To start downloading books

Please sign in or create an account.

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

د سترګو شاوخوا تورې حلقې؛ لاملونه، مخنیوی او درملنه!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

تاسو به هم لیدلي وي، چې د ځينو خلکو د سترګو شاوخوا تورې حلقې پیدا شوې وي؛ خو پوښتنه دا ده، چې دا حلقې ولې پیدا کېږي!؟ لاملونه یې څه دي؟ مخنیوی او درملنه یې څنګه کولای شو!؟ موږ پدې لیکنه کې هڅه کړې، تر څو همدا پوښتنې مو ځواب کړو.  

د سترګو شاوخوا حلقې

سیوري ته ورته دا حلقې د بېلابېلو عواملو له کبله پیدا کېږي او د پوستکي رنګ ته په کتو مختلف تت/تېز تور، قهوه یي، اسماني، بانجاني او ځینې نور رنګونه خپلوي. په ډېرو لږو مواردو کې دا حلقې د جدي روغتيايي ستونزو خبرداری له ځان سره لري، په نورو عادي پېښو کې شاید انسانان د خپلې ښکلا له کبله ترې وځورېږي. کله ناکله په غذايي رژيم او د ژوند په طرز کې د تغییر له کبله دا ستونزه حل کېدای شي او ځینې وختونه بیا درملنې ته اړتیا لري.   

لاملونه

اکثریت خلک فکر کوي، چې د سترګو شاوخوا تورې حلقې د ډېرې ستړیا او بې خوبۍ له کبله پیدا کېږي. که څه هم دا یې لاملونه کېدای شي؛ خو ځينې نور علتونه هم شته، چې پدې ډول دي:

  • الرژي
  • هایپرپیگمنتیشن (کله چې په بدن کې ملانین ډېر ترشح شي.)
  • کم خوب او یا غیر مناسب خوب کول
  • د سترګو شاوخوا د موجود غوړو کمښت 
  • د پوستکي کمزوري
  • د اوسپنې د کمښت له وجهې د وینې کموالی
  • د سترګو مږل؛ البته که دا کار پر له پسې تکرار شي.
  • د لمر تر وړانګو لاندې ډېر کار کول
  • سیګرټ څکول
  • د عمر ډېرښت
  • ارثي او جنيټيکي عوامل
  • په بدن کې د اوبو کمښت
  • تېروئيدي ناروغۍ او ځينې نور 

مخینوی

که غواړئ د سترګو شاوخوا مو تورې حلقې پیدا نه شي؛ نو له پورته مواردو څخه ځان وساتئ؛ خو که له وړاندې مو په سترګو کې تورې حلقې پیدا شوې وي؛ نو تاسو تر هرڅه لومړی باید هڅه وکړئ د خپلو سترګو شاوخوا ته د تورو حلقو د پیدا کېدو اصلي علت معلوم کړئ. په دویم قدم کې له هماغه کار څخه ځان وساتئ چې ستاسو ددې ستونزې د پیدا کېدو اصلي لامل دی. پدې توګه تاسو کولای شئ له یادې ستونزې خلاص شئ.   

درملنه  

د طبي درملنې په برخه کې باید ډاکټر ته مراجعه وکړئ؛ خو کولای شئ له دې اسانه کورنيو درملو څخه هم ګټه واخلئ.

  • د بادرنګو څو ګردې ټوټې را واخلئ او پر سترګو یې کېږدئ او دا کار مسلسل څو اونۍ تکرار کړئ. پدې توګه به مو د سترګو شاوخوا تورې حلقې ورکې شي.  
  • د پورته طريقې په څېر له الوګانو څخه هم ګټه اخيستلای شئ او ډېر امکان یې شته، چې ستونزه مو حل شي.
  • ګلاب د التهاب ضد خاصیت لري، چې د نرمۍ او تازه والي سبب کېږي. د ګلاب پاڼې لږې لمدې کړئ، پر سترګو یې کېږدئ او ویده شئ. تر یوې میاشتې دا کار تکرار کړئ نو د سترګو شاوخوا تورې حلقې مو ورکې کېږي.
Related Articles

په اروپا کې د الحاد پیل؟

په_اروپا_کې_د_الحاد_پیل؟ د اسلام په ټول تاریخ کې اسلام له داسې مشکلاتو سره نه دی مخامخ شوی لکه اروپا چې د خپلو غلطو عقایدو له امله ورسره مخامخ شوې ده. یو له لویو ستونزو څخه د دین، مذهب او ساینس تر منځ سخت اختلاف و. مذهب له ساینس سره دومره وحشیانه ټکر وکړ چې کلیسا ډیری ساینس پوهان ژوندي وسوځول او دوی یې د خپل مقدس کتاب پر ضد وبلل. د کلیسا د غړو دغه...

پښتانه او ناسم تعبیرونه، څومره يې د پښتنو په شخصیتونو ناوړه تاثیر کړی؟

ولې پښتانه او په ټوله کې افغانان تل د بدبختیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان دي؟ ولې مو د یو نسل نه بل نسل ته دا ناخوالې وغځېدې او نسلونه نسلونه مو په بدبختيو کې رالوى او ختم شول؟ ولې د نړۍ یو بل هیودا له داسې نه ختمیدونکي ناورین سره ندی مخ شوی؟ ایا دا هر څه په مونږ له بهره تحملیږي او که مونږ پخپله کوم بنسټیز مشکل لرو؟ دا او دې ته ورته ډیرې پوښتنې دي...

المتوکل علی الله - قسمت دوم

نصب سه توربین، ظرفیت تولید برق آن ۷۶۰۰۰ کیلووات که با نصب توربین چهارم، ظرفیت برق آن به ۹۷۵۰۰ کیلووات رسید. با ذخیرهء مقادیر بزرگ آب و توزیع آن مطابق ضرورت، اکثر مناطق شرق افغانستان را سرسبز و سیرآب نگه می کند. بند برق ماهیپر: در سال ۱۳۴۳هجری شمسی یعنی تقریباً ۵۰ سال قبل آغاز و قدرت تولید ۶۰ هزار کیلووات برق را دارا است. بند آب و تولید برق تنگی ن...

Recommended Articles

بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟  ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي.    ځانګړتي...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل د ژوند د څلورمې لسیزې په لومړيو کې پيلېږي، مګر په نورو نژادونو کې دا حالت د څلورمې لسیزې په وروستيو...