د رابرټ فراسټ ژوند لیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 04, 2022
3 years ago
1,753 views
د رابرټ فراسټ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د نوموتو ادبي شخصیتونو له ډلې به نن د مشهور امريکايی شاعری وپېژنئ. نوموړي د خپلو غوره او منلو شعرونو پر مټ وکولای شول څلور ځلې د پولیترز جایزه وګټي. ددې لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر پوه شئ. 

پېژندنه

(رابرټ فراسټ ـ Rabert Frost) په شلمه پېړۍ کې تر ټولو مشهور امریکایی شاعر ګڼل کېږي. نوموړی په "۱۸۷۴ز" کال کې د امریکا متحده ایالاتو په سانسفرانسیسکو ایالت کې وزېږېد. په لومړنیو زده کړو کې ډېر بریالی و او په "۱۸۹۰ز" کال کې له ښوونځي څخه په ښه درجه بريالی شو. وروسته یې په هارډوار کالج کې خپلې نورې زدکړې بشپړې کړې. دده شعر دومره لوړ و، چې په ۱۹ کلنۍ کې یې یو شعر محلي مجلې په ۱۹ ډالره وپېره. له همدې مهال ده له مجلو سره همکاري جاري ساتله او بېلابېلې ژورنالیستکي دندې یې هم وکړي. د ماشوم هیله، لنډه فاصله، د عقل پرده، شاهده ونه او ځینې نور یې مشهور آثار دي.  دی له ګڼو ادبي او فرهنګي لاسته راوړنو وروسته په ۱۹۶۳ ز کال کې ومړ.  

نور مهم معلومات

ـ فراسټ ساده ژوند غوښته او پر دې باور و، چې کوچنۍ خوښۍ د انسان د نېکمرغۍ وسیلې دي.  

ـ د شعر په اړه یې وویل: شعر دا صلاحیت راکوي، چې ووایو یو څه؛ مګر موخه مو بل څه وي.

ـ روسیې ته د یو فرهنګي سفر پر مهال بستر شو؛ د وخت لومړی وزير یې پوښتنې ته ورغی.

ـ په ۱۹۴۷ز کې یې کاليزه د مشرانو جرګې لخوا ونمانځل شوه، چې پخپله یې هم پکې ګډون درلود.

ـ په مختلفو وختونو کې درېيو بېلابېلو پوهنتونونو افتخارې دوکتواروې ورکړې دي. 

ویناوې

  • مور شل کاله زیار باسي چې له خپل زوی نه سم انسان جوړ کړي؛ مګر یوه ښځه یې په شلو دقیقو کې احمق کړي.
  • ټول هغه څه چې ما د ژوند په اړه زده کړل دا دي "ژوند روان دی."
  • فکر کول موافقت یا مخالفت نه؛ بلکې رایه ده.
  • د نړۍ نیم خلک د ویلو لپاره خبرې لري؛ خو نه یې وايي. نیم نور بیا د ویلو لپاره څه نه لري؛ مګر تل غږېږي.

Related Articles

Jul 09, 2021
1,896 views

پل د بختور شه

د مازدیګر څلوربجې کورته ورسېدم، زموږ په کور کې د خوښیو یو داسې ډک بازار جوړ و چې ما هم خپل ځان په کې ورک کړ او و پوهېدم چې دغه خوښۍ او خوشحالۍ د هغه نوي کرل شوي ګل لپاره نیول شوي چې زموږ به کور کې یې سترګې غړولي دي. رېښتيا هم چې ماشومان ګلونه وي، زم...

Aug 16, 2021
2,646 views

جنګي جرمونه کوم دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په کوم هېواد کې چې جنګ وي، هلته خلک حتما د جنګ له بېلابېلو اصطلاحاتو سره مخ کېږي. په هېواد کې د جګړې له شدت سره نړېوالې ټولنې د جنګي جرمونو د ترسره کېدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې دوی به د جګړې د خواوو له لورې د ترسره شوو اعمالو څېړ...

Dec 11, 2024
1,066 views

د نوي کال ناکامې ژمنې

ایا نوي کالونه د بدلون ځانګړي جادو لري؟ ستاسې ځواب هو او نه دواړه کیدی شي. نوی کال هغه وخت دی چې خلک د خپل ژوند په اړه فکر کوي، ځان سره حسابونه کوي، او نوي پلانونه جوړوي. خلکو کې د بدلون جذبه ډیره لوړه وي، عبادت ځایونه، کتاب پلونځي، د زده کړو مرکزون...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,901 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,180 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,141 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...