To start downloading books

Please sign in or create an account.

اتومي/هستوي وسلې او ترې رامنځته کېدونکي تباهۍ!

اتومي/هستوي وسلې او ترې رامنځته کېدونکي تباهۍ!

په دی حساسو شرایطو کی چی دروسی او اوکرایین ترمنځ جګړه روانه ده اوپوتین د روسی دفاع وزیر اولوی درستیز ته دوستور ورکړی چی هستوی اواټومی وسلی دتیارسی حالت ته راوړی نو......

اتومي (هستوي) وسله هغه سلاح ته وایي چی د هستوي انشقاق او یا هستوي اتحاد څخه یی له لاسته راغلی انرژۍ نه د ورانکارۍ او انسان وژلو په موخه ګټه پورته شي. (خو مثبت اړخ هم لری چه د انرژۍ د تولید په موخه استعمالیږی ) حال دا چی په دواړو اټمي بمونو کی ماده په انرژۍ د(E=mc²) دفورمول په بنسټ اوړي. یعنی ماده په انرژی تبدیلیږی. یاد فورمول د انیشتین لخوا اختراع سوی چه وایی هغه وخت چه د یوی کتلی سرعت د نور د سرعت سره مساوی سی ، هغه جسم یا کتله په نور بدلیږی. د هستوي اتحاد په مټ جوړو شوو اتومي بمونو کی د مادی زیاته برخه په انرژۍ اوړي. 

امریکایی ساینس پوهانو د البرت انیشتین د همدغه فورمول( E=mc2 ) څخه په استفادی سره وکولای سول اټمی بم جوړ کړی. له پلوتونیمو ( هستوي انشقاق) نه جوړ شوی اټمي بم، لومړی بم وو چی په ۱۹۴۵ میلادي کال کی امریکا د دوهم نړیوال جنګ په دوران کی جوړ او بیا یی د همدی کال د جولای په ۱۶ نیټه د نیو مکسیکو په آلاموګوردو دښتی کی وازمویه . نو امریکا همغه لومړنۍ هیواد دی چی اټمي بم یی د نظامي موخی لپاره وکاروه. په هیروشیما ښار باندی یی له یورانیمو نه جوړشوی اټمي بم او په ناګاساکي ښار باندی یی د پلوتینیمي اټمي بم وکاروه. ددی ډول وسلی جوړونه په فزیک او کیمیا کی اوږده تاریخي سابقه لري. خو د اټمي بم جوړول تر ډیره ( رابرت او پنهایمر ) او (ادواردټیلر) ته منسوب دی. د اټمي بم جوړولو او لاسته راوړلو هڅی د لو مړي ځل لپار د آلمان نازي دولت پیل کړی، ځکه په همدی وخت کی د هامبورګ پوهنتون استاد او کیمیا پوه( پل هارتک ) د نظامي موخی لپاره د اټمي انرژۍ په قوت خبر شو.  نوموړي د۱۹۳۹ کال د فبرورۍ په څلرویشتمه نیټه د ټول وژونکی هستوي انرژۍ څخه د جوړی شوی وسلی په هکله ، د جرمنی د دفاع وزارت ته خبر ورکړ چی د همدی راپور څخه وروسته د پلټنی لپاره یوه ډله جوړه شوه او د هستوي بم جوړولو په موخه یی آلماني فزیک پوه (وارنر هایزنبرګ ) په غیر رسمي توګه د همدی څیړنیز ټیم مشر وټاکه .

په همدی وخت کی (البرت انشتین ) د امریکا د وخت ولسمشر( روزولت ) ته په یوه لیک کی خپله اندیښنه، چی ښایي دآلمان هیواد د اټمي بم جوړولو په تکل کی دی، وښوده. نو له دی امله( روزولت )د دی څیړنی او د اټمی بم جوړولو په موخه له انګلستان هیواد سره د یوی ګډی پروژی په سر کار کولو باندی هوکړه وکړه.  د یادی پروژی د پلي کولو لپاره د نیومکسیکو ایالت ، د تنسي ایالت او د واشنګټن ایالت د هاغه وخت غوره فزیک پوهان یی ورته په کار وګومارل.

که څه هم آلمان هیواد اټمي بم جوړ نه شو کړای خو د هاغه هیواد د نازي حکومت له لوری د نړیوال دویم جنګ څخه مخکی د هستوي وسلو کارولو ګواښونه شوي وو، خو امریکایي څیړونکو د (جی آر اوپنهایمر ) په مشرۍ لومړنی هستوي بم جوړ کړ. د امریکا هوایي ځواک یوه الوتکه د همدی کال د اګست میاشتی په شپږمه (چی اوس هم نوموړی الوتکه د واشنګتن په موزیم کی ساتله کیږي)دهیروشیما په ځایي وخت۸:۱۵ یی د هیروشیما په ښار د وړوکي ماشوم په نوم اټمي بم وغورځاوه. 

په دغه بم کی چی ۶۴ کیلو ګرامه یورانیم ځای په ځای شوي وو له ۹۶۰۰ مترو لوړوالي نه خوشی کړای شو او له ځمکی څخه ۵۸۰ متره لوړ وچاودل شو چي د چاودنی زور یی د ۱۵ زرو ټنو TNT سره معادل و، دغه بم د ۱۴۰۰۰۰ یوسل او څلویښت زره کسانو ژوند ترینه واخست. دری ورځی وروسته یانی د اګست په نهمه 1945 کال ، د ناګاساکي په ښار باندی د چاغ سړي ( fat man ) په نوم د یوه بل پلوتونیمي اټمي بم د چاودنی له امله ۷۴ زرو وګړو ژوند له لاسه ورکړ. ددی بم د چاودنی زور له ۲۱ زره ټنو TNT سره برابر وو. په یادی پروژه کی یو بل دریم اتومي بم هم جوړ شوی وو، خو امریکااستعمال نه کړ. که څه هم داسی ګمان کیده چی تر ۱۹۵۵ کال پوری به هیڅ کوم بل هیواد و نه شي کولای چه هستوي وسلو ته لاس رسی ومومي، خو یوه الماني فزیک پوه ( کلاووس فیوکس ) چی د ( اوپنهایمر) د ټیم سره یی د زوروری چاودنی (High Explosive) توکو په برخه کی کار کاوه، په ترینتي کی یی د ازمویل شوي اټمي بم د جوړښت فورمول روسي څارونکو ته په پټه ورکړ. 

نو په همدی ډول شوروی اتحاد هم د ۱۹۴۹ کال د اګست په ۲۹ خپله لومړنۍ اټمي ازموینه په کامیابه توګه تر سره کړه. دی کار غربي نړۍ ولړزوله. دا چاودنه د امریکا او شوروي هیواد تر منځ په وسله وال رقابت هم بدله شوه چی د سوړ جنګ په پراخوالي کی یی مهم رول ولوباوه.

• د هستوي بم د چاودنی سیمه په پنځو برخو ویشله کیږي:  

۱-د تبخیر سیمه  

۲) بشپړه ورانه شوی سیمه  

۳) زیاتی ګرمۍ ځپلی سیمه  

۴) زوروری چاودنی ځپلی سیمه  

۵) زورور باد او اور ځپلی سیمه. 

دیادونی وړ ده چی د تبخیر په سیمی کی د تودوخی د درجی کچه تر سل ملیون سانتي ګرید درجو پوری لوړیږي، نو په یادی تودوخی درجه کی له انسانانواو څارویو نه نیولی تر فلزاتو پوری ټول موجود شیان اور نه اخلي بلکی په بخار اوړي.

• ددی چاودنی اغیزي تر پنځو کیلو مترو شعاع پوری وجود لري او د چاودنی څپه یی چی زښته زیاته انرژي له ځانه سره لیږدوي او کولای شي د ملیاردونو ډالرو په ارزښت بریښنایي تجهیزاتو لکه سپوږمکۍ او مخابراتي سیستمونه او نور له کاره وغورځوي.

• پورته یادی شوی اغیزی ددی بمونو ظاهري او فوري بڼی دي.  خو له چاودنی څخه وروسته ددی بمونو څخه په سیمه کی د راولاړ شوو زیانمنوونکو تشعشعاتو او رادیو اکتیف وړانګو د خپریدلو له امله ، تر راتلونکو اوږدو کلونو پوری هیڅ کوم ژوندی جسم ژوند ته دوام نشي ورکولای.  صرف د يو ټن طبعي يورانيم څخه څلور کروړه کيلو واټه برق په يو ساعت کښي تولید کیدلای شي چه د همدومره برق د توليد لپاره (١٦) شپاړس زره ټنه د ډبرو سکاره او يا (٨٠) اتيا زره بيرله تيل د سوځولو لپاره په کار دي تر اوسه پوري په دنيا کښي (٤٤٢) څلورسودوڅلويښت زروي بريښنا کوټونه په (٥٩) نهه پينځوس مختلفو ملکونو کښې فعاليت کوي.  چي په دنيا کي د بریښنا د استعمال په سلو کښې (٢٣) درويشت تشکیلوی له دی جملی ( ١٠٤) يوسل څلور اتمی بریښنا کوټونه یی په امريکا کښي دي او د امريکا د بریښنا شل سلنه ضرورت پوره کوي. د امريکا د بریښنا (١٠%) اړتیا دمخکینی شوروی اتحاد د هغه پخواني اتومي بمونو د حاصل شوي يورانیمو څخه لاسته راځي چي د يو تړون له مخي بي کاره کړل شوي وه چي په هر اټومي بم کي پينځلس کيلو ګرامه (Kg١٥) يورانيم استعمال شوي وه. د ځمکي د سطحي په مخ او په بحرونو کښي طبعي يورانيم دومره موجود دي چي په پيړيو پيړيو ددنيا د بریښنا ضرورت پوره کولي شي. په زروي بريښنا کوټ کښې د يورانيم د يوي ټوټې څخه تقريباً تر ( ١٨) مياشتو پوري برق تولیدکیدلای شي . د ملګروملتونو نړیوال سازمان مخکینی مشر څه وخت مخکی په مکسیکو ښار کی د هستوي وسلو په دوه شپیتم نړیوال کنفرانس کی وویل چی د ۲۰۰۹ کال پوری په ټولی نړۍ کی ۲۰۰۰۰ اټمي بمونه جوړ شوي دي. د ویټو حق لرونکی پنځه هیوادونه (انګلستان، فرانسه، روسیه، امریکا، چین) برسیره هند، پاکستان او شمالي کوریا تر اوسه پوری اټمی وسلی لري.

پرته له شک څخه چی اسرائیل هیواد هم دا ډول وسلو ته لاس رسی لري، خو دا هیواد د خپل پټ هستوي سیاست له مخی هیڅکله هم ددی ډول وسلو لرل نه دي منلي. دایران هیواد هم د ډیر وخت راهیسی په پټه تلاشونه شروع کړی چه اټمی بم جوړ کړی ، عراق او سوریی په مخفی ډول ډیر کوشش وکړ تر څو اټمی سلاح ته لاسرسۍ پیدا کړی خو د اسرایل لخوا یی اټمی مرکزونه بمبارد او محوه سول .

د اټمي وسلو تخریبول (له منځه وړل) هم آسانه نه دي د یو بم له منځه وړل او یا هم په ټوټو ویشل هم دومره سخت دي لکه د یوه اټم بم جوړول. د اټمي اسلحو له منځه وړل/تخریبول سخت کار دي چې ډېرې پیسې پرې لګیږي او د دې تر څنګ ډیر وخت غواړي ولې دا په دې معنی نه ده چې هیوادونه دې د اټمي وسلو د شنډولو یا هم له منځه وړلو کوښښ نه کوي اټمي جنګ کولای شی چه نړیوال اقلیم ته تغیر ورکړی، ځمکه ، فضا ، اوبه او هوا به داسی په زهرجنو کیمیاوی او هستوی موادو ککړ کړی چه د بشریت لپاره به په پیړیو د استفادی وړ نه وی چې زیات وګړي به د لوږې له وجې د مړه کیدو له ګواښ سره مخ کړي. داټمی اسلحی ځینی متخصصین داسی نظر هم لری چه په اوسنی تکنالوژۍ جوړ سوی اټمی بمونه نسبت مخکینیو اټمی بمونو ته ، ډیر قوی دی کیدلای سی چه د ځمکی کره د خپل مدار څخه منحرفه کړی او یا د ټول بشریت د محوه کیدلو عامل وگرزی نو ځکه ویل کیږی چه د اټمی جگړی بایلونکی او وړونکی شتون نلری.  

له ټولنیزو رسنیو څخه! 

Related Articles

ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا د اومېندوارۍ پر مهال د ترخو خوړو خوړل د ماشوم لپاره زیان لري؟   اومېندواري د ښځو د ژوند ستونزمن خو په ورته وخت کې یو په زړه پوری پړاو دی. هره ښځه په خپل زړه کې د مور کېدلو هیله لري او غواړي چې خپل خاوند او کورنۍ ته یو وراث وزېږوي او په خپل ژوند کې یو مثبت بدلون راولي.  د اومېندوارۍ پر مهال د ښځو په رویه، حالت، خوی او ان خ...

د رب ج توره-خالد بن ولید رض

نړیوال اتل، د ستر رب (ج) توره، الخالد بن ولید رضی الله تعالی عنه ⚔️ ((ميندي نه سي کولی؛ چې د خالد بن ولید رض په څېر زوی نړۍ ته راوړي))  دا د ستر صحابي او دَ خوږ نبي کریم (ص) د همېشني ملګري حضرت ابوبکر صدیق (رض) وېنا ده. معلومېږي چې، په ریښتیا هم دَ هغه ستر مېړني او توریالي په څېر نومیالی به دَ نړۍ پر مخ څرګند نه سي. خالد (رض) هغه تلپاتې څېره ده...

د ژوند دښمن K ټابلیټ

ټابليټ K د ژوند #دښمن  ټابليټ #K يو ډير خطرناک نشه ئي مواد دي چې په اوس وخت کي د افغانستان په ښارونو کې رواج شوي دي، همدا ټابليټ k دي چې بدبختانه پوهه او باسواده وګړي هم ورڅخه په استفادې خپل او د خپلې کورنۍ ژوند تباه کوي. دغه نشه ئي مواد چې د يو ډول کيمياوي مواد څخه جوړ شوي چې د اوس لپاره د غربي او نورو ممالکو څخه افغانستان ته وارديږي، په ډير تاس...

Recommended Articles

د وينا پر مهال د ويرې ختمولو 27 ګټورې لارې

هغوى چې په سټيج باندې عونډو، سيمنارونو، ټولګي او حتى د ملګرو سره په مخامخ خبرو پر مهال ويره احساسوي دوى عمومآ د Glossophobia په اروايي ناروغۍ اخته دي، چې د خبرو دغه ويره د مرګ له ويرې هم سخته ده چې ستاسو مسلکي او شخصي ژوند زيان رسولى شي. ددغې ويرې پر مهال ستاسو بدن ريږدي، لاسونه مو خولې کيږي، زړه ضربان مو زياتيږي، چې په تجارت او د ژوند په نورو اړخ...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...