ ته ویل کېږي؟ پدې برخه کې مهمه ده، چې ستاسو پټ نوم د اعدادو (۱، ۲، ...)، تورو (A, B, C, d...) او سمبولونو (#,@ ...) یوه ټولګه وي.  

څلورم| یو ډول کوډ مه کاروئ!

ځينې خلک په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، انسټاګرام او ...) کې یو ډول کوډ (Passowrd) کاروي. ددې کار پایله خطرناکه ده. مثلا که یو څوک ستاسو د یو حساب پټ نوم ترلاسه کړي؛ نو پدې معنا چې ستاسو ټول حسابونه د نوموړي کس لاس ته ولوېدل. همدارنګه دا هم مه هېروئ!

• د ناپېژاندو او شکمنو کسانو بلنې مه منئ.

• نامطلوب او نامعلوم لينکونه مه خلاصوئ.

• نامعلومو کسانو ته خپل مهم معلومات مه لېږئ.

Related Articles

Nov 17, 2020
3,204 views

سويس وپېژنئ!

یو له هغو ذوقونو څخه چې د نړۍ اکثره انسانان یې لري له بېلابېلو سيمو څخه لیدنه ده. که تاسو هم غواړئ سفر وکړئ او ښکلي سیمې وګورئ نو سویس مو ښه انتخاب کېدای شي. له هېوادونو سره بلدتيا موږ سره مرسته کوي، چې د نړۍ د بېلابېلو خلکو، قومونو او کلتورونو په اړ...

May 14, 2021
3,891 views

شېر خان څوک و؟

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپ...

Nov 06, 2020
3,055 views

د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره؛ سافو

لیکنه ـ ریاض مقامزی له میلاد څخه شپږسوه کاله وړاندې د "لیس بوس" په ټاپو کې یوه شتمنه کورنۍ اوسېده. په یاده کورنۍ کې یوه نجلۍ وزېږېده، چې نوم یې پرې سافو "Sappho" کېښود. وروسته یوه لویه شاعره شوه او د نړۍ لومړنۍ ښځينه شاعره بلل کېږي. د شعرونو له محتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,009 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,211 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,216 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...