فطرت

R
Riaz Muqamzai
Author
Feb 26, 2022
4 years ago
2,056 views
فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېبه کې ټک ورکه، ویې چیچه. لړم لږ وروسته بیا اوبو ته ولوېد او هغه راهب بيا لاس ور ورغځاوه چې ويې ژغوري. لړم دا ځل هم راهب و چیچه ملګري يې ورته وويل: بيا بيا یې ولې ژغورې، ته خو پوهېږې چې د هغه فطرت د چیچلو دی.  لومړي راهب خپل ملګري ته په ځواب کې وويل: "او زما فطرت د ژغورلو."  

د حکايت درسونه

  • همېشه د خپلو کړنو مسول اوسئ. دا چې نور خلک څه کوي پخپل حساب به خپله ورکوي.
  • د انسان په حیث له نورو سره مرسته، ښه کول او د نورو ژغورل باید ستاسو د ژوند تګلاره وي.
  • د بدیو ځواب په بدو مه ورکوئ. که داسې وکړئ ستاسو او د مقابل لوري هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
  • انسانيت تر ټولو غوره لاره ده. همدا تعقیب کړئ.
  • که نور هرڅومره بد هم وکړي؛ تاسو باید ښه وکړئ ترڅو پخپلو بدو پخپله پښېمانه شي. 
  • تل ښه کوئ. کېدای شي نور ډېر خلک ستاسو له امله نېکې لارې ته برابر شي. 

Related Articles

Jul 12, 2021
3,636 views

هيله بخښونکې جملې

د انسان جوړښت داسې دی، چې د بې وسۍ، مجبوریتونو، کړاوونو او نورو ستونزو له کبله خپل هوډ او قوت له لاسه ورکوی او یا کمزوری کېږي. خو له نېکه مرغه ددې ځواک د بېرته ترلاسه کولو لارې شته. د ژوند په داسې سختو شرایطو کې باید د چا خبرې او نصحیتونه واورئ، ترڅ...

Nov 08, 2020
2,227 views

مسعود پیژنۍ؟

مسعود پیژنۍ؟ (معرفی کتاب) نوشته ی مصطفی عمرزی در تنازع سیاسی، بهترین شناخت از آشکارایی طرف هایی ست که عملاً در برابر هم قرار گرفته بودند. با پشت سر گذشتاندن حکومت چپی، پی آمد آن بدتر از قبلی شد. در این نوبت، درگیری تا حذف وجدان، کشور ما را بر باد...

Sep 15, 2020
3,383 views

ايا سيوری وزن لري؟!!

ايا کله مو فکر کړی دی چې سيوری (سايه) وزن لري او که نه؟ که څه هم تاسې به وايئ چې دا څه ډول ساده پوښتنه ده، خو کېدلی شي چې د سيوري وزن معلوم شي، او دروندوالی یې وښيوو.خو خبره دلته ده، چې هغه جسم چې سیوری په هغه پروت وي د تللو وړ دی، د مثال په توګه يو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,387 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,061 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,795 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...