To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 2,214
لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوجه کوي او په دې سره يې د خپل ځان د جسمي او رواني تحليل انګېزې لا پیاوړې کوي.
نو له دې مخې دا هره پوښتنه چې دلته راوړل شوې، هېچا ته يې ځواب مه وایئ او مه يې په خپلو کلیدي خواصو خبروئ، په يوازې توګه د خپل زړه او تجربو دروازې پرې راپرانيزئ او بیا ورته د زړه له تله صادقانه ځوابونه ووایئ.

◀ که چېرې يې ستا له ژوند څخه کوم فلم جوړولی او هغه یې بیا تاته په نمایش کې اېښودلی، آیا د ځینو صحنو په لیدو نه خجالت کېدلې؟ که خجالت کېدلې، نو ولې خجالت کېدلې؟
◀که چیرې ستا د مرګ حالت رارسېدلی وي او د یوه تلفون کولو فرصت ولرې، نو چاته دې تلفون کاوه؟ او څه دې ورته ويل؟
◀تر اوسه دې څوځله خپل نفس ته ویلي نه؟
◀تر اوسه دې څو کسان له هغو کسانو څخه بښلي، چې له تاسره يې بدي کړې ده؟
◀ستا په ژوند کې تر ټولو غوره پېښه کومه يوه وه؟ او هغه څنګه وه؟
◀که همدا اوس غواړې د چا په حال وژاړې، هغه به څوک وي؟ او ولې به پرې ژاړې؟
◀ترټولو وروستنی کار چې تاد خدای لپاره کړی دی هغه کوم دی؟
◀تر اوسه دې څوځله ګناه کړې؟ ولې؟ آیا پښېمانه يې؟
◀ آیا خپل ځان خوشاله بولې، که غمجن؟
◀تر اوسه دې څو ځله نور خلک تحقیر کړي دي؟ او ولې دې تحقیر کړي دي؟
◀ که چېرې همدا اوس د خدای (ج) حضور ته ورسېږې او هغه ستا د ژوند د حاصل پوښتنه وکړي، څه به ورته وايې؟ 
◀ د خپلې روحيې د اوچتولو لپاره د خپل ځان په اړه څه ډول فکر کوې؟
◀ په خپل ژوند کې د څه شي په اړه زیات افتخار کوې؟
◀ کوم لوی امتیاز چې ته يې په ژوند کې لرې، هغه کوم دی؟
◀ په کوم کار کې په خپل ځان باندې تر ټولو زیات اعتماد لرې؟ او څه ډول دا اعتماد څرګندولی شې؟
◀ تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې دغرور احساس کوئ؟ او ولې یې کوئ؟
◀ تاسو د خپل ځان په کوم غړي باندې خجالت وباسئ؟ او څنګه يې وباسي؟
◀ له چاسره علاقه لرې؟ او ولې یې ورسره لرې؟
◀ ستا په ژوند کې تر ټولو لویه پېښه کومه يوه وه؟
◀ له خپل ژوند څخه مو چې تر اوسه کوم لوی درس اخیستی، هغه کوم دی؟
◀ آیا داسې غوره څه لرې، چې نورو ته یې ډالۍ کړې؟
څنګه کولی شې، چې نور خلک په خپلو فعالیتونو کې را شریک کړې؟
◀ څنګه کولی شې، چې په سختو شرایطو کې خپل زړه ورتوب څرګند کړې؟
◀ آیا تراوسه دې په خپل ځان پورې خندلي دي؟ که دې خندلي وي، نو ولې دې خندل؟
◀ آیا خپل ځان یوساده فكره سړی بولې که څنګه؟
◀په وروستي ځل دې که له کوم دوست سره په ناڅاپي ډول رابطه قطعه کړې وي، هغه څوک و؟ او ولې دې ورسره رابطه قطعه کوله؟
◀ستا په نظر د خدای (ج) تر ټولو مهم پیغام ستا لپاره څه دی؟
◀څه فکر کوې، ستاد تفکر د بدلون تر ټولو غوره لارکومه یوه ده؟
◀ آیا سګرټ څکوې؟ که يې څکوې، نو ولې دا کار کوې؟
◀ ستا په نظر د کامیابی بهترینه لارکومه يوه ده؟
◀ په همدا اوس حال کې کوم مهم عوامل تا ترټولونه زیات په شور و هیجان کې راولي؟
◀ ترټولو ارزښتناک احساسات چې همدا اوس يې لرې، هغه کوم دي؟
▶ مخکې له مخکې باید کوم کار ترسره کړې، چې ستا د کورنۍ او خپلوانو د افتخار سبب شي؟
◀ څنګه کولی شې خپله علاقه او لېوالتيا د نورو په وړاندې ثابته کړې؟
◀ د خپل شخصیت له کومې جنبې سره دې مینه لرې؟
◀ که چېرې د خپل ژوند مسئولیت په غاړه واخلې، نو څه ډول تغیرات په خپل ژوند کې پیش بیني کولی شې؟
◀ په وړکوالي او ځواني کې دې له مشرانو او تجربه کارو خلکو څخه کوم ډول نصيحتونه اورېدلي، چې ستا په ژوند کې یې مثبت تاثیرات درلودلي دي؟
◀ کله چې خپلو تېرو کلونو ته فکر کوې، کوم کارونه دې په هغو کې ډېر جدي نیولي وو، او په کومو کارونو کې نتیجې ته رسېدلی وې، چې همدا اوس هم ستاد افتخار سبب دي؟
◀ آیا تر اوسه د دخپل ځانه بد راغلي؟
◀ ځان پېژندنه څه ته وایي؟ او تا تر کومه بریده خپل ځان پېژندلی دی؟
◀ آیا فکر کوې چې د څومره خلکو بد اېسې او دلیل یې څه دی؟
◀ ستا کوم عمل که په یو مجلس کې یاد شي خوشهاله کېږې؟

Related Articles

مرحوم محمد پذیر آخند زاده

== مولوی محمد پذیر رحمة الله علیه  == بسم الله الرحمن الرحیم دمرحوم مولوی محمدپذیر لنډی سوانح : '''شهرت ئی''' : مولوی محمدپذیر دمرحوم مولوی محمدیاسین زوی اود کندل خان لمسی دی چی اصلا دغزنی ولایت داندړو ولسوالی دشلګر دعلی کلا اوسیدونکی دی ، پلاریی مولوی محمد یاسین په وړوکوالی کی تقریبا سل یونیم سل کاله وړاندی  دخپل کلی څخه دوردګوولایت ته راغلی او...

آبی نهنګ

#آبي_نهنګ#د_خلقت_يو_ستر_رازد مځکي کُره کي تر ټولو لوي حيوان، چي تر اوسه پېژندل سوي د آبي نهنګ (Balaenoptera musculus) په نوم حيوان دي. بالغ آبي نهنګ اوږدوالي 30 متر ته رسيږي، چي وزن ئې له 170 څخه تر 180 ټنه پوري وي. يعني د آفريقا لوي وچي د 30 لويو فيلانو څخه يو آبي نهنګ جوړيږي!د آبي نهنګ په باره کي معلومات هغه وخت کره سول، چي په 2015 م کال کي د کان...

د کار د حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات!

موږ او تاسو د خبرو پر مهال ګڼ اصطلاحات کاروو. نو اړ یو، چې ددې اصطلاحاتو پر معنا او مفهوم هم پوه اوسو تر څو په مناسبو ځايونو کې یې وکاروو. د لیکنې تر پايه به د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهمو اسطلاحاتو پوه شئ.   د کار حقوقو اړوند ۱۵ مهم اصطلاحات! ۱: مامور هغه کارکوونکی دی چې د کار د قانون د احکامو مطابق، د ملکي خدمتونو ادارې له لارې په دايمي توګه استخد...

Recommended Articles

عثمان کاکړ څنګه ووژل شو؟

پښتونخوا ملي عوامي ګوند ادعا کوي چې د دغه ګوند صوبايي مشر عثمان خان کاکړ وژل شوی دی او دوی سره دې لړ کې کافي ثبوتونه شته. یو شمېر نورو ځايي سیاسي ګوندونو هم د یاد ګوند ملاتړ کړی او د بلوچستان صوبايي حکومت وايي، د پېښې په هکله به څېړنه کوي. د یادونې ده چې د روانې جون میاشتې پر ۱۷ نېټه ویل شوي و، چې د عثمان خان کاکړ سر سخت ټپي شوی دی. له پېښې وروست...

که مو ویښتان تویږي دا درې خواړه وخورئ

مهمه نه ده چې ويښتان مو اوږده، لنډ، صاف یا ګالګووتي او یا په هر شکل چې وي خو د ویښتانو تویدل یو داسې افت دی چې په ټولو راتللی شي. یوازېنۍ د خلاصون لاره ترې همدا ده چې اندیښنه کمه او کار ډیر وکړو. د ویښتانو تویدلو تر ټولو ستر او عام لاملونه اندیښنه، په بدن کې د ویښتانو پورې اړوند ویټامینونو کمښت، هورمونيکي ستونزې، بې کیفیته شامپو او نورو تولیداتو ک...

کوټه سنګي ته ولې کوټه سنګي وايي؟

ځینې کسان په دې اند دي چې د کوټه سنګي نوم اصلا د هغې ډبرېنې کوټې څخه اخیستل شوی دی چې یو وخت په میرویس میدان کې جوړه شوې وه.ویل کیږي کله چې د دغه ځای د سړکونو کرښې وکښل شوې د سړکونو د تقاطع په نقطه کې یعنې په څلور لارې کې د ساتونکي لپاره د ډبرو یوه خونه جوړه شوه له همدې امله دا سیمه په کوټه سنګي یا د ډبرو د کوټې په نوم ونومول شوه.خو اصلا د دې  سیمې...