سوډیم

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 09, 2022
3 years ago
1,915 views
سوډیم

لیکنه ـ وړانګه اکبر

سوډیم د دوراني جدول د القلي ګروپ یو کیمیاوي عنصر دی.سوډیم یو ډېر نرم سپین ته مایل عنصر دی. سوډیم د ځمکې په مخ یو له ډېرو کارېدونکو او عامو القلي عناصرو څخه دی او تر ۲.۵ سلنه پورې یې د ځمکې مخ پوښلی دی.دا په طبیعیت کې له نورو عناصرو سره په ترکیبي بڼه پیدا کېږي د بېلګې په ډول مالګه چې ترکیب یې سوډیم کلورایډ دی کوم چې د بحر د اوبو ۸۰ سلنه یې نېولې ده.څرنګه چې سوډیم د بیا ځلي فعالېدو ډېره وړتیا لري نو هیڅلکه په طبیعت کې په خپلواکه او یوازې بڼه نه لیدل کېږي. په عمومي توګه اصلي سوډیم د لیتیم په نسبت ډېر فعاله دی. کله چې سوډیم له اوبو سره غبرګون ښکاره کړي د سوډیم هایډروکسایډ او هایډروجن غاز یو بې رنګه محلول جوړوي او دا محلول د غیر منحل هایډروکسایډ د شتون له امله قلوي ځانګړتیا لري.سوډیم یو له لویو مثبتو ایونونو (کتیون) څخه دی کوم چې د بدن د ژونکو شاوخوا مایعاتو کې شته. د سوډیم لپاره نښه ایښودنه له Na+ او مالیکولي وزن یې له ۱۱څخه عبارت دی. کله چې سوډیم له کلورایډ سره یو ځای شي د سوډیم کلورایډ په نوم یو ترکیب ترې لاسته راځي چې نوموړی ترکیب له مالګې څخه عبارت دی. سوډیم په یوه ثابته منل شوې سټنډرډه تودوخه او فشار کې یوه نرمه او سپین ته ورته فولادي فلز دی چې د یو چاقو په واسطه په اسانۍ سره پرې کېدای شي،د تودوخې او برېښنا ښه لېږدوونکی دی.

په انسانانو کې سوډیم یو له تر ټولو اړینو منرالونوڅخه دی چې د وینې دحجم،فشار،پي ایچ او تعادل په ساتلو کې ونډه لري. سوډیم زموږ له بدن سره څه ترسره کوي؟ د انسان بدن ددې لپاره چې د عصبي پېغامونو دندې په سم ډول سرته ورسوي سوډیم ته اړتیا لري. همدارنګه سوډیم د عضلاتو په سره ورتلو او یا یې په پراخېدو کې ونډه لري.همدارنګه د اوبو او منرالونو تعادل هم ساتي چې ددې ټولو دندو د ترسره کولو لپاره لږتر لږه د ورځې ۵۰۰ ملي ګرامه سوډیم ته اړتیا ده.د وینې د نارمل سوډیم اندازه د ۱۳۵ څخه تر ۱۴۵ ملی ایکویلانټ پر لیتر پورې ده.د سوډیم کموالی ډېر کم پېښېږي، خو له کانګو او اسهالاتو وروسته،هغه کسان چې درانده تمرینات ترسره کوي،هغه کسان چې له اوبو او د مېوې له اوبو څخه کمه ګټه اخلي د سوډیم کموالی لیدل کېږي.په وینه کې د سوډیم زیاتوالی ډېر تر سترګو کېږي او دا کېدای شي چې د وینې د فشار د لوړوالي سبب وګرځي چې ورپسې د زړه او دماغي حملې د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

سوډیم او خواړه: ډېری هغه خواړه چې په طبیعت کې شته د سوډیم لرونکي دي لکه مالګه، هګۍ، بادرنګ، د لمرګلي زړي،هغه صدف چې خوړل کېږي،لوبیا،کب چې په لوړه اندازه سوډیم لري او ټول سبزیجات او مېوې چې په ښکته اندازه د سوډيم لرونکي دي.

Related Articles

Jun 10, 2023
1,543 views

انلاین خریدارۍ جالب معلومات

ډیر جالب معلومات: په انلاین خریدارۍ یا ځینو مارکیټونو کې به مو لیدلي وي چې د یوه څیز قیمت ٩٩ یا ٩٩٩ روپۍ وي، پوهېږئ چې ولې؟ دې ته تاق قیمتونه "Odd pricing" وایي او دا قیمتونه نېغ په نېغه د انسان په روان باندې اغېز کوي.  د بېلګې په توګه، که د یوه څی...

Mar 13, 2021
3,572 views

ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ! ایا تا...

Jan 16, 2021
1,674 views

حماسه ی سومین پیروزی

حماسه ی سومین پیروزی مصطفی عمرزی افغانستان در قرن نوزده، آماج تجاوز امپراتوری استعماری انگلیس نیز قرار گرفت؛ هرچند محاسبه ی استعمارگران، اشتباه از آب درآمد که فکر می کردند به امتداد اشغال سراسر هند، می توانند جغرافیایی را درنوردند که از قبل در زمین...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,680 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,129 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,991 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...