د سرو زرو کورونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Mar 06, 2022
4 years ago
4,903 views
د سرو زرو کورونه

ليکنه ـ ریاض مقامزی

استاد غضنفر د یوه حکایت ژباړه داسې کښي: ”لمرخاته مهال به هلک د خپل خټین کور بام ته وخوت او د لمر په زېړو پلوشو كې به يې د لرې کلي د اورسیو (کړکۍ،اشدارې) ننداره کوله. د اورسیو طلايي رنگ ډېر خوند ورکاوه او همېشه يې له ځان سره ويل، چې د طلايي اورسیو په کورونو کې به څومره بختور خلک اوسي. چې لږ لوی شو په بایسکل يې پښه واړوله او د لېرې کلي په لور روان شو. ماسپښین و، چې هلته ورسېد او هورې يې د خپل کور، کلي غوندې خړ کورونه او معمولي کړکۍ ولیدلې. هلک ګومان وکړ چې ځای یې غلط کړی دی. د هغه ځای هلکانو ته يې وويل: تاسې داسې کورونه ليدلي دي چې کړکۍ يې د سرو زرو دي؟ هغوی ورته وويل: ولې نه؛ تر ماښامه صبر وکړه، درښکاره به یې کړو. ماښام شو او هغوی مېلمه هلک بام ته وخېژاوه او د ماښام په رڼا کې يې د وی خپل کلی ورښکاره کړ، چې کړکۍ يې د لمر زېړو پلوشو ته طلايي ښکارېدلې.“  

د حکایت درسونه

  • انسان ته تل د نورو ژوند ډېر آرام، اسوده او ښه معلومېږي؛ خو اکثرا پخپله تر نورو ښه ژوند لري. یوازې دومره وي، چې ځان ته سم متوجه شوی نه اوسي.
  • نور خلک چې څومره آرام او خوښ ښکاري په حقیقت هغومره ښه ژوند لري. اصلا زموږ ننداره له لرې وي او موږ ورته پسخېږو. نو پسخېدل پرېږدئ او پخپل ژوند تمرکز وکړئ. 
  • همدا اوس تاسو له میلیونونو هغو انسانو غوره یئ، چې لوست یې نه زده، موبايل نه لري چې ګټورې لیکنې ولولي، انټرنيټ ته لاسرسی نه لري او ... آیا کله مو ددې برترۍ په اړه فکر کړی و!؟
  • تاسو روغې سترګې لرئ او لیکنه لولئ؛ خو داسې سلګونه زره کسان شته، چې د سترګو له نعمت څخه بې برخي دي. آیا ددې نعمت په اړه مو سوچ کړی و!؟
  • که له لرې د سړک ننداره وکړئ، شاید فکر وکړئ هېڅ موټر غږ نه لري؛ خو که نږدې ورشئ شاید شور مو وځوري. همداسې د نورو انسانانو ژوند هم له شور، کړاوونو، ستونزو او ناهیلیو ډک وي؛ خو هېڅوک چغې نه وهي، یوازې په آرامۍ خپلو ستونزو سره مبارزه کوي. نو تاسو هم ګیلې ـ کیسې پرېږدئ او مبارزه وکړئ.
  • هغه ژوند چې تاسو یې لرئ په نړۍ کې د میلیونونو انسانانو هیله ده. هغوی هم غواړي ستاسو په څېر په مړه ګېډه ډوډۍ وخوري، موبايل ولري، انټرنيټ ته لاسرسی ولري او ... تاسو ولې د پرتلې په وخت کې داسې خلک خپل ذهن ته نه راولئ او برعکس لوړو ته ګورئ!؟ په هر حال شکر وباسئ او خپل ځان راضي کړئ.

Related Articles

Aug 14, 2021
2,912 views

په اسلام کې د جګړې اصول

لیکنه ـ ریاض مقامزی د اسلام مبارک دین یو بشپړ او جامع دين دی. په اسلام کې د ژوند د ټولو چارو لپاره اصول او مقررات موجود دي. په انساني ټولنو کې د ژوند له نورو چارو سره ـ سره ځينې ناخوالې هم موجودې وي، چې یو له دې ناخوالو څخه جنګ او جګړې دي. همدې ضرور...

Dec 02, 2021
2,669 views

د يو ښه ژوند لپاره ۱۳ ارزښتناکه لارښوونې!

کله ناکله موږ د مختلفو دلايلو له امله ژوند په خپل ځان تريخووو او يا هم په مناسب ډول ژوند نه کوو؛ خو ځينې لارښوونې شته چې کولای شو په عملي کولو سره يې ښه ژوند تجربه کړو. ۱- دا زده کړئ چې خپلې تېروتنې بايد ومنئتل په ياد ولرئ چې له خپلو تېرونو درس واخل...

Mar 13, 2021
2,339 views

د آزادۍ مجسمه ( نړېوال ميراث )

دغه مجسمه په نړۍ کې د متحده ایالاتو او په ځانګړي ډول د نيوېارک اېالت ېو نښان او په ورته وخت کې د آزادۍ ، عدالت او ولسواکۍ ېو نړېوال ( سېمبول ) ګڼل کېږي . دا څلی د امريکا په نيوېارک کې دی ، رسمي نوم ېې ( ازادي ،د نړۍ روښانونکې ) او لنډ نوم ېې د( آزادۍ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,972 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,185 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...