درمل

R
Riaz Muqamzai
Author
Apr 09, 2022
3 years ago
3,984 views
درمل

لیکنه ـ وړانګه اکبر

درمل یو کیمیاوي توکی دی، معمولا هر یو په خپل پیژندل شوي فورمول سره رامنځته کېږي،کله چې یو ژوندي موجود ته ورکړل شي ځینې بیولوژیکي بدلونونه پکې رامنځته کوي. درمل د دارو او دوا په نوم هم یادیږي، دناروغۍ د درملنې، د ناروغۍ د مخنیوي، یا تشخیص یا د هوساینې د ودې لپاره کارول کیږي. 

درمل یو کیمیاوي توکي دي چې په بدن کې د پروټینونو سره تعامل کوي ترڅو فزیولوژیکي فعالیت اغیزمن کړي. دا د ټولو درملو تر شا عمومي نظر دی. یوځل چې دا کیمیاوي توکي په سیسټمیک جریان کې جذب شي دوی د ځینو پروټینونو سره تړل کیږي او دا د حجرو فعالیت یو څه بدلوي. د مثال په توګه، د سرطان ضد درمل د سرطان د حجرو په سطحه پروتینونو پورې تړلي دي چې دا حجرې د مړینې لپاره هڅوي. پدې حالت کې د حجرو مړینه د درملو فزیولوژیکي عمل دی. 

هیڅ درمل د یو ډول حجرو یا یو ډول پروټین سره متقابل عمل کولو لپاره ځانګړي ندي نو ځکه خو دا هغه څه دي چې د اړخیزو تاثیراتو(جانبي عوارض) لامل کیږي. د بېلګې په ډول د سرطان ضد درملو کارول په نظر کې نیسو، دا درمل د هغو حجرو سره اړیکه نیسي چې په خورا چټکه توګه ویشل کېږي لکه د سرطان حجرو سره، خو څرنګه چې د ویښتو حجرې هم په چټکۍ سره ویشل کیږي نو له همدې امله دا درمل د ویښتو له حجرو سره هم بانډ جوړوي چې د سرطان ضد درملو یو له اړخیزو اغیزو څخه د ویښتو ضایع کول دي. 

په درملو کې کوم توکي دي؟

په درملو کې ځینې کیمیاوي توکي دي چې د بدن په فزیولوژیکي دندو اغېزې کوي،یا په بله وینا دا هغه څه دي چې درمل کار کولو ته هڅوي.په ډېری درملو کې ، د کیمیاوي توکو اندازه چې د اغیز لامل کیږي خورا لږ وي، ډیری وختونه د 5 مایکرو ګرامو پورې وي چې دا د یو ګرام 0.005% برخه جوړوي. نو که پام وکړو د درملو دا اندازه بې کچې کوچنۍ ده او د لېږد رالېږد وړ نده،او که له احتیاط څخه کار وا نخیستل شي د دوی د له منځه تلو او بې ځایه لګښت سبب به وګرځي. نو له همدې امله ډېری له هغو درملو چې موږ یې اخلو د ځینو نورو بې اړتیا توکو سره ګډ کېږي تر څو دا لږه اندازه درمل په محفوظه توګه واخیستل شي.   

درمل څه ډول خپل کار ترسره کوي؟

زموږ بدن تر ډېره حده د پروټینونو په واسطه اداره کېږي، پروټینونه په بېلابېلو ډولونو سره زموږ په بدن کې شتون لري او بېلابېلې کړنې ترسره کوي، هر پروټین ځانګړې دنده لري او د دوی کړنې په هماغه حجرې پورې ځانګړي کېږي په کومې چې عمل ترسره کوي. دبېلګې په ډول ځینې پروټینونه شته چې د آخذو په نوم یادېږي، آخذې د پروټینونو په سطحه ځای پر ځای شوې وي، د بېلابېلو حجرو لپاره بېلابېلې آخذې شتون لري، لکه د ځیګر حجره به د زړه د حجرې نه بېله آخذه ولري. دا آخذې د په شاوخوا کې د نورو پروټینونو، او کیمیاوي توکو لکه درمل سره تړل کېږي چې په پایله کې د حجرې په کړنه کې بدلون راولي، لکه یو کولپ چې کلۍ ته اړتیا لري همداسې د حجرو فعالېدل هم نوموړو پروټینونو ته اړتیا لري. که درملو د یوې حجرې په دنده کې بدلونونه راوستل دې درملو ته Agonist ویل کېږي او که درملو د یوې حجرې په نارمله دنده کې درېدنه رامنځته کړه د antagonist په نوم یادېږي. 

د درملو ډولونه

درمل بېلابېل ډولونه لري او هر یو یې بېلابېلې اغېزې او د کړنې تګلارې لري لاندې یې څو ډولونونه ذکر کوم

لومړی: opioid چې تاثیر یې د اپیم په ډول دی.

دویم: د ډیپرېشن یا ژور خفګان ضد درمل.

دریم: stimulant یا محرک درمل چې د کارونې موخه یې د بدن د ټون زیاتول او نارمل حالت یې راوستل دي.

څلورم: مورفین چې که وکارول شي احساسات مو له واقعیته لرې کوي او د خیال او تجسم د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

پنځم:بینزوډیازیپین چې په مرکزي عصبي سیسټم باندې اغېزه کوي.

شپږم: Codeine  

اووم:اسپرین

اتم: analgesics یا د درد ضد درمل.

نهم: د انتان ضد درمل چې د Antibiotics په نوم دي  بل ډول درمل د وینې په ناروغیو کې کارول کېږي لکه د علقې ضد درمل، د وینې بهېدنې ضد درمل او نور.... پایله دا چې په سلګونه ډوله درمل شتون لري چې هر یو ځانته جلا جلا د استعمال لارې چارې،د مصرف لارې او بېلې د کارونې اندازې لري.

Related Articles

Oct 28, 2021
2,054 views

په مطالعه کې''تمرکز'' لرلو اغېز

په  په مطالعه کې د «تمرکز» لرلو اغېز لیکنه: وقار ابراهیمي   ځینې وختونه داسې ډېر پېښېږي چې یو څوک ډېره مطالعه هم وکړي، خو په سم او ټاکل ډول یې ذهن ته مطالعه نه شي سپارلي. له دغې ستونزې زده کوونکي، محصلین، یا نور ډېر عام مطالعه کوونکي مخامخ دي. د...

Nov 10, 2020
5,827 views

د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه

ځنګلونه د طبيعت د ښکلا تر څنګ د بشري ژوند د دوام لپاره هم خورا اړين دي. همدارنګه د فرنېچر، سون توکو، د اکسیجن تولید او نورو برخو کې د بشر اړتياوې پوره کوي. په دې لیکنه کې به تاسو د نړۍ ځينې مشهور ځنګلونه په لنډ ډول وپېژنئ. تونګا تونګا د امریکا تر ټول...

Oct 03, 2020
6,658 views

بادرنګ او حيرانونکي ګټي يي

خبريال ويبپاڼه / بادرنګ د پوتاشيم په درلود سره د دويني د لوړ فشار د را ټيټولو لپاره تر ټول ښه دوا ده خو چې مالګه ورسره نه وي.جالبه دا ده چې بادرنګ د سينې د درد غاښونه او د کولمو د ناروغيو لپاره تر ټولو ګټور خواړه دي. د بادرنکو اوبو د پيس يا نقرس نارو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,802 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,157 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,080 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...